یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکلتورتندر | نور محمد سعید

تندر | نور محمد سعید

باد د کلا له درشله نیولې د راغه تر لارې پورې د کتار ولاړو تنکیو چنارونو ملاوې کړوپې کړې. د فصیل له دیوالونو سره پلو پورې ولاړو توتانو، څنځلو او الوچو یوه بل لور ته سرونه واچول. غوبه کاکا په څادره کې ځان نور هم ونغښت. په ترپکو غواوو ته یې لښته ونیوه. وروسته باد ناڅاپه سوکه شو، بلکې ودرید. چوپه چوپتیا شوه. خال- خال لوی څاڅکي پر پوټی ځمکه ولګېدل. د دروازې سرماتې ته د رسېدلي پیچي ګلانو پر اودي پاڼو رڼو څاڅکو شنه لمبه کوله. څاڅکي سوکه – سوکه ګڼ شول. پر خټین بام یې د لویدو شرنګی اورېدل کېده. د رباب نغمې غوندې یې ورو- ورو سور- تال برابریده. له لندې خاورې پورته شوې پسته وږمه په منډه له ورسۍ راننوته. شېبه وروسته داسې په شرپ راواورېد چې له مړې خاورې یې نرۍ دوړه پورته کړه. د بالاخانې له بامه د موسیقۍ غږ راته. ختیځ ته ټینګې تورې وریځې وغوړمبېدې. تېره – رڼه څړیکه پکې وځغلیده. د برج پر عین سر مې برېښنا ولیده چې ځمکه یې ښکول کړه. همدې خرپ- درب، تورې تیارې او پړکنده رڼا کې مې سترګې لوڅې کړې… هر څه رڼا شول. له کټه لاندې پروت وم. درنه ایربس A-380  د ورسۍ څنګ ته راښکاره شوه. ځل یې کاوه. ډېره ټیټه وه. بس، یو څو سوه متره پورته. د لندن هېتهرو هوايي ډګر کې یې کښېناستو ته ځان سماوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب