یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپه ویانا کې د طالبانو د یو شمېر مخالفانو غونډه

په ویانا کې د طالبانو د یو شمېر مخالفانو غونډه

تاند (دوشنبه، د قوس ۱۳ مه) د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د طالبانو یو شمېر مخالفې څېرې د یوه څېړنیز انستیتوت په بلنه پرون را ټول شول او پام کې ده چې تر درېیو ورځو د افغانستان پر وضعیت وغږیږي.

دې غونډې ته د ځینو نورو طالب ضدو څېرو تر څنګ د ملي مقاومت په نوم د وسله والې ډلې مشر احمد مسعود هم ورغلی.

هغه د غونډې اصلي موخه د طالبانو د بدیل پیدا کیدو د هغو خبرو ځواب ګڼلی چې ډېر ځله د طالبانو پلویان یې د اوسني رژیم د ننګې لپاره مطرح کوي.

احمد مسعود ویلي چې دوی د افرادو نه؛ بلکې د یوه پروګرام او پروسې په چوکاټ کې د طالبانو د بدیل وړاندې کولو لپاره هڅې کوي.

احمد مسعود دا ادعا هم کړې چې د طالبانو خلاف وروستیو غونډو د دغه رژیم مشران وارخطا کړي.

د هغه اشاره ممکن د طالبانو د دفاع وزیر او د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر غبرګونونو ته وي چې د دوی خلاف د غونډو په اړه یې کړې وې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه مقام ذاکر جلالي د دغې غونډې په غبرګون کې ویلي چې د دوی مخالفان له دې پرته چې ځانونه د «طالبانو مخالفان» بولي، بل کوم سیاسي هویت نه لري.

یو شمېر نورو افغانانو هم پر ورته غونډو نیوکې کړي او ګډونوال یې پخوانۍ ناکامې څېرې بللي چې په وینا یې پخوا ازماېل شوي او بیا ازماېل یې ګټه نه لري.

5 COMMENTS

  1. دوی نور باید خپل وخت ضایع نکړی او د مقاومت او مقاومت بازی په نو خلک ونه غولوی دا ټول غله لندغر او د فحشا خپرونکی دی دوی دی اوس د همجنسګرایې غونډی جوړی کړی او ځان ته دی د خپل میل مطابق همجنسګر پیدا کړی

  2. میدان په خبرو نه ګټل کیږي ورته وا راشوه سی چي ستاسي او تالبانو ایمان سره معلوم سي په نظامي بخش کي.
    ستاسي وفا کفر او اسلام دواړو ولیده امریکا مو پریښوه تاسي تر تاجکستان تیرسواست میلت مو پریښوی د طالب سوټي ته تاسي تاشقند ته زان ورسوی.

  3. په پتاسو د آموخته کړم…..اوس د جوارو پولۍ خوند نه راکوینه. او دا چی : د مکار زاهد په قبر بدمستان سره ټول شوی….انتقام له ژونده اخلی هدیره یی میخانه کړه.

  4. لاندی تبصره می د پورته لیکنی په اړه نه ده بلکه په افغان جرمن کی د ښاغلی غفور لیوال د وروستی لیکنی په هکله ده.
    د ښاغلی غفور لیوال د روشنفکرانه! اجتماعی مبارزی ادبیات دومره زاړه او له مُډه لویدلی دی لکه مثلاً د امانی نهضت او مکتب په وړاندی د پښتون ټبر د مبارزی ادبیات.
    بناً
    نن سبا د انګریز او غرب د یو څو معدودو ( که چنې وهو نو ډیرو ) ږیرورو حاکمانو پرته بل هیڅ افغان په هغو زړو ټالونو کی نه ځنګیږی کوم چی ښاغلی غفور لیوال ترسیم کړی دی.
    د متحجرو مُلایانو په وړاندی د ټولنی د ځوانانو مقاومت او تنویر به د منلو وړ وی خو د انګریز د دسیسو په وړاندی د روشنفکرانو! سکوت د منلو وړ نه دی. د اصیلی روشنفکرانه مبارزی او ځوانانو د تنویر شیبه همدا اوس شتون لری ( دا به د ترخو واقعیتونو د انکار هڅه وګڼل سی چی یو روشنفکر پر افغان ټولنی باندی د سلو کلونو مخکی تورتم د انګریز د دسیسو پایله ګڼی خو د نن ورځی تورتم د تربرونو کلا او چاکی جامو د شتون پایله ګڼی ).
    که څه زه هم ځان یو اصیل روشنفکر بولم خو د غرب د فرهنګ محلی روشنفکرانو ته حیران یم چی ولی ئی ( حد اقل ) د دوحی د تړون د ماهیت پخاطر پر تندی باندی د خجالت او شرم او حیاء خوَلې نه را بهیږی او بیا ئی هم د خپل توپ خوله بل غلط ادرس ته توجیه کړی او د طالب د اصلی بادارانو د برائت په لټه کی دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب