شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد ایران حکومت د خپل هیواد ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو تګ...

د ایران حکومت د خپل هیواد ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو تګ منع کړ

تاند (یکشنبه، د قوس ۱۲ مه) د ایران د کرمانشاه ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو عمومي رييس وايي چې د دغه هیواد د ملي امنیت د عالي شورا په امر د کرمانشاه په شمول د ایران په ۱۶ ولایتونو کې د افغانانو اوسېدا، کار او سفر منع شوی دی.

د کرمانشاه ولایت دغه چارواکي، حمزه سلیماني ایسنا خبري اژانس ته ویلي چې د سږ کال له پیله تراوسه پورې په کرمانشاه کې د بهرنیو اتباعو او کډوالو د موندلو او نیولو اته پراخې هڅې شوې دي.

له بلې خوا ایراني ورځپاڼو نن راپور ورکړ چې ختیځ اذربایجان، لوېدیځ اذربایجان، اردبیل، زنجان، کوردستان، کرمانشاه، لورستان، چهارمهال او بختیاري، کهګیلویه او بویراحمد، ګیلان، مازندران، سیستان او بلوچستان، هُرمُزګان او همدان هغه ولایتونه دي چې د افغانستان ورتګ منع شوی دی.

له پاکستان سره هممهاله په ایران کې هم پر افغان کډوالو د ژمي په درشل کې فشارونه زیات شوي دي. کابو هره ورځ زرګونه افغانان له ایران څخه ایستل کېږي.

په ایران کې ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو پر تګ او یا اوسیدو بندیز داسې وخت اعلان شو چې د جمعې په ورځ په یزد ولایت کې د یوه ایراني ځوان له وژل کېدو سلګونو کسانو د یزد په میبُد (مې بود) سیمه کېئ د افغانانو پر کورونو حملې وکړې. تراوسه پورې د دغو حملو له کبله د تاوانونو یا مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي اعلان شوي خو یوې ایرانۍ ورځپاڼې (همشهري) په خپره کړې ویدیو کې ایرانیان ښوولي چې د افغانانو پر کورونو حملې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب