ژباړن: حبیب الله میرخېل
کلیوال توب او مذهبي توب د افغانستان په گډون د ټولو وروسته پاتې او بېوزله ټولنو اصلي ځانگړنې دي. دغو دوو ځانگړنو د افغانستان د عامو وگړو پر ذهنیت د دیني عالمانو معنوي نفوذ ته ځای ورکړی. د نسبتا ً شتمنو ښاري لږکیو پر وړاندې د افغانستان د اکثریت مېشتې کلیوالي ټولنې د محرومیت احساس او همدارنگه له ښار او ښاري فرهنگ او دغه راز له ښار مېشتو فکري او فرهنگي نخبه گانو څخه د هغوی کرکه هم له همدې چینې خړوبیږي او سبب کېږي چې هغوی د ښار او ښاري ارزښتونو پر وړاندې ودرېږي. دا هغه څه دي چې د بې سوادۍ له لوړې کچې سره یوځای یې د دې ټولنې ذهن او ضمیر دواړه لاس تړلي د ملایانو او روحاني طبقې په ولکه کې ورکړي او ملایانو هم په خپل وار د خلکو فکري او عیني ژوند په خپل واک کې اخیستی دی. له بلې خوا، د دیني عالمانو له خوا د فقر او بېوزلۍ دیني توجیه، له نړۍ گوښه کېدو ته د خلکو هڅول او د شتمنۍ او قدرت غندنه د دغو خلکو د ذهني او رواني هوساینې سبب شوي او دېته یې لاره هواره کړې چې له ملایانو سره یې اړیکې نور هم ټینگې او د آرام خاطر احساس وکړی. همدارنگه، دا چې د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې او هم له څو وروستیو لسیزو څخه وړاندې، دیني عالمانو تر ډېره (ظاهرا ً) له اقتصادي او سیاسي کاروبار سره لېوالتیا نه ښودله، نو د دوی د ژوند تېرولو چارې تر ډېره د خلکو له مالي مرستو سره تړلې وې. دغه اقتصادي تړاو هم په خپل وار د ملایانو او عامو خلکو د پیوستون او نیږدېتوب سبب شو.
له دیني او روحاني پلوه د خلکو لارښوونه، د دین له کړکۍ څخه د ولس د ناوړه اقتصادي او معیشتي وضعیت توجیه کول او په ولس پورې د روحاني طبقې اقتصادي او طبقاتي تړاو د ټولنې پر فکر، ذهن او عقل باندې د هغوی کنټرول دومره ټینگ کړ چې ټولنې ورته د عصمت او له گناهونو د پاکۍ جامې پر تن کړې او د سپېڅلتوب او تقدس پگړۍ یې ور وتړله. په ورته حال کې، ملایانو هم د خلکو له نا پوهۍ او ټیټې معلوماتي کچې څخه گټه پورته کړه او ځانونه یې تر ډېره د مؤمنو او مقدسو انسانانو په جامه پر افغانانو بار کړل. همدا لامل و چې دوی د خپل معنوي نفوذ لمنه نوره هم پراخه کړه، دومره چې په اسانۍ سره یې وکولای شول د منبر له لارې حکومتونه را چپه او ورسره د اصلاحاتو، ریفورم، بدلون او پرمختگ مخه ډپ کړي. دا په داسې حال کې وه چې هغوی کله هم د واک او ځواک ادعا نه کوله. د مثاله په توگه، ملایان د اماني اصلاحاتو پر وړاندې ودرېدل خو د رژیم له پرځېدو وروسته یې د سیاسي او نظامي زعامت ادعا ونه کړه بلکې په یوه نظامي سردار پسې یې اقتداء وکړه. خو اوس داسې ښکاري چې نور دا پرده په څیرېدو ده او ملایانو عملا ً د سياسي او اقتصادي واک اخیستو ته ملا تړلې. د تېرو څلورو لسیزو تحول پرمهال ملایانو پرله پسې هڅې وکړې او د هېواد د سیاسي زعامت مدعیان شول. په لومړیو کې د مجاهدینو یوه برخه او ورپسې طالبان د روحاني طبقې د سیاسي او نظامي مټو په توگه را څرگند شول. ملایانو او په ټوله کې روحاني طبقې د تېرو دوو لسیزو پرمهال د یوه گډ حشر په توگه ولسواک یا جمهوري نظام را وپرځاوه او په دې سره یې د واکمنو ښاري نخبه گانو پر تابوت وروستی مېخ وواهه داسې چې اوسمهال ملایان د افغان وگړو د ژوند او مال ټول واک په خپل لاس کې لري. اوس دا طبقه خلک د جومات له منارو او منبرونو د خپلې سیاسي واکمنۍ د پياوړتیا، مالي او اداري ترفعاتو په گټه کار اخلي. وروستيو تحولاتو نه یوازې دوی مطلق واک او ځواک ته ورسول بلکې د ملایانو یو لوی سېلاب یې هم له کلیو او بانډو څخه پر ښارونو ورمات کړ.
نن ورځ همدغو ملایانو له الف تر یا پورې ټول حکومتي مناسب او څوکۍ اشغال کړي چې خلک به یې تل د فقر او بېوزلۍ پر وړاندې قناعت او مقاومت ته رابلل، «الفقر فخري» چیغې یې وهلې، د ځمکو د غاصبانو، حکومتي چارواکو او شتمنو کسانو پر ضد به یې خوله خلاصه وه. پرون د فساد پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ ملا نن تر غوږونو په مالي، اداري او اخلاقي فساد کې ډوب دی؛ درېم او څلورم ودونه کوي، د شتمنیو او جایدادونو را خپلولو لپاره یې په خپلو کې وحشیانه مسابقه پيل کړې ده. ملایان اوسمهال غریب دوست او فقر ستایوونکی وروسته پاتې خلک نه دي بلکې اوس ترې دنیا پرستان او فقر ستیز خلک جوړ شوي دي. په داسې حال کې چې د افغانستان په کلیوالي فرهنگي او ټولنیز ژوند کې هېڅ ډول څرگند بدلون نه دی راغلی او ټولنه لا هم له ملایانو هماغه پخوانۍ تمې او غوښتنې لري، پوښتنه دا ده چې آیا د دیني عالمانو او ملایانو ښاري ژوند به د روحاني طبقې په اړه د افغان کلیوالي ټولنې آند او نظر بدل کړي؟ آیا د ملایانو دنیا پرستي او له بې وزلۍ څخه تېښته به پر عامه ذهنیت د دوی د نفوذ سیوری کم کړي؟ او آیا د سپېڅلتوب او تقدس هغه پگړۍ به پر ځمکه را پرېوځي چې د ملایانو پر سر ور تړل شوې وه؟
زموږ په اند؛ بېوزلي، کلیوالي او د ښار او کلي تقابل او په پایله کې یې د ښاري او کلیوالي نخبه گانو (روشنفکرانو او ملایانو) تقابل په افغان ټولنه کې د ملاییزم او روحانیت د نفوذ مهم عوامل دي. که کله د دغه ځنځیر کړۍ سره وشلېږي، د روحانیت ولسي پایگاه خپل واک او ځواک له لاسه ورکوي. له دې سره، د یوه داسې وضعیت په گټه د خپلواک دریځ په توگه د منبر مصادره چې سر تر پایه ظلم، ملامتي او تقصیر دی، کېدای شي پر عامه ذهنیت د دیني عالمانو د نفوذ کمېدو بل لامل وگڼو.
دا لیکنه د همدغو ټکو سپیناوي ته ځانگړې شوې ده. دلته ملا، مولوي، دیني عالم او روحاني په یوه مانا کارول شوي او د «تقدس له پگړۍ» څخه زموږ موخه هغه سپېڅلتوب، عصمت او پاکي ده چې په افغان ټولنه کې ملایانو ته ورکړل شوي دي.
کلی: توماس بارفیلډ د افغانستان د فرهنگي – سیاسي تاریخ په اړه خپل کتاب کې وايي: «افغانستان له داسې کوچنیو کلیو څخه جوړ شوی هېواد دی چې له ډېرې پخوا راهیسې د هېواد له اتیا سلنو ډېر وگړي په کې مېشت دي»؛ له دې وروسته یو شمېر نورو احصائیو کې وویل شول چې د افغانستان شاوخوا اویا سلنه وگړي کلیوال دی. د هېواد په تېر سل کلن سیاسي تاریخ کې د ښار او کلي تقابل د افغانستان د شخړې یو له اصلي علتونو و او دی خو له بده مرغه دغه ستونزه په جدي توگه نه ده څېړل شوې او نه یې هوارولو ته پاملرنه شوې.
لکه څنگه چې وړاندې وویل شول، د سخت او له بېوزلۍ سره مل ژوند لرونکي کلیوال تل د ښار او ښار مېشتو د هوسا ژوند پر وړاندې د حقارت او ورپسې د نفرت او کرکې احساس کوي. په اویایمه لسیزه کې د مجاهدینو له خوا د کابل ښار ویجاړېدو له همدې کرکې او نفرت څخه سرچینه اخیسته. مجاهدینو د کلي او ښار او دغه راز د کابل ښاریانو او کلیوالو ترمنځ هېڅ ډول اړیکه او پیوستون نه لیده او له همدې امله یې په ډېره بې رحمۍ پر ښار بمونه، گولۍ او باروت و اورول. دغه بمونه د ښاري قدرت، ثروت او واک پر وړاندې د کلي د لسیزو فقر، بې واکۍ او حقارت عقده وه چې د کابل پر اندامونو سړه شوه. کلیوالو په داسې یوه فضا کې خپل ځانگړي نخبه گان او مشاورین لرل چې د کلیو خلک له ښاري فرهنگ او دغه راز د ښار له فکري او فرهنگي نخبه گانو بیزاره وو. د دوی نخبه گان او سلاکاران همدا ملایان یا دیني عالمان وو. د کلي او ښار همدغه ټکر یا تقابل د افغانستان په بېوزله او کلیوالي ټولنه کې د ملایانو او روحانیت نفوذ ته لاره هواره کړه. خو اوس او د تېرو دوو کالو له تحول څخه وروسته، په لویو ښارونو کې د دغو نفوذ لرونکو ملایانو د یوې لویې کتلې ځای پرځای کېدل او د ښاري فرهنگ او ادابو (حتا حد اقل) تحمل، ښايي پر کلیو د دوی د مخامخ څارنې ټغر ټول او د نفوذ لمنه ور یې ور لنډه کړي.
له بلې خوا، ښار، ښاري فرهنگ او آداب، لوی واټونه او بازارونه او د ښه ژوند یا هوساینې امکانات هغه څه دي چې د نولسمې پېړۍ د مډرنېست فرانسوي شاعر او لیکوال چارلېس بوډلېر په خبره، مقدسه هاله(Holy Halo) یا د سپېڅلتوب پگړۍ د دغې مقدس مآبې طبقې له سره غورځوي او پرځمکه یې پرېباسي. بوډلېر د «هالې ورکېدل» (Loss of Halo) تر نامه لاندې د منثور شعر یوه په زړه پورې ټوټه لري او په کې وايي چې دی یوه کس په یوه نوم بد ځای کې ولید او ویې پېژانده. هغه کس په ډېر تعجب سره پوښتنه وکړه: «ته او دا ځای؟ تاسو په دې بدنام ځای کې څه کوئ؟» بوډلېر په خپل شعر کې زیاتوي، کله چې له ښاره تېرېده د پاریس په یوه گڼ مېشته واټ کې یې سپېڅلې هاله (چې په دې لیکنه کې پگړۍ بلل شوې) له سره ولوېده او ویې نه شو کولای چې بېرته یې پورته کړي. نو له ځان سره یې وویل اوس چې هاله نه شته او خلک یې هم له هالې پرته نه پېژني، ښه ده چې د ښار دغې بدنامې سیمې ته هم سر ورښکاره کړي. د بوډلېر په اند، ښار او د هغه واټونه سپېڅلې هالې له ستوني تېروي یایې پر ځمکه پرېباسي او لکه څرنگه چې کارل مارکس وايي، ښارونه هر مقدس او سپېڅلی څيز پر ځمکه راغورځوي. که څه هم زموږ ملایان او طالبان هڅه کوي چې د کلي فرهنگ په ښارونو کې پلی کړي او ښارونه په کلیو بدل کړي خو په پای کې همدا ښار دی چې بری به مومي؛ که څه هم د کابل په څېر د مړو ښار وي.
بېوزلي او له دین سره یې تړل:
لکه څنگه چې په پيل کې هم وویل شول، په افغانستان کې د دیني غورځنگ واقعي قدرت له شتمنیو، مادي امکاناتو او سیاسي دبدبې څخه سرچینه نه اخلي بلکې له هغه معنوي او روحاني نفوذ څخه راوځي چې ملایان یې د افغانستان په بېوزله او بې سواده ټولنه کې لري. له اضافي عاید پرته پر کرنې او مالدارۍ د افغانانو متکي ژوند، د بار فیلډ په خبره داسې ورځني زحمت او خوارۍ ته اړتیا لري چې تصور یې تقریبا ً نا شونی دی. په دې ډول یوه فضا کې، کلیوال یا حتا د ښاري ټولنې لویه برخه خلک فقیرانه او له بېوزلۍ سره مل ژوند لري.
ملایانو له دوو لارو د افغان وگړو له دغه فقیرانه ژوند سره تعامل کړی. لومړی لار، د فقر دیني توجیه او د فقر له آخرتي گټو او پایلو څخه د کلیوالو ذهنونه ډکول او دغه راز د ټاکل شوي برخلیک منلو او قناعت کولو ته هڅول چې مقابل ټکی یې د شتمنۍ او ځواک، شتمن او ځواکمن غندل و. مثلا ً دا چې شتمن او بډای خلک یوازې همدا دنیا لري او بله دنیا به د بېوزلو او غریبو خلکو وي. دویمه لار، د افغان وگړو په فقیرانه ژوند کې د هغوی گډون؛ داسې چې د ملایانو رزق او معیشت عملا ً د خلکو له مرستو سره تړلي وو. یانې دا چې هغوی په هغو خبرو عمل کاوه چې د فقر، غریبۍ، قناعت او برخلیک په اړه به یې خلکو ته کولې.
د خلکو له غریبانه ژوند سره د دیني عالمانو او ملایانو دغه عملي او نظري تعامل د افغانستان د مسلمانو کلیوالو په ذهن کې د فقر او دین ترمنځ یو ډول پیوستون او رابطه جوړه کړې ده. کولای شو ووایو چې د فقر او دیندارۍ دغه پیوستون او په پایله کې بېوزلان (د افغانستان غوڅ اکثریت خلک) او د دین ټېکه داران (ملایان) زموږ په بېوزله مذهبي ټولنه کې د روحانیونو د پراخ قدرت اصلي ریښه وه او ده. خو په تېرو دوو کالو کې له هغه وروسته چې ملایان د سترو شتمنیو او امکاناتو خاوندان شول، دغه تعامل او پیوستون د شلېدو په حال کې دی. د بېوزلۍ او غربت ځپلو افغانانو د سترگو پر وړاندې د قدرت، سیاست او ثروت په خم کې د دیني متولیانو ډوبېدل او د شریعتي په خبره د زور، زرو او تزویر اتحاد به په اوږدمهاله کې له شک پرته د افغان روحاني ټولنې وقار او معنوي پرستیج نه یوازې له ننگونو سره مخ کړي بلکې پرځمکه به یې پرېباسي.
پر لوړو حکومتي څوکیو ناستو دیني عالمانو او ملایانو د اخلاقي فساد اړوند خبرونو او ویډیوگانو پراخ انعکاس د هغه لومړني شوک ښکارندويي کوي چې د مذهبي متولیانو چلند مذهبي ټولنې ته ورکړی دی. همدا دیني عالمان وو چې دا باور یې د افغانستان د خلکو په ماغزو کې ځای کړ چې قدرت او ثروت د انسان بنیاد د فساد او تباهۍ په لوري راکاږي او په پایله کې ځواکمن او شتمن کسان فاسد وي، ایمان او دین یې له منځه ځي. اوس چې دوی خپله د قدرت او ثروت په گدۍ ناست دي، ښکاره خبره ده چې د قدرت او ثروت د فاسد گڼلو په تړاو د هغوی څرگندونې به د خلکو په یاد وي او له همدې لیدلوري د دوی په اړه هم قضاوت کوي. مگر دا چې د جورج اورول(George Orwell) په وینا له خپلو خبرو په شا شي. نوموړي په خپل مشهور ناول «د حیواناتو کرونده» کې وايي، اوس د لاړ شي او خلکو ته دې ووایي چې قدرت او ثروت انسان فاسدوي او ایمان یې له منځه وړي مگر دا چې د ملایانو په لاس کې وي!
د واکمنې ډلې په گټه د منبر او مذهب مصادره:
د منبر له لارې د واکمنې ډلې د سیاستونو توجیه کول او د سیاست په گټه د مذهب مصادره هغه هم په داسې وخت کې چې اطلاعاتو او د افغان وگړو پر وړاندې د سیستماتیک ظلم په اړه معلوماتو ته لاسرسی تقریبا ً په ټول هېواد کې شته دی، د وخت په تېرېدو سره به خلک د ملاییزم پر وړاندې ودروي او د سپېڅلتوب پگړۍ به د دغې طبقې له سره پرېباسي.
که په لوېدیځه نړۍ کې د کلیسا، دیني متولیانو او مطلقه مذهبي حکومتونو د تقدس ماتېدنه هېڅ په پام کې ونه نیسو، یو له هغو هېوادونو زموږ لوېدیځ گاونډی ایران دی چې لږترلږه په سیاسي لحاظ له افغانستان سره ورته توب او مشابهت لري. له نن څخه شاوخوا څلور لسیزې وړاندې بېلابېلو چپي او ښي اړخو گوندونو او ډلو ټپلو لاس سره یو کړ ترڅو د ایران نوښتگر شاه د واک له پلاز څخه را ښکته کړي. ورپسې همدا اخوندان (ایراني ملایان) وو چې د چارو واگې یې په لاس کې واخیستې او خپل مذهبي حکومت یې جوړ کړ. ایراني اخوندان د وخت په تېرېدو د ټولو سیاسي، اقتصادي، نظامي او دیني چارو متولیان شول او په پرله پسې توگه یې هڅه وکړه چې د ایراني ټولنې په ذهنیت کې خپل نفوذ لا پسې پراخ کړي؛ خو سره له دې چې له قدرت څخه پر دغې ناوړه گټنې، زور کارونې او زر زېرمه کولو، فساد او د خلکو ربړولو باندې له څلورو لسیزو ډېر وخت اوړي، ښکاري چې نور هغه مقدسه هاله او عمامه پر ځمکه لوېدلې چې د ایراني شیعه روحانیونو په سر تړل شوې وه.
د ایران د تېر کال په لاریونونو کې د (ښځه، ژوند، آزادي) غورځنگ د فعالیتونو یوه برخه د ایراني اخوندانو پگړۍ غورځونه «عمامه پراني» وه؛ هغه څه چې په ایران کې د واکمن رژیم سیاسي مخالف روحاني مولوي عبدالحمید یې د واکمن رژیم د جنایتونو پر وړاندې د دیني عالمانو د چوپتیا پایله بولي او وايي، ایراني دیني علما د واکمنو چارواکو هر ډول سیاست او ظلم توجیه کوي. عمامه د ایراني روحانیونو صنفي سمبول یا هماغه سپېڅلې هاله ده چې ټولنې یې پر سر اېښې وه. د عمامه غورځونې نهضت وښوده چې نور مذهبي روحانیونو خپل تقدس له لاسه ورکړی، پگړۍ یې پر ځمکه پرېوتې او خپل پخوانی ځای نه لري. که واکمنه ډله په افغانستان کې خپلو سیاستونو ته ادامه ورکړي، پایله به یې همداسې وي.
بیا هم لکه څنگه مو چې وویل، له بېوزلۍ، کلي، کلیوالي ژوند او کلیوالي ارزښتونو سره د روحانیت اړیکه یوه داسې ټینگه اړیکه ده چې د لسیزو او حتا سلیزو په اوږدو کې جوړه شوې او که چېرې دغه اړیکې شلېږي او د کلي – فقر- روحانیت په ځنځیر کې درځ منځته راځي، په عامه ذهنیت کې د دغې طبقې (ملا) نفوذ کمېږي او په بدل کې یې د انساني افکارو نفوذ ته مناسب بستر او اډانه چمتو کېږي. د حکومتي کاروونکو په توگه د ملایانو او علماوو فساد، شتمني ټولول، له زور او ځواک څخه ناوړه گټه اخیستل هم کولای شي د خلکو او ملایانو ترمنځ جوړ شوی واټن لا پسې پراخ کړي. همدارنگه له روان وضعیت څخه د دیني علماوو ملاتړ او د خلکو د مشروع غوښتنو پر وړاندې درېدل به د دین، دیني متولیانو او خلکو ترمنځ فاصله زیاته کړي.
په پای کې باید وویل شي چې دیني حکومت او د خپلو شخصي او گوندي موخو لپاره له دین څخه د وسیلې په توگه گټه اخیستل له گڼو بدگڼو سربېره یوه ښېگڼه هم لري؛ هغه دا چې خلکو ته د جعل او تزویر پټه څېره بربنډوي. دغه کار په لوېدیځه نړۍ کې څو پېړۍ وړاندې پېښ شو، زموږ په لوېدیځ گاونډ کې همدا اوس روان دی او سبا ښايي افغانستان کې هم پېښ شي.