دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+د تیـڅـو ناکامور څلورم تلین | پوهندوی آصف بهاند

د تیـڅـو ناکامور څلورم تلین | پوهندوی آصف بهاند

«اې پردېس کاکا مراده!

 اې نامراده  بامراده!

 تا ته چا ویل افغان سه؟

 او تربور د تور شيطان سه

 مړو دښتونو ته ساه ورکړه

 اوبه ورکړه، رڼا ورکړه

 اې نامراد کاکا مراده!

 ته خبر نه یې چي دلته

د باروتو باران اوري

 د گلونو کښت گناه ده

 د غنمو کر جفا ده

د یزید او شمر جنګ دئ

د فرنګ، اورنګ نیرنګ دئ…»

(عبدالهادي عطایي ملا)

دا لنډې کرښې د افغانستان د ابادۍ او افغان انسان د نیکمرغۍ ارمانجن تیـڅـوناکامور د څلورم تلین په مناسبت لیکل کېـږي:

جاپانی ډاکتر او د افغان مظلوم انسان او افغانستان خواخوږی تیـڅـو ناکامورا، د افغانستان دوښمنانو د دې لپاره وواژه چې د افغانستان د ابادۍ او ښېرازۍ تخم یې د افغان انسان د ذهن په کرونده وکاره او عملاً یې د افغانستان ځینې مهم ځایونه د افغان انسان پر مټ داسې اباد کړل چې هم ابادي وه او هم د نړیوالو او افغانانو لپاره یو لوی درس؛ خو د افغانستان دوښمنانو د ابادۍ د فکرکرونکی بزگر وواژه او د پرمختگ او ابادۍ پیل شوې لړۍ یې په ټپه ودروله.

د ناکامورا وژنې ټوله سیمه ولړزوله، د افغانستان د ابادۍ او ښېرازۍ میـینان ـ پلویان هم هک حیران دي چې دا څه وشول؟ موږ خو یوه ستره هستي له لاسه ورکړه او… او قاتلین به یې هم حیران وي چې دا خو ډېره قیمتي متاع وه، موږ ولې په ارزانه وغورځوله.

بس هر څه چې وشول اوس شوي دي، خواره خواري د افغانستان او افغانانو ده چې خپل یو داسې خدمتگار یې له لاسه ورکړ چې بیا یې ځایناستی موندل یا ناشوني دي او یا به ستونزمن او د ډېر وخت غوښتونکی وي.

د افغانستان د دې خواخوږي پرمرگ د افغانستان د هر بادرکه بچي زړه غوڅ او ویرمن دی، د خپل وطن او خپلې کورنۍ یو غړی یې گڼي او داسې اوښکې پسې تویوي لکه خپل سکنی ورور یې چې له لاسه ورکړی وي.

زموږ د «مراد کاکا» او زموږ د «ناکامورا» د ککرې په گومبزه کې د انسانیت نغمې غـږېدې او د فکر کرونده یې د مینې په گلانو ډکه وه؛ خو د قاتلینو د ککرو په گومبزو کې یې د شهوت او حورو ته د رسېدو غږونو انگازې کولې، پرتلنه او قضاوت به یې بیا خدایتعالی کوي.

زموږ د «مراد کاکا» او زموږ د «ناکامورا» یاد به تل تر تله د هر با درده او د افغانستان پر ابادۍ او ښېرازۍ مین افغان له پاره؛ یو غمجن نستالژیک یاد وي چې هر کله به مو د ده دا یاد سوځوي، خو په هر پل کې به موږ ته یو پند او لوی درس هم وي، د مراد کاکا یادونه به له درد سره مل وي، خو د دې وطن هر وکړی به د کار، ابادۍ او ښېرازۍ له پاره نور هم هڅوي.

د تیڅوناکامورا د دریم تلین د درناوي په پار خپله هغه څلویزه بیا رااخلم چې د ده د مرگ خبر د اورېدلو په شېبه کې مې لیکلې وه:

مـــــراده نـــا مــــــراد شـوې، ملامـت یو موږ

تیـڅـو ناکاموراته، کاکا مراد ته

مـــــراده نـــا مــــــراد شـوې، ملامـت یو موږ

ښه ښاد وې اوس نا ښاد شوې، ملامت یو موږ

پــر پـل بـه دې پـل کـېـږدي ډېــر نـسـلـونه بیا

تـــه ټـــولــو تـه بـنـیـاد شـوې، ملامت یو موږ

۰۴/۱۲/۲۰۱۹

هيدرسلیف

ډنمارک

6 COMMENTS

  1. د انسانی ورورولی،لورینی،امانتداری او خدمت ښه نمونه یا سمبول کاکا مراد د مردانګی او سړیتوب
    ښه نمونه زموږ په خاوره کی،تیره نیمه پیړی کی بللی شو،چې تر ډیره خپل ټوان ،ثروت او امکانات یی
    د انسان د خدمت او نفع لپاره وقف کړی وو،چې ډدی خدماتو او عملی صداقت د اثبات لپاره،د کار
    ثمره یی د ښه شاهد په حیث وړاندی کیدای شی،که څه هم دَی مفید انسان وو د چا په ضړړ یا شر لپاره کوم
    ګام نه وو اخیستی،خو د انسانیت او خدمت ،جاهلو مزدورو دښمنانو د مسافر خادم په وژلو خپل دنائت او
    ارذلیت ثابت کړ،اجرتی قاتلان همداسی عمل کوی ،او د هغه وخت اداری هم د یوه واړه قوماندان یارشوتخور
    حکومتی مامور ،لازمه امنیتی تدابیر ورته نه درلودل،په هر صورت؛اوس موږ بیا خصوصاََ لیډران،امراء او
    علما باید دغی سوالونو ته ځواب ورکړی ،دا مسئله دتفکر،تعقل او تدبر وړ ده بیا بالاخص تربیتی مرکزونو او ادارو لپاره؛ځکه دا ډول انسانی خصوصیات بیا خصوصاٙٙ امراوو کی د غلا او لوټ مسابقه
    په فاستبقوا الخیرات بدلوی او په لږو امکاناتو ډیر کار تر سره کیږی او د ګدایی لاس لنډ او ملت بیا
    خپل عزت مومی، ځینی سوالونه دا دی
    ناکامورا خپلی پیسی دلته مصرفولی خو زموږ بلند پایه مامورینو د ګدایی پیسی په فیشن،وسایل سواری متکبرانه ،۱۸ رقم غوښی، بیځایه لعنتی سفرونه او غیر عاقلانه نور مصارف ۰۰۰۰۰۰ایا دا افتخار او شرافت دی که شرم او رذالت ؟
    ـ دکرسیو لپاره قیمت او رشوت څه افاده کوی؟
    ـ قومی ویش ، ملت جوړونه ده که ملت شیندنه ؟
    ـ د دولتی ادارو خریداری او مصارف پنځه الی لس چنده د مروجه مصارفو نه زیات وو ،کوم چې میډیا نشرول ، ایا دا کار عاقل ،تعلیم یافته انسان کول که ارذل الناس مدیر ،امر ،رئس ،وزیر او معاونینو؟
    ـ ایا څوک کومه داخلی یا خارجی موسسه ،اِن ـ جی ـ او پیژنی ،چی ضایعات یی د ناکامورا نه کم وی ؟
    دا او دیته ورته سوالونه ډدی لپاره نه مطرح کوم چې څوک ښه مسلمان یا ښه ماتریالست دی ؟ نه اولاََ باید ثابت کړو چی موږ ښه انسان یو،بیا نور لوړ مدارج د انسانیت تر ملائکو او حتی پورته غزیدلی
    ،اوس ضروری خبره دا ده چی د انسانیت د سقوط مخه ،اولئک کالانعام بل هم اضل ، نه ونیول شی او نارمل انسانیت څنګه اعاده کولی شو ،په اوسنی وخت کی دا ټولو مفکورو ته یو چلنج دی او عملی نمونی او مثبته نتیجه غواړی۰
    لطفاََ د اصلاح او د ملت د نجات لپاره دی قلمی جهاد کی برخه واخلی محضاََ لله الواحدالقهار۰

  2. سلامونه
    ډاکټر انجنیر ناکامورا یا مراد کاکا غوښتل افغانستان نه جاپان جوړ کړي۔
    دده په شان به ډېر ډاکټران جاپان کې تېر شوي ول خو ده سره انسانيت مينه وه ۔ دهمت ډ۔خبره مهمه نه وه چې په کوم دين او مذهب و۔ مقصد نيت او همت ې صاف ول
    بهاند ساب تا چې ویلي قاتلينو به ې افسوس کړی وي?! عجبه خبره۔په دا شل څلوېشت کلونو کې دې کوم قاتل غاصب تروريست فاشيست ليدلی چې پښېماني ې ښودلې وي یا په سزا رسېدلی وي???
    زه فکر کوم د دده په قتل کې د هغه اسټبلشمنټ تور لاس و چې پخپلو ډي سي او جعلي سامان ليکي made as Japan د مېډ ان جاپان پر ځای!!!
    اروا دې په لس واړه جنتونو شي۔ آمين۔ او برکتونه ې زمونږ پر ختيځو ځوانانو او لر اوبر ۔

    • DEAN”S HOTEL PESHAWAR CITY
      سلام
      شنیده کی بود مانند دیده! میکی دیوې مشهورې جاپانۍ متصدی وه . داهغه وخت وه چې یوشمیر کسانو له کمونستانو سره د هورا نارې وهلی خو اوس بل ډول لید لوری لری. په هرحال میکې د مراد کا کا څخه په قد ټيټ او دایزنګی هزاره ګی ډوله څېره یی درلوده لنګۍ به یی چې پرسر کړه جا پانی هویت کې یې پېژندل سخت کار وه. په هوټل کې دمیکی د کوټې نمره دپرژنېف کاریکاتور په سره ایکس یا چلېپا بوښول شوې وه.میکی د یوه بشپر راپور او عکسونو لپاره ډیر مهم وسایل درلودل.دفرانسې دلومند ورځپاڼه زموږ راپور لری چې میکی خپله قیمتی کامره د کامې څیر مه سیمه عملیاتو کې له لاسه ورکړه. کاندایی راپور اخیستونک د کا کا مراد تصویرونه لری چې پکول خوښېده دمیکی ملګری وه مرادصبور ا و آرام طبیعته سږی وه دهغه کارونه او برنامې له افغانانو سره وروسته پيل شوی او خیریه اړح یی درلود. هغه وخت احساساتی، لافو ، پټاکو ،دالری او کلداری تجارت نه وه . یو چا هم ځان ته ……… صاحب نه ویلې او سیاسی نیابت هم په جرکانی تړلی نه وه.دنړۍ ډیری هېوادونو افغانان خپلواک، مېړنی، فریډم فایترز بلل.داچې ولې مراد کا کا داډول دشومې دسیسې ښکار شو دا زموږ له جهالته او منافقته . موږ د مراد کا کا په څېر له بده مرغه ډیر ښه او غلی کسان له لاسه ورکړی خو څوک حال وا یی څوک په قار یو ځای کې وی خو غوسه بل چېرې باسی . حتې تبصره کې هم سلیقوی برخورد کوی موږ باید خپل ولس وپېژنو.

  3. سلام
    شنیده کی بود مانند دیده! میکی دیوې مشهورې جاپانۍ مجلې متصدی وه . داهغه وخت وه چې یوشمیر کسانو له کمونستانو سره د هورا نارې وهلی خو اوس بل ډول لید لوری لری. په هرحال میکې د مراد کا کا څخه په قد ټيټ او دایزنګی هزاره ګی ډوله څېره یی درلوده لنګۍ به یی چې پرسر کړه جا پانی هویت کې یې پېژندل سخت کار وه. په هوټل کې دمیکی د کوټې نمره دپرژنېف کاریکاتور په سره ایکس یا چلېپا بوښول شوې وه.میکی د یوه بشپر راپور او عکسونو لپاره ډیر مهم وسایل درلودل.دفرانسې دلومند ورځپاڼه زموږ راپور لری چې میکی خپله قیمتی کامره د کامې څیر مه سیمه عملیاتو کې له لاسه ورکړه. کاندایی راپور اخیستونک د کا کا مراد تصویرونه لری چې پکول خوښېده دمیکی ملګری وه مرادصبور ا و آرام طبیعته سږی وه دهغه کارونه او برنامې له افغانانو سره وروسته پيل شوی او خیریه اړح یی درلود. هغه وخت احساساتی، لافو ، پټاکو ،دالری او کلداری تجارت نه وه . یو چا هم ځان ته ……… صاحب نه ویلې او سیاسی نیابت هم په جرکانی تړلی نه وه.دنړۍ ډیری هېوادونو افغانان خپلواک، مېړنی، فریډم فایترز بلل.داچې ولې مراد کا کا داډول دشومې دسیسې ښکار شو دا زموږ له جهالته او منافقته . موږ د مراد کا کا په څېر له بده مرغه ډیر ښه او غلی کسان له لاسه ورکړی خو څوک حال وا یی څوک په قار یو ځای کې وی خو غوسه بل چېرې باسی . حتې تبصره کې هم سلیقوی برخورد کوی موږ باید خپل ولس وپېژنو.

  4. د دي وطن په نصيب ندي رسيدلي خلک…. چي يي موندلي دي په کاڼو يې ويشتلي خلک.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب