پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد دیورند کرښې دواړه خواوو ته د زلزلې ټکانونه احساس شول

د دیورند کرښې دواړه خواوو ته د زلزلې ټکانونه احساس شول

تاند (یکشنبه، د قوس ۱۲ مه) څو شېبې وړاندې یوې نسبتاً زورورې زلزلې، چې مرکز یې ډیورند کرښې ته څېرمه و، پکتیکا، پکتیا، خوست، غزني، ژوب، لورلايي او د خیبر پښتونخوا ځینې سیمې ولړزولې.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د اټکل پر اساس، د دې زلزلې، چې د افغانستان د شپې په ۱۱ او ۵۲ دقیقې وشوه، شدت د ریښتر په کچه ۵ اعشاریه ۲ او مرکز یې د مځکې له سطحې  ۱۰۳ کیلومتره او ۸۰۰ متره لاندې و.

د دې زلزلې لومړی راپور د هند د زلزله پېژندنې ادارې ورکړ.

د جرمني د زلزله پېژندنې اداره وايي چې د دې زلزلې ټکان د بلوچستان ایالت په ژوب کې، چې د زلزلې له مرکزه ۱۱۴ کیلومتره لېرې دی او همداراز د خیبر پښتونخوا په ټانک کې، چې د زلزلې له مرکزه ۱۰۱ کیلومتره لېرې دی، احساس شو.

دې ته په کتو چې د زلزلې مرکز تر مځکې نسبتاً ډېر لاندې و، هیله شته چې زلزلې به تاوانونه نه وي اړولي.

تېر کال په پکتیکا او خوست کې زلزلو تر زرو ډېر کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ کړل.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب