دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهم.م غواړي چې د افغان کروندګرو د ملاتړ لپاره د بدیل...

م.م غواړي چې د افغان کروندګرو د ملاتړ لپاره د بدیل معیشت کنفرانس جوړ کړي

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۱۵ مه) افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت مشره او د سرمنشي ځانګړې استازې وايي، ملګري ملتونه غواړي چې په افغانستان کې د بدیل کښت او پر مخدرو موادو د روږدو کسانو له درملنې سره د مرستې د راټولولو په خاطر نړیوال کنفرانس جوړ کړي.

روزوا اتونبایوا دا خبره پرون (چهارشنبې) د طالبانو د ريیس الوزرا له سیاسی مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې وکړه.

اتونبایوا د مخدرو موادو او د کوکنارو د کښتونو په وړاندې د طالبانو مبارزه وستایله او ویې ویل:« یوناما هڅه کوي، چې په افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د بدیل کښت، د روږدو کسانو درملنې او له بزګرانو سره د مرستې په موخه د ګڼ شمېر هېوادونو او بنسټونو ګډه ناسته جوړه کړي، چې د اسلامي امارت استازو ته به هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شي.»

د دوحې په درېیم کنفرانس کې د طالبانو یوه غوښتنه دا وه چې نړیواله ټولنه دې له افغان کروندګرو سره د کوکنارو په ځای د بدلیو کښتونو په برخه کې مرسته وکړي.

څرګنده نه ده چې ملګري ملتونه به کله له افغانستان سره د بدیل معیشت نړیوال کنفرانس جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب