پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهبلجیم د اروپايي اتحادیې تر نورو هیوادونو ډېر افغان کډوال رد کړي

بلجیم د اروپايي اتحادیې تر نورو هیوادونو ډېر افغان کډوال رد کړي

تاند (یکشنبه، د قوس ۱۲ مه) د اروپايي اتحادیې د مهاجرت د فدرالي مرکز (Myria) د کالني راپور پر اساس، بلجیم د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو په منځ کې په متوسط ډول تر نورو هیوادونو د ډېرو افغان کډوالو د پناه غوښتنلیکونه رد کړي دي.

په ۲۰۲۲ کې ۵ زره ۷۰۰ افغانانو په بلجیم کې د پناه لومړني غوښتنلیکونه وړاندې کړي چې د ټولو پناه غوښتونکو په سلو کې ۱۸ کېږي.

د دې راپور پر اساس، له څو کلونو راهیسې تر نورو ملیتونو د افغان پناه غوښتونکو شمېر ډېر دی.

له ۳۲ زره ۲۱۹ کسانو څخه، چې تېر کال یې په بلجیم کې د پناه غوښتنه کړې له افغانانو وروسته دوهم سوریه وال او درېیم د برونډي اتباع ول.

د مهاجرت فدرالي مرکز ویلي:«ځینې افغان پناه غوښتونکي که بېرته افغانستان ته واستول شي، ممکن له بد چلند یا حتي غیرانساني چلند سره مخامخ شي چې دا د اروپا د بشري حقونو د محکمې د ۳ مادې پر اساس منع اقدام دی.»

د مهاجرت د فدرالي مرکز په وینا، هغه چارواکي، چې د پناه غوښتونکو اړوندې چارې څېړي د پناه غوښتونکو د پناه د غوښتنلیکونو د څېړلو او ارزولو په مهال د هغوی د خطر په باب پوره څېړنه نه کوي.

دې ادارې غوښتنه کړې چې قانوني تدابیر دې غوره شي او داسې لارې چارې دې په پام کې ونیول شي چې د پناه غوښتونکو قضیې په دقت وڅېړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب