۱۵ مه بر خه
استادشهسوار سنګروال
د لرغونې نړۍ، په تېره د ختیځو هېوادونو او پدې ترڅ کې د افغانستان په لرغونی تاریخ کې د سکندر بریدونه یوه ستره تاریخي پېښه ګڼلی شو.
که څه هم د سکندر بریدونه یوازې د افغانستان لپاره یوه تاریخي پېښه نه وه، بلکې لویدیځې او ختیځې نړۍ ته یې هم ځانګړی ارزښت درلود، چې شرق او غرب یې د خپلې امپراتورۍ پر مټ سره ونښلوه.
یوناني وګړي په لرغوني تاریخ کې د علم او هنر خاوندان ول، که څه هم د یونان د جغرافیوي جوړښت ښېګڼه پدې کې وه، چې دغه هېواد داسې سیمو ته څېرمه پروت وو، چې د تمدن د لومړنیو بېلګو سرچینه ګڼلی کېږي، چې موږ کلده او بین النهرین، فنقیه اومصر د ساري په توګه یادولی شو.
یونان د پوهې او هنر په ډګر کې خپلو پوهانو، ایسکلیس (۴۵۶-۵۲۵ م ز)، سوفوکلیز (۴۵۶-۴۹۶ م ز) او یورپیدیس ۴۰۶-۴۸۰ م ز) ته هنري جایزي د خپلو علمي او هنري فعالیو له امله ورکړې دي.
پدغه لړ کې «اشیلوس» هغه لیکوال وو، چې د هنر او ادب په پلاز «اتن» کې د «۹۰» هنري او ادبي اثارو په ترڅ کې (۱۳) اثارو یې لومړئ درجه جایزه تر لاسه کړه، داسې په لسګونو د پوهی او هنر خاوندانو په لرغوني یونان، کې له ۶ مې مخزیږدي پېړۍ وړاندې او وروسته تبر شویدي، چې علمي او هنري فعالیتونه یې د پام وړ دي. لکه تالس، سولون، د مکریت، په راوروسته کې سقراط، اپلاتون، ارستو او نور یادولی شو.
ارستو هغه نامتو پوه وو چې د سکندر د استازئ ویاړ یې هم درلود او کله چې سکندر (۳۵۶-۳۲۳ م ز) د خپل پلار دویم فیلیپ له وژل کېدو وروسته، چې شل کلن وو، په (۳۳۶ م ز کال) د پلار په ځای د مقدونيې پاچا شو. نود ده له لومړنیو کارونو څخه یو کار دا وو، چې اسیایي یونانیان (د ا دده د پلار ارمان و)د هخامنشیانو له واکمنۍ نه خلاص کړي او د مقدونې جغرافیوي ارزښت هم پدې کي وو، چې د بالقان د ټاپو ګانو په شمال کي پروت وو.
ده د پلار په څېر یو لوی پوځ ورغاوه، چې نظم او پیاوړتیا یې په سیمه کې ساری نه درلود اودی په ۳۳۴ م ز کې له «هل سپانټ hillspont» نه تېر شو او د هخامنشي ټولواکمنۍ لویدیز ته ورننووت.
سکندر ډېر کارونه د مور په سلا او مشوره کول، مور یې المپیاس نومیده او د «مولوس mollosse» د باچا «ني اوپ تولم neoptoleme» لور وه . د دې د پلار او د سکندر د نیکه «درېیم امین تاس» تر مینځ اړیکې خوږې وي.
سکندر د ۸۰ اتیا زره جنګیالیو سره، چې د جګړه ییزو بېړېیو له خوا یې بدرګه کېده د «داردانل» له ټاپو راپوریووت او د اسیا پر ځمکه یې بریدونه پيل کړل.
له یوې خوا د سکندر او د هغه د پوځ پیاوړې روحیه وه، چې تل به د ارستو په څېر نومیالي ورته د یونان د افسانوي اتلانو کیسې کولې او دا به یې د ده د غرور تر غوږ ورسوله، چې د پلار نبیره دې هر کولېس او د مور ټبر دې «آشیل» ته رسیږي.
خو له بلې خوا درېیم «داریوش» (کدمان) یولټ او بیکاره انسان وو، چې د خپلې پراخې ټولواکمنۍ چارې یوه «ګوتوهوني وزیر باګواس» ته سپارلی وې.
سکندر په مخزیږدي ۳۳۴ کې له خپل پیاوړي پوځ سره، چې یو څه ځواکونه یې شاته پریښودل ، دېرش زره پلې سرتېري او څلور (۴) زره سواره په دغه وخت کی ورسره وو، په هخامنشیانو برید وکړ. یوناني پوځ په درې سیمو، کوچنۍ اسیا، خلیج او د ترکې په کردستان کې د داریوش ځواکونو ته ماته ورکړه.
په سر کې داریوش، خپل سیال سکندر ته څو وړاندیزونه وکړل لومړی چې د سلطنتي کورنۍ غړي ور خوشې کړي او دویم له هغه څخه یې وغوښتل، چې د ده لور سره واده وکړي، خو پدی شرط، چې له فرات نه تر لویدیز پورې سیمې باید د ده د تولواکمنۍ برخه وی.
سکندر د هغه یوه وړاندیز ته هم غاړه کېنښوده او په ۳۳۱ م ز کال یې «ګاګه میله gauga mela» کې ماته ورکړه، د سوسا susa او پرسي پولس persi polis ښارونه یو د بل پسې لاندې کړل او داریوش وتښتېد.
پدغه وخت کې یوې «اتني» میرمنې له سکندر نه غوښتنه وکړه، چې دېته اجازه ورکړي، چې له ایراني واکمنو غچ او کسات واخلي، چې د اتن یو ښار یې سوزولی وو.
بیا همدغې میرمنې د «خشیار شاه» ماڼۍ ته اور واچوه او هغه ښکلې ماڼۍ د سرو لمبو خوراک کړه.
داریوش او د هغه پوځ، چې جګړه ییزه روحیه له لاسه ورکړې وه اوهخامنشي واکمن ته نوره هیله پاتې نه وه، غوره یې وګڼله، چې باختر ته پنا یوسي. ولې باختري سردارانو، چې د ده له واکمنۍ نه کرکه درلوده، نو د باختر مشر «بسوس» د هري (هرات) حکمران «ستی برزن» او د سیستان (دارنجیان) واکمن «باستانتانس» په ګډه د جنرال نابارزانس په ګډو په ۳۳۰ م ز کال «هير کانیا» کې ghrishman چې پروفیسر ګرشمن دامغان یاد کړیدی،[1]داریوش وواژه او «بسوس» «د پاچاهۍ اعلان وکړ.
سکندر د افغانستان په لور
د هخامنشیانو د پاچا له وژلو وروسته بسوس له «پارتیا» نه بلخ ته راغی او د هغو سردارانواو مشرانو په سلا او مشوره، چې له ده سره یې په پوره یووالي د داریوش پر وړاندې پاڅون کړی وو، د پاچاهۍ اعلان وکړ.
سکندر په ۳۳۰ م ز کال چې په پارس کې له کوم سخت مقاومت سره مخ نشواو د داریوش د تعقیب لپاره د جوزا په سر کې د پارتیا له مینځه تېر شواو د هریرود (روداریوس) سیمې ته راننووت .
د یوناني سرچینو د څرګندونو له مخې، پدغه سیمه کې یو ودان ښار وو، چې دوی «ارته کوانا» یاد کړیدي، ولې بیا هم سکندر د خپل عادت له مخې د اري ولایت کی د یو «بل ښار دودانولو تکل وکړ، چې د «سکندریه اری» یا اریون سکندریه پنوم نامتو شو او دا د افغانستان په خاوره کې لومړنی ښار ګوټی ګڼل کيږي، چې د یونانیانو له خوا ودان شوي وو.
هغه مهال چې سکندر هرات ته ورسېد، د هرات حکمران ستی برزان یې هر کلي ته راغی دا ځکه چې ده په ځان کې دغه وس او متره نه لیده، چې له داسې ستر پوځ سره په جګړه کې ښکېل شي.
ولې بیا هم، چې سکندر مخ په فراه د روانېدو تکل وکړ او« دار ته کانا د هرات کلا» نه لرې شو، د هرات حکمران satibersan د هغه په پوځي سلاکار «اناګزي پوس anaxippos» برید وکړ او هغه یې پدې نیت وواژه، چې د سکندر اړیکې د ده له هغه پوځ سره پرې کړي، چې په پارس کی مېشت وو. خو سکندر ډېر ژر بېرته راوګرځېد او سخت غبرګون سره مخ شو.
پاڅون والو په ناڅاپي او پارتیزاني بریدونو سکندر ډېر ورختا کړی وو، اخر دېته اړ شو، چې هغه ځنګل ته اور واچوي، چې جنګیالېیو به د ورځې پکې ځانونه پټول او د شپې له خوا به یې بریدونه کول.
سکندر د هرات له نیولو وروسته د فراه له لارې زرنګ یا درنجیان (سیستان) ته ورسېد او په دغه سیمه کې هم د ملي پاڅون والو او د دغې سیمې له حکمران او په تېره د« اریا اسپه »له قبایلو سره لاس او ګریوان شو. سکندر هوډ وکړ او یوه بله پوځي کلا یې جوړه کړه، چې د «پرا فتازی اسکندریه» پنوم یې یاده کړه، چې ښایې موخه ترې فراه وي.
ولې پدې سره هم د جنګالیو ګواښ له مینځه لاړ نشو او یوناني پوځ ته د سر او مال ډېر زیانونه واوښتل، ان تر دې، چې د سکندر د ځواکونو مشر قومندان «فیلوتاس» او هم د خپل ګارډ مشر دیمتریوس، پدې هڅه کې وو، چې سکندر له مینځه یوسي او دغو بې ګټو جګړو ته د پاې ټکی کېږدي.
سکندر، چې له توطېې څخه خبر شو، پدې تړاو یې څو تنه ووژل او له هغه ځایه ایتي ماندر (هلمند) ته لاړ او په ۳۲۸ م ز کال اراکوزیا (کندهار) ته ورسېد او د کندهار په شاوخوا کې د «اراکوزیا سکندریه» پنوم د یوه ښارګوټي بنسټ کېښود او ممکن د ارغنداب د رود په غاړه کې به وه، بیا یې خپل پوځ ورغاوه او د هغو سیمو ګڼ شمېر ځوانان یې پخپلو پوځي لیکو کې ونیول او «ممنن» یې د والي په توګه وټاکه .
د هرات واکمن او ولسي مشر «ساتي برزانس یا ساتي برزن» یو ځل بیا په هرات کې پاڅون وکړ او د بلخ پاچا «بسوس» له هغه سره د مرستی لپاره نه یوازې جنګیالي راواستول، بلکې په څاروېیو بار خوارکي توکي هم ورولېږل.
هلته سکندر هم د ساتي برزن د ځپلو لپاره د خپلو درې سترو قومندانانو (دارته بازیوس، ایري زیوس او کارانوس) په مشرۍ یو لوی ځواک هرات ته و استوو او د طوس له خوا د پارتیا والي« فراتا فرون »هم له هغوئ سره ملګری شو او د هرات جنګیالي یې کلا بند کړل، له درنې او خونړۍ جګړې وروسته د ملي ځواکونو مشر ساتي برزن ووژل شو او د هرات پاڅون هم له ماتې سره مخ شو.
سکندر د «اراکوزیا سکندریه» له جوړولو وروسته د «پارو پامیزاد» ولایت له جنوب ختیځ خوانه تېر شو او د هندوکش لمنې ته څېر مه پروان ته ورسېد او د څلورمې سکندرې بنسټ یې کېښود، چې د «کپکاس سکندریه» پنوم نامتو شو .
بطلیموس او د یونا ن نورو تاریخپو ها نو دپا رو پا میزاد د یو شمېر ښارونو یادونه کړیده لکه: نو بي لیس، کابورا، اورتسپانا، پارسیانا، کیزانا، ګارناسا .
استرابو او پلینی هم ددغو ښارونو یادونه کړی ،ولې تر ډېره بریده انګېرنې داسې دي، چې سکندر د کابل ښار ته ند ی ننوتی، بلکې د کندهار د ارغنداب له لارې، جاغوري ته رسیدلی دی او بیا له غزني نه، چې له کومی لارې اوسني جبل السراج او برج عبد الله ته رسیدلی دی، په بشپړه توګه څرګنده نده خو ښاېي چې د میدان او ارغندی له لاری د پغمان په غرونو اوښتی وي !؟
سکندر د ژمي له تېرولو وروسته، مخ په باختر وخوځېد، دا چې له کومې لارې؟
پدې تړاوهم، یو شمېر لرغونپوهان انګېري، ښايي د «اندراب» لارې اوښتی وي، ځنې د کوشان دره او د سالنګ لاره یادوي، خو دا چې د سالنګ لاره به د ثور تر میاشتی په واورو پټه وه، نو ګوما ن کېږي د کوشان شمال لور ته د غوربند اوشبرله لارې اویا دپنجشېر له لارې تېر شوی وي!؟
په دایرة المعارف کې کښل شویدي، چې «۳۲۹ م ز کال د پسرلي په سر کی د غوربند د درې او د کوشان د غاښي د لارې د هندوکش نه تېر شو او د «راپساکا» یانې اندرابو ته ورسېد او د باختر لاره یې ونیوله.»[2]
ولې د افغانستان در پرتو تاریخ نومې کتاب کې تا ریخپوه کهزاد داسې وایې : «اسکندر په ۳۲۸ ز م کال د ژمي په موسم کې د پنجشیر، شتل او سالنګ رودونو په غاړه واړول…»[3] مانا دا چې وروستۍ نېټه سمه بريښي (لیکوال )
که څه هم پوهاند جبیبي هم پدې ټینګار کوی چې «د ۳۲۹ م ز کال د پسرلي په پای کی سکندر له خپل لښکر سره د قفقاز له سکندرې څخه وخوځید او د اندراب له لاری د هندوکش تر غور تېر شو.»[4] علامه حبیبي دخپل کتاب په ۴۵ مخ کې بیا داسې لیکلی دی ،چې سکندر د ژمی په سر کي ۳۲۹م زکابل ته راغي.
بېسوس او سکندر
سکندر په مخزیږدي ۳۲۸ کال د پسرلي په موسم کې د پنجشیر درې د خاواک کوتل له لارې واووښت او د هندوکش شمال اندراب ته، چې په یوناني لاسوندونو او اخذونو کی «دراپاسکا» کښل شویدی ورسېد.
یو جرمني تاریخپوه شورتس Schwarz هم د راپساکا د اندراب سیمه په ګوته کړې .
لکه څرنګه چې د سکندر تګ لوری له هرات نه تر بغلان پورې ټکی په ټکی پدې اړه څېړونکی او تاریخپوهان په یوه خوله ندي، دارنګه له اندراب (دراپاسکا drapsaca) نه راواخله تر باختر پورې هم د بېلابیلو څېړونکو اندونه وېشلي دي.
هغه مهال سکندر شمالي هندوکش ته راووښت، هلته د بلخ پاچا بسوس چې د سلطنت اعلان کړی وو فکر کاوه، چې دده سیال به له سالنګونو نه پدې اسانۍ را تېر نشي، خو بیا هم ده او دده پلوي سپتامنز spitamene او یو شمېر مشران لکه د «اوګزیارتس »په څېر د خپل دښمن پر وړاندې چمتو شول.
سکندر چې ګمان کېږي د ایبکو او تا شقرغان د غرونو په لاره باختر ته رسېدلی وي، دی په بسوس باندې ډېر غوسه ځکه وه، چې د ده (چې دوه زره جنګیالي یې هرات ته لېږلې وو) او د ده ملګري «ساتي برزن» د سکندر پوځونو ته درانه زیانونه اړولي ول.
بسوس پدغه وخت یوه جرګه جوړه کړه او خپلو ځواکونو ته یې ډاډ ورکړ، چې موږ هرو مرو بریالي کېږو… دا چې داریوش ماته وخوړه یو لامل یې هم د هغه بی کفایتي وه. «کنت کورس» کښلي دي، چې بسوس خپلو پلویانو ته څرګنده کړه، چې سکندر دومره پیاوړي ندی، لکه څومره چې د ده د مخالفینو د مدیریت کمزوري وه، چې دی پرې برلاسی شو.
ده خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه وکړه، چې د جیحون د رود په غاړه کې مور چلې جوړې کړي او له ساکانو، خوارزمیانو، داهیانو او له نورو ګاونډېیو قومونو ملاتړ تر لاسه کړي.
پدغه جرګه کې د «میدیانو» یوه تن کوبارس cobres [یا باګوداراس] بسوس ته ووېل، هر چېرته چې لاړ شې سکندر دې پیدا کوي، ښه به وي، چې ورته تسلیم شې. هغه دې هرومرو بخښي او بیرته به تا د باختر پاچا کړي.
پداسې حال کې، چې بسوس اته (۸۰۰۰) زره جنګیالی درلودل، پدې سره د ده د فکر لوری کمزوری او د پریکنده عمل جوګه نه وه، ځکه خو یې د «سوګدیانه (=سغدیانه) لاره ونیوه، تر هغې چې هلته نور پوځونه د ځان پلوي کړي.
د «اریان» په اند بسوس اوه (۷۰۰۰) زره باختریان سر تیري او «داهی» سواره، دېته چمتو او تیار کړي وو، چې کله د سکندر ځواکونه له کپکاسه راوړي (سکندر د هندوکش غرونو ته د کپکاس نوم ورکړ) باید په اسانۍ سره خوړو ته لاسرسی ونه ومومي او اوارې ځمکې ترې لاندې کړي .
رښتیا هم چې سکندر د خواړو له بابته ډېري ستونزي وګاللې، ځکه چې خلکو غلی تري پټې ز خیره کړې وي.
خو بیا هم بسوس د «اکسوس» له رود نه واووښت او کله چې تیر شو د ستي یې ټولې بېړۍ وسوزولی، چې سکندر ترې د تېریدو ګټه وانخلي.
سکندر له ګڼو ستونزو سره سره مخ په بلخ وخوځېد ، په باختر کې د ده د وخت موهم ښارونه اورنوس aornos، بکترا Bactra او نور وو.
ډېرولرغونپوهانو دغې سیمې او ولایت ته ګوته نیولې ده او دایي یو شتمن ولایت ګڼلی دی.
جغرافیه پوه بطلیموس، له دې سربیره د یو شمېر ښارونو یادونه هم کړېده، لکه «زاریاسپه zariaspa»، چاتراکارت chatrakartal، بکترا، وایوکراتیدیا…همدا ډول تاریخپوه استرابون هم د «بکترا» د ښار یادونه کړېده او دغه ښار یې د «زاریاسپه»،داریاسپه daraspa، او «ادراسپه adraspa» پنومونو یاد کړیدی.
بطلیموس په باختر کې د یوه ستر «اورتون» یانې د ستر بلخ اتشکده چې آذري اسپه یې بلله یادونه کړې ده او یونانیانو ورته د «زار یاسپه» نوم ورکړیدی.
موسیوهاکن «بکترا» ته بلخ ووایه او «زاریاسپه» یې بلخ ته نږدې یوه سلطنتي ویاله او یا نهر وګاڼه، چې په «شاه جوی» شهرت لري.
د سکندر جنکیالیو په اسانۍ سره باکتریانه، اورنوس (خلم) او زارسپه پرته له کوم مقاومته ونیول او بیایي په اورنوس کې د الکذاندریه اورنوس پنوم یوه بله ستره کلا اباده کړه.
له هغه وروسته یې ارته بازیوس artabazus د بکتریا حکمران وټاکه او خپل نامتو قومندان ارچیلاس archelaus یې له یو شمېر څواکونو سره په اورنوس کې پرېښود اودی دسغدانیه په لوروخوڅېد.
بسوس څرنګه ونیول شو؟
د بلخ پاچا بسوس، چې دمخه له امو سین نه پورېوتی وو د نوتاکا noutaka لور ته مخه کړه او هلته بیا د «قرشي» او یا د اوسنی «شهر سبز» په شاوخوا کې استوګن وو، پدې هیله چې خپل ځواکونه او پوځونه منظم کړي او هم پدې هیله وه چې سکندر ښایي له دې رود نه د تېریدو وس پېدا نکړي. دریمه دا چې دی پدې اند وو، چې په سغدانیه کی به خپلی مور چې پیاوړې کړي.
سره ددې ،چې بسوس د هغه بلخ واکمن وو، چې «سترابون» باکتریا ته د اریایانو مرغلره ویلی ده، ولې نورو
په ځانګړي ډول فضایل بلخ کې کښل شویدي، چې د ادم (ع) د اوق له ښار نه وروسته بلخ د نړۍ دویم ښار ګڼلی شي.
د اوستا په پهلوي نسخه کې د بلخ نوم «بلخ بامیک» ګڼل شوی دي، چې بامیک د ښکلی په مانا دی، یانې ښکلی بلخ . اوستا چې په څو ژبو کښل شویدی اوهمدارنګه د ویدي سرودونو یوه ژبه هم سنسګرت وه.
بطلیموس یوازې د «بکترا» ښار شاهي ښار ګڼي او له زراسپه ښار یې بېلوي او وایي، چې دغه دواړه ښاره یو بل ته نږدې پراته وو.»[5]
داریانا دغه ښکلی لرغونی ښار چې د سکندر لاسته ورغی، نو وې پتېله، چې د بسوس ځواکو نه مات کړي، دا ځکه له ده سره وېره وه،نه چې د هرات پېښه پرې په باختر کې راغبرګه شي.
«اریان» پخپل نامتو اتر «لرغوني ایران» کې لیکلی دي چې «سکندر داسکس» (جیحون) په لور وخوځېد….»[6]
تاریخپوه کهزاد کښلي دي، چې دغه رود خپله سرچینه له پامیر نه اخستې ده ،(ځنو پامیر قفقاس بللی دی) د هند نه پرته دا په اسیا کې لوی رود دی، چې سکندر ترې تېر شویدي، چې په پای کې «ګرکان، ته نږدې، د کسپین په سمندرګي ګډيږي .(ولې اوس د یورال په سین کې بهېږي.»[7]
سکندر له څرمنونه سناچونه (خیګونه) جوړ کړل او د خپلو انجینرانو پر مټ یې ټول جنګیالي په پنځو ورځو کې د «کلف kilif» په سیمه کې له امو رود نه تېر کړل.
که څه هم سکندر په لاره کې ډېرې ستونزې ولیدې، له یوې خوا تودوخه ډېره وه او له بلې خوا د څښاک د اوبو نه شتون ، ولې کله چې اوبو ته ورسېدل، د ډېرې تندې له کبله، چا د پاکو او ناپاکو اوبو توپير ونکړ، چې په څښلو یې ګڼ شمېر سرتیرې ووژل شول.
د بسوس دا دویمه تېروتنه وه، لومړی همدا دا چې له اته زره (۸۰۰۰) جنګیالېو سره، چې له اراضي او ځمکني جوړښت سره نا اشنا ول، له بلخ نه یې پښې سپکې کړې، دویم دا چې د سکندر پوځ د امو رود د پوریوتو ستونزي لیدلې وې، که چېرې بسوس دلته پرې برید کړی وی چې نیم ځواکونه یې له سین نه پورې خوا ته د پورېوتو انتظارا یسته او نیم نور یې را تېر شوي ول ،ولې ثابته قومنده یې نه درلوده، نو ما ته یې حتمي وه.
دلته سپتامنز خپل ځغم له لاسه ورکړ او وې پتیله، چې خپل مشر لاس تړلی سکندر ته وسپاري…«هغه وروسته نوموړی په ډېری بېرحمۍ په مخزیږدی ۳۲۸ کال په ا قباتانه «کی وواژه»[8]
یو شمېر څېړونکی انګیري چې سکندر غوره وګڼله، چې بسوس ته به په باختر کی مرګونی سزا ور کوي.
سکندر پدې تېروتنه، چې ګنې «سپتامن» یې پلوي شو، لومړی «مراکندا سمرقند» او بیا سر دریا تڼي، جیحون، جکسارتز ته مخه کړه، چې خپل پوځونه ځاې پر ځاې کړي.
سوګدیانه (سوګ هودا suhuda=سغدیانه) په لرغوني تاریخ کې ان د اسلام د دین تر خپریدو پورې ځانګړی
ارزښت درلود، چې اوس دغه سیمه د بخارا او سمرقند پنوم نامتو ده ،په دې تړاو: د بریتانیه په دایرة المعارف کې راغلی دي، «هغه وخت چې باختریان ځواکمن ول، سوګدیانه د باکتریانه برخه وه.»[9]
سکندر هماغه لور ته مخه کړه، چې بسوس ورغلی وه، نوتاکا noutaka یا دوم، چې دغه وخت کې د سغدیانه پلازمینه وه، چې د امو رود او «شهرسبز» په مینځ کې موقعیت درلود.
«پرسي سایکس» هم د دې خبرې پخلی کړیدی، چې دغه شنه او غوړیدلی سیمه د سمرقند او اکسس په مینځ کې وه، چې اوس یې «قرشي» بولي.»[10]
سکندر سمرقند ونیو او ټول یې خراب کړ…ده له دې وروسته وغوښتل، چې د سیحون (تاناریس) رود په غاړه یوه کلا ودانه کړي، چې پدې سره د سیمې قومونه وځپې، خو د نوموړي یو بله غمیزه له دې ځایه پيل شوه، هغه دا چې لومړی سغدیان او بیا ورپسې باختریان پاڅېدل.
سکندر فکر کاوه، چې سپتا من د ده پلوی دی، غوښتل یې، چې له ده او د ده د ملګری کتانز catans نه د پاڅون والو په ځپلو کې ګټه واخلي. حال دا چې دوئ د همدې پاڅون کوونکو مشران ول.
دا د مساګیتا او «دهای dahae» ساکاو سیمې وی، چې «دهای dahae» په باختر کې هم یو ستر قوم وه ، دغه یاد قومونه، تر «سر دریاب» چې یو وخت د هخامنشیانو ختیځه پوله وه پراته ول.
سکندر ته دغه نښتی دومره بوګنوونکې او خونړۍ وې، چې د «پیټړ ګرین په اند د «سکندر اته زره (۸۰۰۰) جنګیالي په ډېرې نهیلئ کې، چې د مرستی امید یې نه درلود ووژل شول او (۷۰۰۰) او زره نور یې د حسارونو له پوځوو سره یو ځای له مینځه لاړل .»[11]
له «پټرګرین »نه سربیره، د دغو جګړو په تړاو نورو څېړونکو هم خپلی څرګندونې کړيدی، چې پدغه لړ کې یو هم «روفوس» دی، نوموړي پدې اړه داسې لیکلی دي:
«دغه جګړه سکندر ته دومره وېروونکې وه، چې لاس په لاس جګړه کې پخپله د سکندر مخ او غاړه په تیږې وګرېده او سخت ژوبل شو ، په پای کې خبره دېته ورسېده چې دی یې مرکزي قرار ګاه ته یووړ…»[12]
ساکا (ساکان) د دې سیمې هغه یو ټبر وه، چې د هخامنشیانو تولواک یې په ګونډه کړ او د سیمې قومونو دلته په سکندر هم رڼا ورځ توره شپه کړه او د سر په کاسه کې اوبه ورکړي. د ساري په توګه هغه مهال چې سکندر خپل قومندان «منیډیموس» ته سپارښتنه وکړه، چې په سمرقند کې د سپي تامینس (سپتامن) ځواکونه کلا بند کړي. خو سپتامن له خپلو جنګیالېیو «داهایانو» سره یو ځای، په یوه ځنګله کې مورچلې ونیولې او د غېشو مرګونې بریدونه یې پرې وکړل او درنه مرګ ژوبله یې ورواړوله… ان دا چې یوناني قومندان او مرستیال یې له دوه زره پلې او دوه سوه سپرو سر تېرو سره ووژل شول.
دغه برید او د دې په څېر نور ګڼ یرغلونه، په سغدیانه (سوګ هودا sughuda) کې د سکندر پر ځواکونو تر سره شول…کله چې ده خبر تر لاسه کړ، چې څوارلس زره (۱۴۰۰۰) تازه دمه پوځونه له یونانه را رسیدلي دي، دا یې غوره وګڼله، چې باختر ته راستون شي او د نوو یرغلونو لپاره نخشه جوړه کړي.
مقدوني درې زره جنګیالي له «کولااوس» سره هلته پريښودل او دی را واووښت. د هرات والي «ستازانور» یې دربار ته راغی، د هرات مخکینی والی «ارزامس» او د پارت والي «برانس» یې، چې د بسوس له خوا تاکل شوي وو، غوراب او زولانه راوستل…داسې هم ویل کېږي «بسوس» یې هم راووست او وې واژه.
د بسوس له وژلو وروسته یې د مرغاب سیمه ییز حکمران «اریمیازیس» هم په داروځړاوه، بیا مروې ته لاړ، هلته یې د سرخس او مرو چاق کلاګانې ابادی کړې او باختر ته راستون شو.
د امو رود دې غاړې ته یې په میمنه، اند خوی، شبرغان او سرپل کې جنګي کلاوې ودانې کړې او یو ځل بیا له امو رود نه تېر په مراکنده (سمرقند) کې له خپلو ځواکونو سره مل شو. سمرقند (مراکنده) د سکندر د ترخو خاطرو هغه سیمه وه، چې په ۳۲۸ م ز کال له لوې غمیزې سره لاس او ګریوان شو.
د سکندر ددې غمیزې یادونه د ایټالې یوه لرغونپوه «کونټس روفوس quintus rufus» د سکندر په تاریخ کې کړېده، چې نچوړ یې داسې دی:
«… دی وايې زما د روایاتو له مخې د ساکا یوه مشر خپلې خبرې پدې ډول پيل کړې، که خدای ګوټو غوښتي واي چې ستا قد دې ستا له حرص سره یو برابر وی…ته به ختیځ په یو لاس کې ونیسې او لویدیځ په بل لاس کی…ته هغه څه غواړې، چې ور رسېدلی نشې، که ته ټول انسانان لاندې کړې، بیا به له ځنګلونو، سیندونو اوڅاروېیو سره جګړه وکړې …ته پوهېږې، غټی ونې ډېر وخت نیسي چې وده وکړي او یوه ګړۍ وخت نیسي چې پرې شي. دا به ناپوهی وي چې میوې ته یې وګوري او لوړوالی یې نه اندازه کوي. پام دې وي، سرته یې د رسیدلو په لار کې له څانګو سره، چې په لاس کې دی نیولي، ونه لویږې. زمری کله کله د وړو مرغانو ښکار شي، کله کله زنګ اوسپنه خوري …
موږ له تاسره څه وکړو؟ موږ کله هم ستاسې هېواد کی پل ندی ایښي … موږ د چا غلامان کېدلی نشو او نه غواړو چې د چا باداران شو. موږ چې د ساکا د نژاد په هکله معلومات د رکړو،موږ د یو جوړه غوایو، غیشي، لیندۍ خاوندان یو، له هغو نه په ګډه د دښمنانو پر ضد کار اخلو…خپل دښمنان له لرې نه په غشو او له نږدې نه یې په لیندو سره ولو. . . موږ په دغه ډول د (اثور=اشور) پاچا او له هغه وروسته د مادانو او پاړسو پاچا ته ماتې ورکړه او مصر ته زموږ لاره خلاصه ده … ته ویاړ کوې چې د اړه ماروپسې راغلی یې، خو ته تولو خلکو ته چې ورسره مخ یې، لوی داړه مار یې …سوریه (اشور=اثور) دې لاندې کړه، پارس دې په لاس کې دی، بخدیان دی تر ولکي لاندې دي، هند ته دې سترګې نیولي دي، اوس ستا حرصناکه او نه مړیدونکي لاسونه زموږ په رمو پسې غزولي دي…؟ ته لومړی سړی يي، چې ډېر څه لرې او وږی یې ،لا دی زیات زړه کېږي، چې څه نه لرې او پدې نپوهېږي چې د باختر په شاوخوا کې څومره پاتې شوې؟ ته چې کله باختر لاندې کړې، سغدانیان جګړه پیل کړي، ستا په برخه کې بری جنګ زیږوي … حقیقت دا دی چې هیڅوک پردی بادار نه غواړي .
له ټني (سر دریا) واوړه، د ساکا سیمه به درته معلومه شي… خو ساکا به کله هم ونشې نیولی…موږ به په لږو وسلو، ستا له پوځ سره چې ډېرې ولجې ورسره دی، ډېر چټک اوسو…موږ که څومره لرې یو، موږ به دننه پخپل کور کی ووینې…زموږ خلک وایي، شتمني پښی نلري، یوازې لاسونه او وزرونه لري …
په پای کې، که ته خدايګوټی یې، دا ستا دنده ده، چې انسانانو ته ګټه ورسوی، نه دا چې د هغوۍ شتمنۍ لوټ کړې…دا هوښیاری نده، چې داسې څه د فکر کې وګرزي او له ځانه دې غافل کړي…دوستي تل د برابرو ترمینځ ټینګه وي او هغه انسانان سره برابر وي، چې یو د بل قووت یې نه وي ازمویلی، هغوئ چې دې لا ندې کړيدی، خپل دوستان یې ونه ګڼې، د غلام او بادار ترمینځ دوستي نه وي …پدې اند مه اوسه چې ساکا د دوستۍ لپاره لوړه کوي، د دوئ لوړه دا ده، چې دوي پخپل قول عمل کوي…د ژمنو لاسلیکول او د خدايګوټو شاهدول یوناني دود دی، خو زموږ رښتنی دین عمل کول دي…ته هغه دوست ته اړتیا نلری، چې نیت ته یې د شک په سترګه ګورې، ولې په موږ کې به ته دغسې کسان ومومې چې اسیا او اروپا دواړه وساتي، موږ د بکتریا (باختر) ګاونډیان یو، دوغومره ده چې «تڼی یا سردریا »موږ سره بیلوي… موږ له تڼي نه د باندې ان تریس thrace پورې اوسیږو او ویل کېږي، چې له تریس نه وروسته مقدونیه پرته ده.
موږ ستا د دواړو ټولواکمنیو ګاونډیان یو اوس فکر وکړه، ته غواړې چې ستا دښمنان اوسو یا ستا دوستان؟
روفوس rufus د سکندر له انده کښلي دي چې «سکندر د هغه په ځواب کې دومره ووېل، دی پخپل بخت باور لري…د دوئ دا مشوره به هم په پام کې ونیسي، له ناوړه کړو وړو به ډډه وکړي»[13]
د سپتامنز spitamenes اتلولي
سکندر د بسوس له نیولو وروسته فکر کاوه، چې نور برلاسی شو او ستونزي یې کابو کړیدي، ولې د باختر یو بل ستر جنګیالی سپتامنز، له سکندر سره د ډغرو لپاره د جګړې ډګر ته راودانګل او د یونانیانو په پوځي پلاز زریاسپه کې د سکندر د ځواکونو مشر پیتون petton یې ونیو او سخته جګړه رامینځته شوه، خو لږه موده وروسته سکندر له سغدیانه را وګرځېد او سپتامنز چې له درې زرو باختري او سغدي سورو سره مل وو مخې ته ودرېد او د هغه د پرمختګ مخه یې ډب کړه.
سکندر د بلخ او سغدیان پاڅونونو تر پوزې راوستی وه او د دغه برید ملامتیایې، د باختر والي «ارته بازیوس» په غاړه واچوله، نو ځکه چې دی یې د سپتامنز په دوستۍ تورن کړ، دی یې له دندې ډېر زر ګوښه کړ او پر ځای مقدوني «امینتاس» amyntas وټاکه.
د سپیتامنز اتلولي د سکندر په ځواکونو کې یوه لویه وېره، هغه مهال رامینځته کړه، چې په پوځي مهارت یې په یوه ځنګله کې مورچلي ونیولې او هغه وخت چې یوناني لښکر د «منه دیم» په قومنده د «مراکندا» لور ته مخه کړه، کله چې پوځونه ځنګله ته نږدې شول، د سپتامنز جنګیالیو پری مرګونی برید وکړ، ګڼ شمېر یې له مینځه یووړل او نور یې کلا بند کړل، تر هغې چې تسلیم شي.
کله چې سکندر خبر شو، چې پوځونه یې پوپنا شول، په ډېرې ورختایئ مراکندا ته مخه کړه او خپل یوه جنرال «کراتر» ته یې سپارښتنه وکړه، چې دی وڅاري. نوموړی په څلورو ورځو کې هلته ورسېد او کله چې سپتامنز واورېدل، مخ په باختر وخوځېد او سکندر هم ورپسې شو، د درې زره په شاوخوا کې ځواکونه یې په سغدیانه کې پریښودل او پخپله د بلخ په لور وخوځېد او په لاره کې، ډېرو خلکو ته درانه زیانونه واړول، نر او ښځې، زاړه او واړه یې له تېغه تېر کړل.
سکندر لا دمه نه وه جوړه، خبرتیا یې تر لاسه کړه چې د سغدیانه وګړو یو ځل بیا پاڅون کړیدی، نو یو څه ځواکونه یې په باختر کې ځای پر ځای کړل او پخپله د امو رود غاړو ته مخه کړه.
کله چې سیمې ته ورسيد خپل جنګیالی یې په پنځو ډلو ووېشل، چې لومړی ډله یې د «هفستیون» دویمه یې د بطلیموس، دریمه یې د «پردیکاس» په مشرۍ، څلورمه برخه یې د «سنوس» او «آرته بارنس» او پنځمه ډله جنګیالي یې تر خپلی مشرۍ لاندې ونیول او حراکت وکړ، سغدانیه یې د جرګو او جګړو له لارې تابع کړه او په مراکنده کی راټول شول او د سکندر ځواکونه بیا مرګیانا ته ورسېدل.
ټولې سیمې لاندې شوې، یوازې، یوه سیمه، چې د «پترا اوکسیانه petra oxiana» پنوم یادېده ونه نیول شوه.
«اریمازس arimazes» تر پایه وجنګېد، تر هغې چې خواړه یې تمام شول، د سکندر ځواکونه کلا ته ورننوتل، پاتې ژوندي کسان یې په دار وځړول.
سکندر له مرګیانه (مرو) راوګرځېد او بلخ ته راغی او سپتامنز یو ځل بیا پاڅون وکړ او په «زاري اسپه» یې برید وکړ.
له پرلپسې بریدونو وروسته، د ماساژیت» پنوم یوه ټبر له سپتامنز سره خیانت وکړ او کله چې دوی پوه شول، چې سکندر د دوئ په سمیه برید کوي، نو بیا یې د هغه سر پریکړ او سکندر ته یې واستوه.
که څه هم یو شمېر څېړونکي انګېري، چې ده ځای پر ځای په یوناني پوځونو مرګوني ګوزارونه وکړل، خو د خپلو ملګرو د خیانت له امله ووژل شو.
داسې روایتونه هم شته چې سپتامنز له «مساګیتانو» سره یوځای د سکندر د ځواکونو د برید له امله دښتو ته پر شاشو، د «ارین» پنوم یو تاریخپوه پدې اند دی، چې باختریان او سغدانیان یو له بله جلا شو او (ماساژیت) یا مساکیتانو کمپ چور کړ…او سپتامنز یې (۳۲۷ م ز) وواژه او د هغه سر یې سکندر ته واستوو.[14] د روم یو بل تاریخپوه روفوس پدې ټینګار کوي «چې نوموړی د نېشې په حالت کې ویده وه او میرمن یې د هغه سر په توره غوڅ کړ…»[15]
هره خبره چې وي، ویبه، خو د دغه سر ښند ونکي اتل په وژلو، د سکندر پر وړاندې، چې کوم منظم بریدونه او مقاومتونه روان ول پایته ورسېدل، ولې تیت و پرک جنګ لا روان وو.
) روفوس، د سکندر تاریخ ۱۸۳[15]
ایا د هخامنشیانو مشر کوروش، د ساکانو د مشرې« تومیریس»له خوا ووژل سو؟؟