دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+له ملاریا سره مجادله

له ملاریا سره مجادله

ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د قطغن د پخواني اجتماعي ژوند په اړه ځينې یادښتونه ولیکل. هغه مرحوم د دغو یادښتونو د لیکلو په وخت اتیا کلن و او دا یې د ژوند وروستی نثري اثر دی چې په تاند کې برخه برخه خپریږي. څرنګه چې متن شپاړلس کاله پخوا لیکل شوی دی نو که لیکوال مثلا دوه اویا کاله پخوا یادوي، منظور ورنه اوس طبعا اته اتیا کاله پخوا زمانه ده.


 هغه وخت په درست ولایت کې، چې اوس څلور ولایتونه ترې جوړ شوي دي، صرف دوه تنه ډاکتران په کار بوخت وو. یو یې پوځي ډاکتر و، بل یې ملکي ډاکتر باله، د عام ولس لپاره. پوځي ډاکتر مسلمان هندی و او دا بل یې د هند هندو.

مسلمان ډاکتر له ونې ټیټ، وچوړکی، سپین پوستی، ښکلی او مهذب انسان و. ملکي ډاکتر بیا تور، غوس، جګ او هډور سړی و. په کور کې به چې ناروغ و، پوځي ډاکتر به یې کله کله ورته راوست، ملکي ډاکتر به نسبتا ډیر راته. چې دی به راښکاره شو، موږ ماشومانو به نارې کړې: پوري بخور، کنین بخور، کسټرایل بخور. دا ځکه چې د دوی په دواخانه کې هم ایله لس، دولس قسمه دوا موجوده وه، هر مریض ته به یې دغه دواوې ورکولې. ډاکتر ګرم نه و. یو د دواګانو نیستي وه، بله دا چې ملاریا ډېره عامه وه، له هرې دوا سره به یې کنین احتیاطي هم ورماریېل.

پخوانی کندز د ملاریا په وجه نامتوری و. مشهوره وه چې که مرګ غواړې کندز ته لاړ شه. بیا داسې وخت راغی چې له ملاریا سره د مجادلې ریاست په کندز کې په کار پیل وکړ چې ملاریا ورسره ډېره کمه شوه.

په کندز کې د ملاریا د مجادلې کار ډېر کامیاب و، هم یې کافي پرسونل درلود، هم یې په راس کې د ډاکتر غلام حسن خان په نوم یو پاک او واقعي نوع پرست انسان مقرر شوی و. ډاکتر غلام حسن خان د کابل د طب فاکولتې د لومړیو دورو یو فارغ و. تر دې اګاهو چې د ملاریا د مجادلې رییس شي، ملکي روغتون ته د عادي ډاکتر په صفت راغلی و، هغه وخت یې لا په کندز کې ډېر زیات یاران، دوستان د خپلې ښې رویې له امله موندلي وو.

د ریاست په دوره کې یې په هره ولسوالۍ کې څو تنه مامورین لرل چې د هر یوه د فعالیت ساحه معلومه وه، هر یو مکلف و چې په هفته کې یو ځل په هر کور احوال واخلي، که څوک به په ملاریا مصاب و، لازمه دوا به یې ورکوله. هره هفته به د ملاریا مفتشان په کلیو راګرځېدل، د خپلو  مامورینو کارروایي به یې کتله. په میاشت کې به اقلا یو ځل  پخپله رییس په درستو احوال اخیست او دا به یې معلوموله چې مفتشان واقعا  ساحې ته ورغلي دي کنه او موظف مامورین اقلا په هفته کې یو ځل په هر کور احوال اخلي که څرنګه؟

د دایمي مامورینو شپې به په کلیو کې وې، ځکه کلیوالو ته خپل کلیوال ښکارېدل، د کلي یوه خبره هم چا نه ترې پټوله، د کلیو دقیق ترینه احصاییه له دوی سره وه. که بیا دغه شان مامورین په کلیو کې موظف شي، دولت به د سمې احصاییې په لرلو هر وخت موفق وي خو په دې شرط چې د ډاکتر غلام حسن خان غوندې پاک، بې آلایشه، ملت پال او بې ادعا رییسان ولري.

اېشانان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب