دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکلو د...

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکلو د امریکا ټینګار

تاند ( چارشنبه، د دلوې ۲۵مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر وایي، هېواد یې د ملګرو ملتونو د هغه پریکړه لیک ملاتړ کړی چې له مخې یې د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی ټاکل کیږي.

د هغه په وینا، د افغانستان په اړه د دوحې جوړېدونکې غونډه کې چې ټاکل شوې د راتلونکې یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې جوړه شي، د دوی دوه ډيپلوماتان ګډون وکړي.

د افغانستان لپاره د دوی ځانګړی استازی ټام ویست او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره یې ځانګړې استازې رینا امیري په دغه غونډه کې د امریکا برخه لرونکي استازي یاد شوي.

د نوموړي په خبره، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوی ټاکل کېدونکی ځانګړی استازی به له افغانستان سره د نړیوال تعامل په همغږۍ کې ښه رول ولوبوي.

د طالبانو یو شمېر لوړپوړو چارواکو د دغه استازي ټاکل کېدل رد کړي او ویلي، د یوناما ادارې په موجودیت کې بل استازي ته اړتیا نه ویني.

یو شمېر څارونکي بیا باور لري، چې د یوناما ماموریت او د نوي ځانګړي استازي ماموریت سره فرق لری او ملګري ملتونه له نوي استازي پرته له طالبانو سره د افغانستان د نړیوال تعامل پروسه مخته نه شي وړلی.

1 COMMENT

  1. طالیبان دیی هم خپل نماینده ګان (شیخ جنرال مبین، شیخ عبدالحمید خراسانی، ډاکتر رمظان بشر دوست او قوماندانصاحب قیصاری)ورولیږی. د یوی خوا به د ټول شموله حکومت خبره جوړه شی او دبلی خوا به د دوی خبری واوریدل شی، خو پدی شرط چه ملل متحد په بشردوست، جنرال مبین او خراسانی باندی د خبرو مایک قطع نکړی، او بله داچه دغه غونډه باید یو لس ورځی ادامه ولری چه د دغو نماینده ګانو خبری په غور سره واوریدل شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب