پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهڅو امریکايي چارواکي د افغانانو د انتقال په اړه له پاکستاني چارواکو...

څو امریکايي چارواکي د افغانانو د انتقال په اړه له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي

تاند (یکشنبه، د قوس ۱۲ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، څو جګپوړي امریکايي دیپلوماتان به روانه میاشت د افغانستان په اړه د سلامشورو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندویې زهرا بلوچ نن (یکشنبه) په یوه بیان کې وویل، دواړه هیوادونه د سلامشورو د بهیر د چټکولو لپاره هم له یو بل سره دا کتنه کوي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاندې نه دي ویلي چې امریکايي دیپلوماتان به کله اسلام اباد ته ورشي خو یادونه یې کړې چې هغوی به په راتلونکو ورځو کې پاکستان ته سفر وکړي.

په وروستیو کې امریکا تر ډېره پاکستان ته شا اړولې او کوم مهم امریکايي چارواکي دغه هیواد ته سفر نه دی کړی.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د کډوالو، وګړو او مهاجرت په چارو کې د بهرنیو چارو مرستیاله جولیتا والس نویس به د دسمبر په څلورمه (یعني سبا) پاکستان ته لاړه شي.

د دغه وزارت پر اساس، نویس به د دسمبر تر ۶ پورې په اسلام اباد کې وي او په دې موده کې به د پاکستان د حکومت له مشرانو او دغه راز د ناحکومتي موسسو او نړیوالو ادارو له استازو سره وویني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې اغلې نویس به د هغو کسانو د خوندیتوب په اړه خبرې وکړي چې له خطر سره مخامخ دي.

د دې امریکايي چارواکې د سفر د اجنډا اصلي موضوع له پاکستان څخه امریکا ته د هغو افغانانو د انتقال د پروسې چټکتیا ده چې امریکا ته د لېږد په شرایطو برابر دي او په پاکستان کې د پولیسو له لوري ځورول کېږي.

له دې جلا په پام کې ده چې د دسمبر په اوومه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ او د دسمبر په ۹ مه د پاکستان لپاره د امریکا استازې الیزابت هورسټ هم پاکستان ته جلا جلا سفر وکړي.

د دوی ټولو د سفر اصلي هدف دا دی چې په څه ډول له خطر سره مخامخ افغانان ژر اوخوندي امریکا ته ولېږدول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب