یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د ایډز ناروغۍ د پېښو نیږدې ۵۰ سلنه زیاتوالی

په افغانستان کې د ایډز ناروغۍ د پېښو نیږدې ۵۰ سلنه زیاتوالی

تاند (دوشنبه، د قوس ۱۳ مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت چارواکو د ایډز ناروغۍ د پېښو د شاوخوا ۵۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی.

د یاد شوي وزارت ویاند شرافت زمان ویلي چې دا پېښې له ۴۰ تر ۵۰ سلنې پورې زیاتې شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت لپاره د طالبانو د رژیم د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده د دې ورځې د نمانځنې موخه د عامه پوهاوي لوړول، په ایډز ناروغۍ د اخته ناروغانو روغتیايي خدمتونو لاسرسی او په دې برخه کې د معلوماتو شریکول ښودلي.

هغه همدا راز ویلي، دوی ژمن دي چې ټولو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه د هېواد په ټولو برخو کې وړاندې کړي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

 طالب چارواکو په دې غونډه کې پر ایډز ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر او وضعیت په اړه څه نه دي ویلي.

څو کاله وړاندې په افغانستان کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نیږدې ۲۰ زره تنه ښودل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب