دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد م.م. د بشري حقونو کمیشنرۍ د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه...

د م.م. د بشري حقونو کمیشنرۍ د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه ښکاره کړه

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۱۵ مه) د ملګروملتونو د بشري حقونو یه کمیشنرۍ وایي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ناوړه دی او افغانان لا بېوزله شوي دي، په دې هیواد کې د بشري حقونو وضعیت لا هم د اندیښنې وړ دی.
په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا په تازه راپور کې ویل شوي چې ښځې او نجونې له سختو محدودیتونو سره مخامخ شوي، مدني فضا او د رسنیو ازادي زښته محدوده شوې او د قانون حاکمیت او د بشري حقونو ساتنه له نړیوالو نورمونو ډیره شاته پاتې ده.
دا راپور داسې مهال خپریږي چې ټاکل شوې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا راتلونکې اونۍ د سپټمبرپه نهمه په خپله ۵۷ غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو روان وضعیت وارزوي.
د افغانستان لپاره د دې شورا له خوا ټاکل شوي ځانګړي راپورورکونکي ریچارډ بینیټ چې طالبانو پرې افغانستان ته د سفر بندیز لګولی، سیمې ته په وروستي سفر کې په ترکیه او قطر کې د افغانانو په ګډون له یو شمیر لورو سره په افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

ملګري ملتونه وايي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ښځو وضعیت پام وړ زیانمن شوی او هغوی یې تر ډېره د خپلو روا حقونو بې برخې کړې دي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ د (وږي ۱۵مه) د یو راپور په خپرولو سره لیکلي، چې په تېرو درېیو کالو کې د طالبانو د مشر له‌خوا ۷۰ فرمانونه تر ډېره پر ښځو او نجونو د بندیزونو د لګولو په موخه صادر شوي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) نن پنجشنبه (د وږي ۱۵مه) پر خپله ایکسپاڼه کښلي چې په افغانستان کې د ۸۰ سلنه کورنیو هر غړی د ورځې له یو امریکایي ډالر څخه په کمو پیسو ژوند تېروي.
دغه دفتر وایي، چې د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره لا ډېرو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب