چهارشنبه, دسمبر 4, 2024
Home+د نجونو د ښوونځیو د نه پرانستلو ترڅنگ، نوي وژونکي بندیزونه

د نجونو د ښوونځیو د نه پرانستلو ترڅنگ، نوي وژونکي بندیزونه

 آصف بهاند

(د طبي ــ نیمه طبي زده کړو او نرسنگ کورسونو بندول)

د نجونو د تعلیم په برخه کې د افغانستان د واکدارانو نوي نظریات او اقدامات دا حال بیانوي چې نور د امید د کومې ډېوې تته رڼا هم نه شته. په نرسنگ کې د نجونو د سبق ویلو مخنیوی دا وښوده چې نور د نجونو د تعلیم له پاره هرڅه په اور سوي او په ایرو یې بدل وگڼئ.

د نجونو پرمخ د ورستني تعلیمي ادرس (طبي ــ نیمه طبي زده کړې او نرسنگ کورسونه) تړل دا پیام رسوي چې د طالبانو د مشرتابه له نظره ښځینه مخلوق د زدکړو حق نه‌لري.

د دې نوي بندیز له پاره استدلال داسې شوی دی چې طالبانو له خپل تعبیر سره سم د شرعي نظام د جوړولو لپاره او د خالص اسلامي نظام د رامنځ‌ته کولو په خاطر، دا او دې ته ورته فیصلو  ته مخه کړې ده.

څو ورځې مخکې (د ۲۰۲۴ ام کال د نومبر اومه) هم طالبانو د میډیا پر هغو برخو بندیز لگولی و چې په انلان بڼه یې د نجونو د تعلیم له پاره پروگرامونه لرل. په لاندې رپوټ کې یې جزیات راغلي دي:

«زاويه نيوز ته له خوست څخه يوې سرچينې وويل، طالبانو د «زده کړې له صابر سره» خپرونې چې په دغه ولايت کې د «لونک» راډيو لخوا خپرېدلې بندې کړې. د سرچينې په خبره د دغې تعليمي راډيويي خپرونې له لارې ۱۵۰ زره هغو نجونو زده کړې کولې چې د ځينو محدوديتونو له امله له کوره بهر يې زده کړې نشوې کولی.

سرچينه وايي، دغه تعليمي خپرونې د خوست ترڅنګ په ټوله لويه پکتيا کې هم اورېدل کېدې او سلګونه زره زده کوونکو ترې استفاده کوله، او يوازي د هغو نجونو شمېر يو نيم لک ته رسېده چې په رسمي توګه يې د «زده کړې له صابر سره» ځانونه ثبت کړي وو او دغه ځانګړي کتابونه يې ترلاسه کړي وو.

د طالبانو د امر بالمعروف رياست تېره ورځ په دې دليل پر دغو خپرونو بنديز لګولی چې ګواکي د يادو زده کړو په مټ نجونې بغاوت او منکراتو ته هڅول کېږي.»

له بلې خوا په همدې وخت کې په خوست کې د یوې بلې رادیو د بندولو خبر هم میډیا خپور کړی دی. «آر اېس اېف؛ خوست کې د ژمن راډیو بندول د مطبوعاتو پر ازادۍ برید بللی»

په افغانستان کې دې ناوړه پېښو هغه وخت زور واخیست چې د طالبانو مسؤلو افرادو د هبت‌الله د نویو فرمانونو د تطبیق ترپردې لاندې ځینې تلویزونونه او رادیوگانې یو په بل پسې بندې کړې او د خلکو د ازادۍ د لا سلبولو هڅې ډېرې شوې.

دا لاندې متن د طالب چارواکو د نویو بندیزونو یوه تراژیکه منظره ده:

«د عکسونو او ويډيوګانو حرام بللو په لړ کې او په يو شمېر ولايتونو کې د ټلويزيونونو او راډيوګانو له بندولو وروسته، د طالبانو لخوا رسنيو ته په استول شوي ۲۷ ماده يي لارښود کې تازه محدوديتونه وضع شوي دي.

د طالبانو په تازه محدوديتونو کې رسنيو ته ويل شوي، برنامو کې مو بايد ښځينه کارکوونکې ټولې پټې وي او محلي لباس دې واغوندي.

دغه راز ويل شوي، په خبرونو کې به زموږ مشر ملا هبت الله ته نور شيخ الحديث يا شيخ هبة الله او طالب مسوولينو ته د مولوي، مفتي، ملا، اخندزاده او شيخ القاب کاروئ.

همدارنګه ټينګار شوی، چې په خپرونو کې نور د رومانټیکو يا عشقي شعرونو او غزلونو دیکلمې بندې دي او د طالبانو په تعبير دا شیان خلک اخلاقي فساد ته هڅوي.

ټلويزيوني خپرونو کې بايد د نارينه د بدن له ځينو برخو لکه مخ او لاسونو پرته نورې برخې ښکاره نشي. له زنګنو ښکته پروا نه لري.

رسنيو ته امر شوی، چې زموږ د رژيم خلاف نشرات به نه کوئ، د طالب مسوولينو ضد خبرونه به نه خپريږي او منتقد مېلمانه به نه بلل کيږي.

بل امر دا دی، چې د حکومت مخالفينو ته به د «شهيد» لفظ نه کارول کيږي، خو د طالبانو وژل شويو غړو ته د دغه لفظ کارول جبري دي.

همدارنګه نارينه او ښځينه وياندويان په شريکه خپرونې نشي وړاندې کولی او دغه کار غير قانوني دی او د بهرنيو سريالونو خپرول هم تر امر ثاني پورې منع دي.

د طالبانو لخوا د قصاص په اجرا کولو به هېڅ ډول اعتراض نه کيږي او په خبرونو او خپرونو کې له ملاتړ پرته به يې د بل څه يادونه نه کيږي.

پر رسنيو او کارکوونکو د طالبانو دغه محدوديت وروسته له هغه اعلانيږي، چې څه موده وړاندې زاويه نيوز د ټلويزيونونو د بندولو خبر خپور کړ، خو د زاويه نيوز د معلوماتو پر اساس، دغه محدوديتونه د ټلويزيونونو او راډيوګانو د بندولو لپاره د کابلي طالبانو هغه تګلاره ده، چې په تدريج د کندهار د امر د تطبيق لپاره ترسره کيږي.»

په دې ورستیو کې د طالبانو د اوامرو او فرمانونو له متن څخه داسې څه مسیژونه راوزي چې دوی د فراعنوو او ایگوخان سکني ورونه دي او له خلکو نه په زور هغه درناوی او اطاعت غواړي چې دوی یې لایق نه دي.

د طبي ــ نیمه طبي زده کړو او نرسنگ کورسونو د بندولو په برخه کې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده نوی فرمان د یو بل تېره تیغ حیثیت لري چې د وطن د نوي نسل پر ستوني راکش کړای شو. د تاند په یوه تازه رپوټ کې د یاد نوي فرمان د جزیاتو په باب داسې راغلي دي:

«تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۳ مه) د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده، په یوه تازه فرمان کې د هغو ټولو انستیتیونو د بندېدو امر کړی چې نجونو ته پکې د نرسنګ، قابله توب او لابراتوار په شمول طبي او نیمه طبي زده کړې ورکول کېدې.

ویل کېږي چې د طالبانو مشر تر دې وړاندې له دې خبر نه و چې دا تعلیمي موسسې لا هم د نجونو لپاره فعالې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا مرستیال وزیر د دوشنبې په ورځ د طبي انستیتوتونو ريیسان کابل ته وروبلل او هغوی ته یې اعلان وکړ چې له دې وروسته نجونو ته په خپلو انستیتیتونو کې د زده کړو اجازه ورنه کړي.

دوی وویل چې د طالبانو د عامې روغتیا مرستیال د دوی پوښتنو ته ځواب ورنه کړ او ویې ویل چې په دې اړه د ځواب صلاحیت نه لري.

د طبي زده کړو د انستیتوتونو مسوولانو ته وویل شول چې سر له سې شنبې (د لیندۍ ۱۳) د نجونو پر مخ د خپلو تعلیمي ادارو دروازې بندې کړي.

دا پرېکړه داسې وخت کېږي چې وروسته له هغې چې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په میاشت کې د نجونو پر مخ پوهنتونونه وتړل شول، ډېرو نجونو خپلې زده کړې په طبي انستیتوتونو کې روانې کړې وې.

سربېره پر دې، له درې کلونو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ منع شوې دي. اوس له دې نوي فرمان سره، په طبي برخو کې د زده کړو وروستی فرصت هم له افغان نجونو اخیستل کېږي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان روغتیایي سیستم له بحران سره مخامخ دی.

زرګونه نارینه او ښځینه ډاکترانې له هیواده وتلي او نوې ډاکترانې هم نه دي روزل شوي.

په اوس وخت کې افغانستان د ډاکټرانو، نرسانو او قابله‌ګانو له سخت کمښت سره مخامخ دی، په ځانګړې توګه د ښځو د روغتیایي خدماتو په برخه کې.

په افغانستان کې ۱۶۴ دا ډول انستیتیونه فعال و چې د قابله ګۍ، نرسۍ، د غاښونو د طب، لابراتوار او نورو طبي برخو کې یې محصلانې روزلې.

دې برخې ته د نجونو پام وروسته له هغه ډېر واوښت چې طالبانو د نجونو پرمخ پوهنتونونه بند کړل.»

د نجونو د زدکړو وروستۍ پته او وروستی امید (طبي ــ نیمه طبي زده کړې او نرسنگ کورسونه) چې ډېر اړین هم دي، وتړل شول. دا داسې اقدام دی چې د افغانستان خلک او د نوي نسل د روزلو پلویان یې د خواشیۍ او نا‌هیلۍ په سره اور کې درولي دي.

د نجونو د تعلیم مخنیوی دا معنی درلوده چې خلک مخامخ پر ټټر باندې په چاړه ووهل شول، خو د طبي ــ نیمه طبي زده کړو او نرسنگ کورسونو د بندولو فرمان دا معنی رسوي چې د افغانستان خلک له هرې خوا په چړو او تورو ووهل شول او سوري، سوري شول.

«… خدای دې مل شي د وطن او د ملگرو!»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب