یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+دا یو نعمت موږ خپله پر ځان حرام کړی | حضرت عثمان...

دا یو نعمت موږ خپله پر ځان حرام کړی | حضرت عثمان نوري

په پښتني ټولنه کې له بده مرغه دا یو حقیقت موږ ته په میراث را پاتې دی، چې تل مو نور څارلي، سر مو ور پسې ور تاو کړی او همدا فکر کوو، چې دی څه کوي؟ ولې یې کوي؟ له کومه یې کوي؟ له چا سره ګوري؟ ولې ګوري؟ څنګه ګوري؟ ښه یې ګوري که بد ؟ سهار له لوري څه کوي؟ پس له وخته څه کوي؟ په ټيلیفون له چا سره غږېږي؟ د دې خبرې خو هسې هم اوري، خو نهایت به هڅه کوي، څو د مقابل لوري چې په ټیلیفون ورسره غږېږي، هم واوري، خپل یو غوږ به یې ورته نږدې کړی وي، داسې به ځیر وي، لکه ښکاري چې د ښکار لپاره لټ کش کړی وي، فقط ټکان ته منتظر وي.

موږ د ټولنې یوه برخه یوو، هغه برخه چې څښتن تعالی ورته د اشرف المخلوقات خطاب کړی دی، دا ټولنه ده چې له موږ مشتمله ده، دې که به اوله درجه شتمن هم وي، دوهمه، درېیمه، څلورمه، پنځمه، شپږمه، اوومه، اتمه، نهمه، لسمه او ښکته نور درجه بډایه هم شتون لري، خو اساسي ستونزه زموږ شتون نه دی، ستونزه دا ده چې موږ د عقدې له کبله د ځان او د نورو د تخریبونې لامل ګرځو.دومره عقده چې موږ د نورو ځور ته مجبوروي، ښايي په خټو کې را اخګل شوې وي؛ ژوند د تغیر نوم دی او دا تغیر باید موږ حتمي کړو، دا چې موږ د نورو څار کوو، بدې ردې پسې وایوو، پټ پسې څار کوو، پټ څار خو لا څه کوې، چې ډېری وخت آن پرې ورسره سر هم ماتوي، ډغرې ورسره وهي، د مال او شتمنۍ پر سر ورسره حسابونه او کتابونه کوي، ته به فکر وکړې، ګویا قلنګ  دی، در څخه غواړي یې.

دې ته خو هېڅ اړتیا نه شته، چې نور دې وڅارو، څارل لا څه چې آن د کار، ژوند، شتمنۍ او امدن په هکله د خبرو حق ورسره لا نه لرو، له همدې کبله خو هر انسان مکلف دی، څو د خپل ژوند چارې په خپله په ښه توګه کنترول کړي، ښه او بد سره جلا کړي، د خپلې ګټې وټې لپاره فکر وړی شي، د دې پر ځای چې نور وڅاري، کار روزګار یې تر سترګو لاندې ونیسي، ښه ده چې د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړي، هغه راتلونکی چې بیا یې ښایي هېڅوک هم لاسینوی ونه کړي. هر څوک د خپلې برخې څخه برخمن کېږي، هغه برخه؛ څومره یې چې هڅه کړې ده، څومره چې یې زیار ګاللی او څومره یې چې قرباني ورکړې ده.

ډېر خلک بیا لا داسې فکر کوي، چې دی به ښه د میلیونرانو ژوند لري، کار – روزګار او ګټه وټه به یې ښه پرېمانه وي او په ټوله کې به ښه بس او پوره وي، تر نورو دې یې ښه اغوندي، ښه دې یې خوري، ښه دې یې څښي او ښه دې یې پالي؛ خو اصلا کیسه به دا ډول نه وي، منځ کې به دومره څه نه وي، څومره چې د نورو تر څار لاندې یي، څه ډول چې نور انګېري، څه ډول چې تا څاري او به ټوله کې څه ډول چې مناسبه نه وي.

هېڅوک هم دومره پوره نه دی، څه ډول چې موږ فکر کوو، هېڅوک هم دومره پر ځان بسیاه نه دی، څه ډول چې موږ انګېرو؛ خپله چارلي چاپلین په دې باور درلود، چې انسان باید په خپل ژوند باور ولري، که څه هم ډېرې ستونزې دې لري، خو بیا دې هم خپلې شونډې لا په دې نه خبروي، چې دی خفه دی.

له همدې کبله خو ډېری بریالي اشخاص په د چاپلین په دې باور هماهنګ دي او د یو باور په سترګه ورته ګوري.

ګرده نړۍ کې وګرځئ، داسې زړه به ونه مومئ، چې له دردونو دې لیرې وي، هر زړه له غمونو او دردونو ډک دی، داسې زړه به لا ونه مومئ چې د غمونو په پرتله دې درته د ډېرې خوښۍ اظهار وکړي، ښايي هغه لا ډېر څه ونه وايي، خو هغه چې ضرور وي او درته یې را پیل کړي، ښايي تېښتې ته مو اړ کړي.

 له همدې کبله خو ټینګار کوو او وایوو چې د دې پر ځای چې نور وڅارو، نورو ته د هغوی د اجازت او خوښۍ پرته سلا – مشورې ورکړو، یا هم د کار – روزګار په اړه ترې وپوښتو، څومره ګټې؟ څنګه یې ګټې؟ چا څخه یې ګټې؟ ښه یې ګټې؟ بده یې ګټې؟ او نور… دا ټول چټيات دي، هم ستاسې او هم د نورو لپاره بې ګټې فکر دی، هر څوک د خپل فکر پادشاه خپله دی، ځکه مسوولیت يې پر غاړه اخیستی، مسوولیت هم کوچنی نه؛ ښه لوی مسوولیت؛ بیا اړتیا ده چې نور خپل کار ته پرېږدو، که یې ملاتړ نه شو کولی، بیا نو باید اذیت هم ور ونه رسوو.

ډېر خلک په دې باور لري، چې ژوند سخت دی، دې کې شک نه شته، خو دا هم د هېرېدو نه ده، چې موږ باید ځان تر ژوند سخت کړو؛ ځکه که تر ژوند خپل ځان سخت نه کړو، بیا نو د بریالیتوب تر پړاوه رسېدل هم اسان کار نه دی، په همدې دلیل ځان سختو، لوړو او ژورو ته ورکوي، د نورو څخه تر هغه بریده چې خپله یې کولی شي، آن همکاري لا نه غواړي او نه هم ځان په لوی لاس نورو ته محتاجوي، معنی دا چې خپله انرژي په خپله مصرفوي، داسې چې دا پیل به متفاوت وي، ښه والی او کیفیت به لري.

برېمن خلک په دې هم باور لري، چې د خپل عمر غوښنه برخه باید په دې تېره نه کړو، چې فلانکی ښه خوشحاله دی، واده دی ورکره، خوښي ده، ګرده ورځ خوشالیانې دي او دوی دي، او نمانځي یې او نه هم باید د ژوند غوښنه برخه د نورو د کړنو قرباني کړو، چې ښه کار کوي، یا بد؟ ښه پایلې یې ویني یا بدې؟

ښه ده او غوره ده چې دا ډول حالت باید پای ته ورسوئ، خپله ځان څخه یو کرېکټر جوړ کړئ، داسې چې هم کیسې وګټئ او هم پیسې؛ نو که نیمه ارامتیا غواړو، بیا ښه ده چې د نورو څارل پرېږدو، د نورو څار د خپل ذهن تخریب دی، زور دی، ځان عبث بوختول دي او فتنه ده. نو هېڅ راز اندېښنې په زړه کې مه ساتئ، تېر هېروئ، نن یې ترسره کوئ او سبا ته چمتو والی نیسئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب