دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد ځاځي میدان او کورمې ترمنځ د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ...

د ځاځي میدان او کورمې ترمنځ د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۱۵ مه) د پکتیا ولایت د ځاځي میدان او د خیبرپښتونخوا د کورمې د علیزو ترمنځ د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ تېره شپه سخته نښته شوې ده.

پاکستاني رسنۍ وايي، دا نښته په یوه لانجمنه سیمه کې د پوستې د چوړېدو پر سر شوې ده.

پاکستاني رسنیو ته د دغه هیواد امنیتي چارواکو ویلي چې افغان طالبانو نوې پوسته جوړوله او دا کار د پاکستاني ځواکونو له غبرګونسره مخامخ شوی دی.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د طالبانو یوه پوسته او یو ټانک یې ویجاړ کړي دي.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

تراوسه پورې دواړو خواوو ته د اوښتو مرګ ژوبلو په اړه معلومات نه شته.

ځايي اوسدیونکي وايي چې نښته د شپې په ۸ بجې پیل شوه او تر ۱۲ بجو یې دوام وکړ. دواړو خواوو له درنو وسلو کار واخیست.

دا نښته څو  اوونۍ وروسته له دې کېږي چې په تورخم کې په ورته مسله د اختلاف له کبله د دواړو خواوو ترمنځ نښته وشوه او په نتیجه کې یې د پاکستاني پوځیانو یوه پوسته ویجاړه شوه او ځواکونه یې شاتګ ته اړ وتل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب