Homeخبرونهد کابل پر رژیم د بلاول بوټو او د بلوچستان د یوه...

د کابل پر رژیم د بلاول بوټو او د بلوچستان د یوه ځایي چارواکي نیوکې

تاند (یکشنبه، د قوس ۱۲ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو مخکیني وزیر او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو او د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي په کابل کې د طالبانو پر واکمن رژیم تازه نیوکې کړي او تورونه لګولي.

بلاول بوټو ویلي چې طالبان له پاکستان سره د یوه حکومت نه؛ بلکې د یوې ډلې له ادرسه چلند کوي او دښمنانو ته یې د خپلو دښمنانو په سترګه نه ګوري.

د ده په ټکیو، که طالبان غواړي په رسمیت وپېژندل شي، باید د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته د خطرونو پای ته رسیدل ډاډمن کړي.

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي بیا طالب چارواکي پاکستان سره په دوه ګونې لوبې تورن کړي او ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان غړي یې دغه هېواد ته نه دي سپارلي.

طالب چارواکو د پاکستاني چارواکو او سیاستوالو وروستیو تورونو ته ځواب نه دی ویلی، خو مخکې یې ویلي چې پاکستاني چارواکي دې د خپلې خاورې امنیت خپله ونیسي او دوی نه دې د امنیت تامینولو تمه نه کوي.

3 COMMENTS

  1. بلاول جانه ته چېرته وې چې د مور پلار ذوالفقار علي بوټو د شهيد سردار محمد داوود خان وخت کې د هغه دريو ورتښتېدلو فراريانو له ورتلو څنګه معامله وکړه؟
    دا جهاديان مهاديان او دا طالبان مالبان مو چې په پېښور،ميرانشاه او کويټه کې دېره کړي ول، نو د دوي په ساتنې مو له افغان حکومتونو سره څنګه معامله کوله؟
    هلته خو هم حکومت وو او تاسې له افغانستان سره د يو حکومت په توګه د دې دبله مارو په ساتنه او دېره کولو څه ډول برخورد کولو؟
    تاسې له افغان حکومتونو سره د يوې ډلې په توګه برخورد کولو او که د يو حکومت په توګه؟
    دا خو همدا تاسې وئ چې د طالبانو په راتلو مو چشنونه جوړ کړل ولې هغه مو هېر شول؟
    تاسې خو د يوې پينځمې صوبې خوبونه ليدل او بوديجه مو ورته ټاکله هغه څنګه شوه؟

  2. په کوم څه چې تاسې افغانستان ملامتوئ ، هغه ټول د تا د مور له خېټې راوتلي دي . ستاسکه ورونه دي . که یوه ګوته افغانستان ته نیسې د تا څلور خپل ځان ته قات کیږي . دا د تا د مور او د ذالفقار بوټونو ګناه وه ، له هغې وپوښته چې دا ټالب ، مجاهد ، داعش او نور د له کومه کړل .؟

  3. دا د رڼډۍ زوی د سره له اڅکایانوًغپیږي.د سپي په خوله ددریاب اوبه نه مرداریږي. سي کرې هغه به ریبې طالبان باید د کندهار تخت ونړوي او دغه خنزیر د هیبتو پوم د ای ایس ای ماسلذمردار او د پنجاب غاښونه ور مات کړي . دوۍ ددواړه پولې بیخي وتړي چرګ کم غول یې کم. 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...