پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد طالبانو لخوا د ایډز ناروغۍ د نړیوالې ورځې نمانځنه

د طالبانو لخوا د ایډز ناروغۍ د نړیوالې ورځې نمانځنه

تاند (یکشنبه، د قوس ۱۲ مه) د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن د ایډز ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ نمانځلې ده.

د عامې روغتیا وزارت لپاره د طالبانو د رژیم د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده د دې ورځې د نمانځنې موخه د عامه پوهاوي لوړول، په ایډز ناروغۍ د اخته ناروغانو روغتیايي خدمتونو لاسرسی او په دې برخه کې د معلوماتو شریکول ښودلي.

هغه همدا راز ویلي، دوی ژمن دي چې ټولو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه د هېواد په ټولو برخو کې وړاندې کړي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

 طالب چارواکو په دې غونډه کې پر ایډز ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر او وضعیت په اړه څه نه دي ویلي.

څو کاله وړاندې په افغانستان کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نیږدې ۲۰ زره تنه ښودل شوی و.

2 COMMENTS

  1. دوی خو هیڅ کومه ورځ نه لمانځی نو دایډز ورځی ولی لمانځی له دی معلومیژی چی ډیر په ایډز اخته دی

  2. ایډز څو ډولونه لری:
    بدنی ایډز
    روحی ایډز
    سیاسی ایډز
    فرهنګی ایډز
    اخلاقی ایډز
    قومی ایډز
    سمتی ایډز
    اقتصادی ایډز
    فکری ایډز
    عقیدتی ایډز
    حکومتی ایډز
    فردی ایډز
    اجتماعی ایډز
    او نور
    د طالب حکومت هم یو ډول کمزوری ایډز دی او که ئی درمله و نه سی نو ممکن د افغان د هراړخیز موجودیت بدن ته سخته صدمه ورسوی.
    د ایرلینډ د هیواد د نامتو او منصف او استعمار ضد فیلسوف ( برنارد شاؤ ) سترګی نیویارک ته د سفر په وخت کی د آزادی! پر مجسمه ( شین شیطان کوم چی سوځوونکی اورین ګرُز ئی پلاس کی نیولی دی ) وموښتی، د تجاهل العارف له مخی ئی د یو امریکائی څخه وپوښتل چی شریکه دا شنه بلا ولی دلته ولاړه ده؟ هغه ور ته وویل چی دا د ” آزادی مجسمه ” ده.
    شاؤ په تحقیر آمیزه تبسم ور غبرګه کړه چی:
    ” زموږ په وطن کی هم چی کله یو مشهور شخص مړ سی نو ئی مجسمه جوړوو.”.
    خبره می دا ده چی:
    طالب به یاد کنفرانس کی د کوم ډول ایډز سره د مبارزی تعهد سپارلی وای؟
    وولس د مرګ په حال کی دی او طالب جان ور ته د آسپرین بایر د درمل تجویز وړاندی کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب