سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهد سیمه ییز تماس ډلې پر پیاوړتیا د کاظمي قمي ټینګار

د سیمه ییز تماس ډلې پر پیاوړتیا د کاظمي قمي ټینګار

تاند ( چارشنبه، د دلوې ۲۵مه) په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي وايي چې د «سیمه‌ییز تماس ډلې» لارې ته پاملرنه د افغانستان د با ثباته کېدو لاره برابروي.

نوموړي پر ایکس پاڼې لیکلي: «که د سیمه‌ییز تماس ډلې لاره د نورو د پام‌وړ وګرځي او د تعامل لاره تعقیب شي، له باثباته افغانسته سره به مخ شو.»

قمي روانه اوونۍ د ایران د اسلامي انقلاب د کلیزې په مراسمو کې وویل چې د سیمه‌ییز ثبات تماس ډلې جوړولو موخه، له طالبانو سره همکاري ده.

د طالبانو د سیمه ییزو اړیکو منتقدان بیا وایي، چې د سیمې قدرتونه طالبانو ته له نژدې کېدو او وعدو ورکولو سره هڅه کوي، چې د لویدیز لخوا دغه منزوي شوی رژیم د ځان لپاره په ارزانه وکاروي.

د دوی په باور، طالب رژیم هم تر اوسه هڅه کړې، چې په افغانستان کې د سیمې او لویدیز د قدرتونو له سیالۍ د ځان په ګټه کار واخلي؛ خو د دوی په وینا دا نا سالمه سیالي افغانستان ته په ګټه ځکه نه ده، چې لا هم له بشري ناورین سره د لاس و ګرېوان افغانستان تر ټولو لوی بشري مرستندوی امریکا متحده ایالات دي.

د ایران سفیر دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې روانه اوونۍ د قطر پلازمېنه دوحه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب د افغانستان په اړه د یوې مهمې غونډې کوربه دی.
تمه کیږي چې په دغه غونډه کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل لاره هواره او که طالبان ورسره په همغږۍ مخته لاړ شي، رژیم یې رسمیت پیدا او افغانستان ته نړیوالې مرستې زیاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب