ليکنه؛ عبدالوحید وحيد
د تيرو ترخو تجربو او مشاهدو په رڼا کې موږ افغانان باید اوس پوه شوي واى چې د حکومتونو نسکورول هيواد ته د څومره ستر توپان لامل ګرزيدلى شي او د نظامونو نړول ولس ته څومره ستر ناورین رامنځته کولاى شي، خو متأسفانه زموږ ډيرى سياستوال دَ هېواد د تباهي او د ولس درد د درک له وړتیا څخه محروم دي، د واک او ثروت تندې يې په عصبي سیستم حمله کړې ده. د تعصب سرطاني ويروسونو ځپلي دي، د وطنپالنې او ولس پالنې احساس يې فلج شوى دى. هغوى له تير تاريخ څخه د زده کړو هڅه نه کوي، يا له تير تاريخ څخه د زده په اهميت باندې نه پوهيږي او اوس هم د نظامونو نسکورول د ستونځو حل ګڼي.
عجيبه خو لا داده چې که له واک څخه بى برخې شوي سياستوال په خپله له خپلو افغانانو سره اختلافاتو ته د حل لارې په لټون کې پاتې راځي، نو د قوم ژبې او سمت په نوم د تعصب لمبو ته په لمن وهلو خپل سياسي دوکانونه چلوي، له پرديو څخه داسې هيله کوي چې راشي، د هغوى د ګټو خوندیتوب ته په ژمنتیا، د هغوى د خواهشاتو او فرمايشاتو په چوکاټ کې افغان واکمنان ورته ووژني او واک هغوى ته وسپاري، خو دَ نړيوالې ټولنې لخوا د تير نظام نيمګړتياو او بالاخره نسکوريدو ته په کتو داسې ممکن نه ده.
له پردیو څخه د پرديو په بمونو ټانکونو او توپونو باندي د خپل ښه يا بد حکومت د نړولو غوښتنه هغه ناځوانمردانه او شرموونکې هيله مندي ده چې موږ ته يې دوه لسيزې مخکې بوږنوونکې عواقب رامنځته کړل او فاجعو ته يې لاره پرانیسته. د حيرانتيا خبره ده چې پرديو له خپلو تيرو تېروتنو څخه د عبرت درس واخیست او داسې ښکاري چې د راتلونکې لپاره به کله هم د ځواکونو د را استولو له لارې د نظام د نسکورولو نوښت ته زړه ښه نه کړي، خو پوښتنه داده چې موږ ولې له تيرو سهوو څخه د زده کړو کولو همت نشو کولاى او لاهم له پرديو څخه تمه کوو چې راشي، زموږ حکومت راته نسکور او واک موږ ته وسپاري؟
لرې او نزدې پرديو د تيرو پنځو لسيزو په اوږده موده کې په يو او بل ډول په افغانستان کې خپل ډيرى ستراتيژيک اهداف ترلاسه کړل. يوازې موږ افغانانو هر څه وبايلل. ملي وياړونه مو له لاسه ورکړل، ملي يووالى مو ټکنى شو، ډير نظامونه او حکومتونه مو ونړول خو د ولس د ارادو ممثل نظام مو تر اوسه پورې جوړ نکړاى شو. هېواد مو له بې شمېره ننګونو سره مخ دى، خاوره مو د پرديو د نيابتي جګړو ډګر وګرزيده او ډيرى ولسي وګړي مو د فقر له کرښې څخه ښکته ژوند کوي. له پنځو لسيزو راهيسې د تاریخ په پاڼو کې دَ نظام جوړولو ثبت نه لرو. متأسفانه موږ لاهم نه پوهيږو چې په پردي توپک او پردي لګښت د نسکورولو زمريان خو د جوړولو ګيدړان يو.
د واک په ماڼيو کې ناست خلک هم پريښتې نه دي. هغوى هم د واک حرص ليوني ګرزولي دي. د هېواد ښيزازي، د ولس هوساينې، د ملي يووالي شاخصونو او د ملي مشارکت پرنسيپونو ته له کتو پرته واک او ملي شتمني شخصي ملکيت، هېواد مفتوحه خاوره او ولس غلامان ګڼي، خو دغه ډول اتوکراتيک حکومتونه هم په يويشتمه پيړۍ کي د منلو او چلن وړتیا نه لري.
په زغرده وايم چې د طالبانو په حکومتولي کې د انحصاري بڼې او يوازې په زور باندي د تکيې کولو د دوکتورين مخالف يم. تصور هم نشم کولاى هغه استبدادي فکر توجیه کړم چې په سترو ملي پريکړو کې د ولسونو له هر اړخیز ملاتړ او مشروعیت پرته، په ځانګړي ډول د داسې نظام ملاتړ وکړم چې له هر ډول علمي او منطقي استدلال پرته د نيمايي ملت په زده کړو باندي د توپک په زور بنديز لګوي او په عين حال کې د اسلامي نظام د پلى کولو د دعوې پاراډوکس ته د مشروعیت ورکولو استدلال وړاندې کوي.
البته داهم وايم چې د تاریخي، سیاسي، ټولنیزو او پوځي عواملو له هر اړخیزې ارزونې او زموږ په هېواد کې د بدلونونو ځوروونکي شاليد ته په کتو به داسې تصور کول خيال خوب او محال وي چې د طالبانو د حکومت نسکورېدل او يا هم نسکورول به اوسني ترينګلي او کړکېچن وضعیت د ښه کېدو لامل وګرزي. طالبان ښه او که بد دي خو دروند ځمکني واقعیت او له لسیزو راهیسې په افغانستان کې په يو او بله بڼه واکمن او ځواکمن اړخ دی. تاريخ شاهد دى چې د زور له لارې د هغوی د لیرې کولو هر ډول هڅه به په ټولیزه توګه د هېواد او سیمې لپاره د پام وړ بوږنوونکې پایلې ولري.
د دې لپاره چې په زور د طالبانو د حکومت د نسکوریدو احتمالي اغیزې درک کړاى شو، اړینه ده چې د افغانستان تاریخي بدلونونو ته سرونه ورښکاره کړو او د تاريخ پريکړو ته ځير شو. دغه هېواد د جګړو، نا امنيو او بې ثباتۍ اوږده سابقه لري، چې بېلابېلو ډلو د واک لپاره له مختلفو ادرسونو څخه جګړه کړې، په مختلفو نومونو او عنوانونو يې د واک او ثروت ترلاسه کولو لپاره خپلمنځي سيالي کړې ده، هېواد يې کنډواله کړى او د تاریخ په سخت قضاوت محکوم شوي دي. طالبان په ۱۹۹۰ لسیزه کې د واک په سر د ځينو تش په نامه جهادي ډلو د جګړې او د کابل د کنډواله کيدو په پايله کې د یوه مهم ځواک په توګه راڅرګند شول او په 2001 کال کې د امریکا په مشرۍ یرغل يې حکومت نسکور کړ، خو دوه لسيزې وروسته يې امريکا ماته او افغان حکومت نسکور کړ او د دوهم ځل لپاره په افغانستان باندې حکومت کوي، خو ستونځه لاهم پاتې ده.
د پرديو لخوا د زور له لارې د طالبانو د حکومت نسکورول به په افغانستان کې له پخوا څخه کړکېچن حالت نور هم ترينګلي کړي، په سيمه او ګاونډیو هېوادونو به ناوړه اغېزې ولري. دغه کار به يقيناً په افغانانو کې د وسلوال پاڅون روحيه پياوړې کړي د پام وړ ملکي تلفاتو لامل شي، کورني سخت غبرګون راوپاروي او د بشري فاجعو رامنځته کيدو لامل شي. د ځواک کارول يقيناً د یو باثباته هېواد جوړولو او ټول شموله حکومت د رامنځته کولو لپاره سياسي مبارزه زیانمنه کړي.
د نظامونو نړول به په افغانستان کې د تلپاتې ثبات او سولې له امله د هغو سيمه ييزو هيوادونو مشروع ګټې هم له ننګونو سره مخ کړي چې په افغانستان کې د ثبات په لټه کې دي. د پرديو لخوا پوځي مداخله په بالقوه توګه سیمه ایز تاوتریخوالی زیاتوي او د پراخو جیو پولیټیکل بدلونونو لامل ګرزي. د طالبانو د حکومت د نسکوریدو پیچلتیاو او احتمالي منفي پایلو ته په کتو، بدیلې لارې باید په پام کې ونیول شي. ډیپلوماټیکې هڅې، د نړيوال تعامل تسلسل او په ااا باندې د تعامل په وړاندې د ورته غبرګون ښودلو لپاره داسې فشار چي ولس ته يې په مستقیم او غیر مستقیم ډول زيان نه رسيږي، د OIC د هڅو تسلسل، د اسلامي علماو او ټولنيزو کادرونو د هڅو تداوم، د سمون او بدلون لپاره د افغان علماو، مدني ټولنو، قومي مخورو او رسنيو هڅول او ملاتړ کولاى شي په افغانستان کې د ننګونو د حل لپاره بديلې تلپاتې حل لارې وړاندې کړي. د زور له لارې د حکومتونو نړولو احتمالي پایلې په دقت سره وڅیړل شي او بدیلې لارې چارې ولټول شي چې په افغانستان کې ثبات، سولې او د اسلام د سپيڅلې دين له اساساتو سره سم بشري حقونو ته لومړیتوب ورکړي.
سلامونه،
د ورور عبدالوحید د لیکنې په تایید،
دا خو هر چاته جوته ده چې آبادول سخت او ستونزمن کار دی مګر ڼړول ډېر آسانه!!لکه ښه خبر او شکنځل!!
خشت اول ګر نهد معمار کج###تا ثریا مېرود دیوار کج!
د داوود خان له سپين جمهوریت څخه نیولې تر اوسني اِاَاُ په منځ ته راوستلو کې د خارجیانو بیشرمه مداخلې؛بې له دې چې نړیوال کنوانسیونونه ،د بشر حقونو اعلامیې ؛او د خلکو کلتورونه او تاریخونه ،په نظر کې ونیسي ،یو
دوهم پخپله د افغانانو افراطي شخصپرستي او لکه ؛په بښنې سره د ګډو ،پسونو، بزو،چرګو، ګیدړو،غواوو، اسپو، او کچرو …؛ د ځینو بې سواده، بې احساسه بې سړیتوبه بې ایمانه او بېغیرته تپل شویو تش په نامه راهبردانو ! پسې لکه ړندو تګ او دهغوی د یوې جینګې خندا یا یو څو مردارو سنټونو لپاره خپل وروڼه وژلي، ورک کړي،شکنجه کړي، بیکاره کړي، بیګار کړي او داسې نور…چې پایله کښې عُقدې او کينې زیاتې شوي او دا بیرته بهرنیو او د هغوی ګوډاګیانو تبر ته لاستی ورکړی چې اتنیکی،ژبني، سمتي، ګروهي،مذهبي او طبقاتي ډیوایډ اڼډ روول وکړي او د خپل هیواد ودانولو پر ځای د بهرنیو ګټې وساتي ؛
+ صرف جاپان او جرمن او هم له ویتنام ولسونو او دولتونو نه الهام اخیستل پکار دي!!!
سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ جناب زړور صافي صاحب محترمه
ستاسو د نظر په تأئيد بايد ووايم چې يقيناً موږ د بهرنیو لاسوهنو په هکله زموږ متزلزل او متذبذب دريز او د سياسي مشرانو د دروغجنو ژمنو شعارونو او چيغو په هکله زموږ ړوند تقليد او د پټو سترګو ملاتړ موږ نه دين کړو نه د سادين.
همدغه شان ولسونه چې مشران په نسب زمنو شعارونو او هوايي وعدو باندې خطا کيږي همدغه شان سرنوشت باندي اخته کېږي لکه موږ چې ورباندي اخته شوي يو.
مننه
بيخي ماسبه ليکنه وه.. خوښه مې سوه.
مننه عبيد خان
سلام
ترخه ډیر زیات دی بن بست له حده تېره کوم یو ه مشکل ته سړی وګوری دنیا په کومه روانه ده او موږ څه کوو؟
سلامونه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
بس د افسوس خبره همدغه ده چې دنيا چيرته او موږ بيچاره ګان چيرته پاتې يو
کوشش به کووو چي نور سره وزغموووو دنیاکي مار یو وي لکی یې شل وي زموږ وطن کي لکی یوه ده سرونه شل دي