سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهطالبانو د داعش او القاعده د فعالیت په اړه د امریکا د...

طالبانو د داعش او القاعده د فعالیت په اړه د امریکا د باندنیو چارو وزارت راپور رد کړ

تاند (یکشنبه، د قوس ۱۲مه) د طالبانو حکومت د افغانستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر وروستي راپور په غبرګون کې وویل، افغانستان باید خوندي سیمه وګڼل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کالني راپور کې، چې د جمعې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان ولایت څانګه، په افغانستان کې فعاله ده.

په دغه راپور کې چې په ۲۰۲۲م کال کې د نړۍ تروریستي فعالیتونو ته پکې کتنه شوې، راغلي؛ د داعش خراسان څانګې پر طالبانو او ملکي افغانانو په ځانګړي شیعه ګانو حملې کړې دي.

خو د طالبانو د حکومت ویندوی ربیح الله مجاهد د امریکا د باندنیو چارو وزارت د کالني راپور د ردولو په ترڅ کې ویلي چې له افغانستانه د طالبانو د حکومت په دوو کلونو کې هیڅ هیواد ته ګواښ نه دی پېښ شوی.

ده له داعش سره د طالبانو د حکومت مبارزه اغېزمنه بللې او ویلي:«د افغانستان اسلامي امارت له هرې پدیدیدې سره چې په افغانستان کې ناامنۍ ته لمن ووهي، جدي مبارزه پیل کړې او په وړاندې یې اغېزمن مقاومت کړی دی، نو پر دې اساس افغانستان نور امن دی. د افغانستان له خاورې د اندېښنو څرګندول په ځای تشویش نه دی، موږ یې ردوو. ټول هیوادونه باید افغانستان د سیمې د خوندي او امن هیواد په توګه وپېژني.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کالني راپور کې ویلي چې د داعش خراسان څانګې له پولو ها خوا په پاکستان، تاجکستان او ازبکستان کې هم حملې کړي او پر لوېدیځو هېوادونو د حملو هوډ هم لري.

په دې راپور کې د القاعده شبکې او په هغې پورې د تړلو ډلو یادونه هم شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د هند په نیمه وچه کې فعالې وې، خو له افغانستانه پر لوېدیځو هېوادونو د حملې ځواک یې نه درلود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کالني راپور کې راغلي چې لا څرګنده نه ده چې ایا طالبان د القاعده، ټي ټي پي او داعش په څېر د ډلو د هغه ګواښ په وړاندې چې نورو هېوادونو ته یې پېښوي، مخه نیولی شي او که نه.

په راپور کې ویل شوي چې طالبانو د القاعده شبکې پخواني مشر ایمن الظواهري ته پناه ورکړې وه چې د تېر کال په جولای میاشت کې په کابل کې د امریکا په یوه هوايي حمله کې ووژل شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب