جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهروان کال کې له طبیعي پېښو د ۲۰ میلیون افغانانو اغېزمنېدل

روان کال کې له طبیعي پېښو د ۲۰ میلیون افغانانو اغېزمنېدل

تاند (یکشنبه، د قوس ۱۲ مه)  طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د وزارت ویاند ملا جانان سایق وايي چې تېر کال د اقلیمي بدلون له امله نږدې ۲۰ میلیونه افغانان اغېزمن شوي.

سایق په تازه څرګندونو کې یې ویلي، د دې غمیزې په پام کې نیولو سره باید د اقلیمي بدلون نړیوالو غونډو کې د ګډون لپاره د افغانستان استازو ته هم بلنه ورکړل شي.

په پکتیکا او هرات کې درنې او مرګونې زلزلې، په ډېرو ولایتونو کې سېلابونه، پراخه وچکالي او ځینې نورې پېښې د طبیعي پېښو له تر ټولو لویو بېلګو ګڼل شوي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون له تر ټولو زیاتو زیانمنیدونکو هېوادونو ګڼل شوی.

د طالبانو چارواکي نیوکه لري چې نړیوال باید د اقلیمي بدلون اړوندو ناستو کې د دوی استازو ته د ګډون حق ورکړي.

دوی او یو شمېر افغان چاپېریال پوهان ټینګار لري چې نړیوال باید افغانستان سره په دې او نورو برخو کې سیاسي چلند ونه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب