چهارشنبه, دسمبر 4, 2024
Homeخبرونهد طالبانو له ګډون پرته د ایکو غړیو د افغانستان د اهمیت...

د طالبانو له ګډون پرته د ایکو غړیو د افغانستان د اهمیت یادونه وکړه

تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۴ مه) د ایران په مشهد کې د ایکو یا د سیمه ییزې د اقتصادي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د سې شنبې په ورځ په داسي حال کې پای ته ورسیده چې د افغانستان په استازیتوب چا ته پکې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

سره له دې چې ظاهراً ایران له طالبانو سره نسبتاً نژدې اړیکې لري خو په دې غونډه کې د طالبانو نه د بهرنیو چارو وزی راو نه کوم بل استازي ته د ګډون بلنه ورکړل شوه ځکه چې د ایکو سازمان د نورې نړۍ په شان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

خو په دې غونډه کې د افغانستان پر اهمیت او په تیره بیا د غړیو هیوادونو د سوداګري اړیکو د اتصال د کړۍ په توګه د افغانستان پر اهمیت ټینګار وشو.

د تاجیکستان د باندنیو چارو وزیر په غونډه کې وویل چې افغانستان د سیمې د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر مهم هیواد دی.

سراج الدین مهرالدین، په غونډه کې د افغانستان د استازي د نشتوالي په اړه وویل:
“افغانستان اوس له ترهګرۍ او د مخدره موادو له قاچاق سره مخامخ دی، په داسې حال کې چې موږ باور لرو دا هېواد کولی شي د اکو په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.”

هغه زیاته کړه:
“له افغانستان سره د ګډو اقتصادي پروژو تعریف کول د راتلونکې لپاره یوه مهمه پانګونه ده، او موږ یې ملاتړ کوو.”

د اکو سازمان سرمنشي، اسد مجید خان، هم د افغانستان پر مهم رول ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د دې هېواد ظرفیتونه باید د ټولې سیمې په ګټه وکارول شي.

افغانستان په ۱۹۹۲ کال کې د ایکو غړیتوب ترلاسه کړ او له هماغه مهاله د دې سازمان یو فعال غړی و. خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو او د نړیوالې ټولنې له خوا د دې رژیم د نه رسمیت پېژندلو له کبله، دا هېواد له ډېرو سیمه‌ییزو او نړیوالو سازمانونو حذف شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اکو او څو اړخیزو سازمانونو د چارو رئیس وویل:
“د افغانستان اوسنی وضعیت دې هېواد ته اجازه نه ورکوي چې نه یوازې په ایکو، بلکې په نورو سیمه‌ییزو جوړښتونو کې هم ګډون وکړي. خو موږ هیله لرو چې د افغانستان د بېرته راستنېدو شرایط برابر شي.”

په مشهد کې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د غړو هېوادونو وزیرانو د سیمې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ، په ځانګړي ډول د ترانسپورت، چاپېریال او ګرځندوی برخو کې.

همدارنګه د ګډو اندېښنو لکه د اقلیمي بدلونونو په اړه خبرې وشوې او غړو د دې ننګونو پر وړاندې د نړیوالې همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۹۸۵ کال کې د ایران، ترکیې او پاکستان له خوا تاسیس شو. دا سازمان د ازمیر له تړون وروسته، په ۱۹۹۲ کال کې د افغانستان، قزاقستان، قرغیزستان، اذربایجان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون پراخ شو او د سیمې یو له مهمو اقتصادي سازمانونو څخه شو.

د ایکو راتلونکی غونډه به په ۲۰۲۵ کال کې د اذربایجان په کوربه‌توب ترسره شي.

د طالبانو د رژیم افراطي اقدامات نه یوازې مخ په کمېدو او اصلاح کېدو دي بلکې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي او له همدې کبله د دوی رژیم ورځ په ورځ په سیمه او نړۍ کې منزوي کېږي. د ایکو دا غونډه، چې نه امریکا او نه کوم بل لوېدیځ هیواد پکې نفوذ لري، د دې خبرې یوه بېلګه ده. ډېر احتمال شته هغه دولتونه چې اوس د طالبانو له رژیم سره څه نا څه تعامل لري، په تدریج دغه رژیم ته شا واړوي خو د دوی د دې اقدام تاوان به افغانستان او عام افغانان ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب