ډاکتر شېرحسن حسن
د افغانستان له شمال ختيځه تر جنوب لوديځه پورې د ډيورند د تپل شوې کرښې کوزې خواته پراخه جغرافيه د افغانانو ځمکه ده، چې پر جنوبې اسيا او هندوستان باندې د انګريزي ښکېلاک د واکمنۍ په مختلفو وختو کې ټوټه ټوټه د افغانستان له وجوده په زور بيله شوې او په پای کې پاکستان ته په ميراث پاتې شوې ده. دغه سيمه په مختلفو وختو کې د خپلو او پرديو له خوا کله پښتونخوا، کله دهند شمالغربي سرحدي صوبه، کله پښتونستان، کله خيبرپښتونخوا، او موږ افغانان يې ښکېل شوی يا محکوم افغانستان بولو. دغه خاوره د اباسين د سيند کيڼې خواته له چتراله تر بولانه اوږده پرته ده ، شاوخوا سل کيلومتره مربع مساحت لري او لږ تر لږه ديرش – پنځه ديرش ميليونه خلک ژوند په کې کوي.
موږ ښايي په نني بحث د دې مجال ونه لرو، چې د دې جغرافيې په تاريخي پس منظر ډير تم شو، خو دومره بايد ووايو چې دغه جغرافيه د ګندارا د تمدن مهمه برخه ده، او لکه څنګه چې پوهيږو د ګندارا تمدن له ميلاد څخه دمخه له هندوکشه تر اباسينه د پراخې جغرافيې مشترکه تاريخي مخينه ده.
دوه زره کاله پخوا د کوشانيانو د نوميالي پاچا کانشکا له زماني راوروسته بيا تر کابل شاهانو، غزنويانو، غوريانو، پر هندوستان د مغولو تر واکمنۍ او بيا د بارکزيو اميرانو او سردارانو تر واکمنيو پورې له امو تر اباسيه پراخه جغرافيه د افغانستان برخه او پر کابل د واکمنو له خوا اداره کېده.
بر سېره پردې ددغې پراخې سيمي خلک د طبعي جغرافيې، جنټيکي، اتنيکي، قومي او ژبنيو اړيکو، ديني باورونو، کلتوري او نورو ټولو ځانګړتياو له مخې افغانان دي او ځمکه يې د افغانستان برخه ده.
له بده مرغه لومړی په ۱۸۳۸ کال د انګريزانو او سکانو له خوا د شاه شجاع په لمسولو، بيا په ۱۸۷۹ کال د انګريزانو له خوا د امير يعقوب خان په ډارولو او تطمع کولو او په ۱۸۹۳ کال د امیر عبدالرحمان په مجبورولو د دغي خاورې ټوټې له افغانستان جلا شوې او د برتانوي هند تر ښکېلاک لاندې راغلې دي.
د ډيورند تحميلي کرښه تر دې بريده ظالمانه، جابرانه او غير انساني ده چې د يوه کلي کورونه يې يوې او بلې خوا ته ويشلي، د يوه ورور کور د کرښې يوې خوا ته او د بل ورور کور بلې خواته پاتې شوی دی، د يوه سړي کور يوې خواته او جايدادونه يې د پلرنۍ هديرې په شمول بلې خواته پاتې شوي دي.
بر سېره پر دې انګريزي ښکېلاک او د پاکستان تر جوړېدو راوروسته پنجابي ښکېلاک دغه سيمه په هدفمند ډول وروسته پاتې ساتلې، خلک يې له ليک او لوست او په ځانګړي ډول په خپلې مورنۍ ژبه له زده کړو محروم او په لوی لاس يې دغه خاوره د سيمه ايزو او نړيوالو کرايي سړي وژونکو د روزنې، پالنې او پټېدنې په مرکز بدله کړې ده.
پوهيږم چې د ډير تفصيل او وضاحت وخت نشته، خو دومره بايد ووايم د تاريخ په اوږدو کې يو وار په ۱۹۲۹کال کې، دوهم وار په۱۹۹۲ کال کې او بيا په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د دولتي نظام او ملي هستۍ د سقوط لپاره ورانکاري ډلې له همدغه ځايه جنګ او ورور وژنې ته لمسول شوې او هڅول شوې دي.
سره له دې چې د تحميلي ويش دواړو غاړو ته پرتو ولسونو په هيڅ صورت دغه ظالمانه ويش نه دی منلي، خو تر وروستيو پنځو – شپږو کلونو پورې د ښکېلاک ، ظلم او بې عدالتۍ پر وړاندې د مبارزي، پر خپلې خاورې د خپل اختيار لپاره د پراخ، متعهد او متشکل پاڅون غږ د واکمنو او بي واکو سياسي ګوندونو او مدني فعالينو له لخوا نه و پورته شوی.
له نيکه مرغه په وروستيو پنځو شپزو کلونو کې له چتراله تر بولانه ددغې سيمي خلک، ځوانان، سپين ږيري، ښځې او نر راپاڅېدلي دي، د پېړيو سکوت يې مات کړی، د ښکېلاک، ظلم او استبداد څخه د خپلو خلکو د خلاصون لپاره يې د متحدې او متعهدې مبارزې اواز پورته کړی دی.
د ډيورند د نامنل شوې کرښې د کوزې غاړې پښتنو ځوانانو تر کراچۍ، لاهور او اسلام اباد پورې ښار په ښار او کلي په کلي د پنجاب د ښکېلاکي واکمنۍ پر وړاندې دخپلواکۍ او انقلاب ناره پورته کړه. د لومړي ځل لپاره تر کراچۍ، لاهور او اسلام اباد پورې د پاکستان په غير پښتني سيمو او ښارونو کې د پښتون ژغورنې غورځګ فعالانو د افغانستان د جمهوريت په ملاتړ د افغانستان درې رنګه ملي بېرغ او د لر او بر يو افغان ناره يې پورته کړه.
تر ټولو مهمه دا ده چې د پښتون ژغورني غورځنګ لارويانو دا خبره د لومړي ځل په ډاګه او ميداني کړه چې دوی د خپلو خلکو لپاره په خپله مورنۍ ژبه زده کړې غواړي، د خپلو ماشومانو لپاره خپل تعليمي نصاب، ځوان نسل ته په خپل تاريخ پوهيدل، د خپلو ملي ميړنيو او فرهنګي نومياليو پېژندل او بالاخره پر خپله خاوره خپل اختيار غواړي.
دا هغه توکي دي چې هر ښکيل شوي ملت ته د ښکيلاک له زنځيره د خلاصون دروازې پرانيزي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه رڼا خپره کړې، دغه رڼا له امو تر اباسينه ډيرې تاريکې لارې روښانه کړې دي، او حتا هغه ړندې سترګې يې هم بينا کړې دي چې تر دې وروستيو د خپلې مورنۍ خاورې – افغانستان د نظام، پوځ او ملي هستۍ په بربادولو د پاکستان د استخباراتو زړونه ښادول.
ليرې نه ده چې ددغه رڼا په قوت به د لر وبر يو افغان او له امو تر اباسينه د يو وطن ملي ارمان د عمل په ډګر کې پلی شي.