Homeخبرونهاروپایي ټولنې د افغانستان د ۴۰۰ ښوونځیو د رغولو ژمنه کړې

اروپایي ټولنې د افغانستان د ۴۰۰ ښوونځیو د رغولو ژمنه کړې

تاند (یکشنبه، د قوس ۱۲ مه) د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د استازیتوب سرپرست رافایلا ایودیس د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست ته د ۴۰۰ ښوونځیو د رغولو ډاډ ورکړی.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي چې د دې لیدنې پر مهال طالب وزیر حبیب الله آغا د یادو ښوونځیو د رغولو لپاره خپل یوه همکار بنسټ ته د پیسو سپارلو ډاډ ورکړی.

معلومه نه ده چې دا ښوونځي د نجونو که د هلکانو دي او د کومو ولایتونو اړوند دي؟

په افغانستان کې د طالبانو له لوري له لومړنیو ښوونځیو پرته، د نجونو پر زده کړو له بندیز سره بیا هم یو شمېر نړیوال بنسټونه د نجونو او هلکانو د ښوونځیو جوولو ته دوام ورکوي.

خلک بیا نیوکه لري چې د نجونو پر زده کړو له بندیز سره به هغوی ته د ښوونځیو رغول بې ګټې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...