دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پوځ وايي، په ۸ میاشتو کې یې ۱۹۳ پوځیان وژل...

د پاکستان پوځ وايي، په ۸ میاشتو کې یې ۱۹۳ پوځیان وژل شوي

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۱۵ مه) د پاکستان پوځ وايي، په تېرو ۸ میاشتو کې یې ۱۹۳ صاحب منصبان او سرتېري وژل شوي دي.

بریدجنرال احمدشریف چودري نن (پنجشنبې) په راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، پوځ په تېرو ۸ میاشتو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس ۳۲ زره ۱۷۳عملیات کړي چې په لړ کې یې ۱۹۳ پوځي افسران او سرتېري وژل شوي دي.

ده دا هم وویل چې تر ټولو ډېر عملیات په وروستۍ یوه میاشت کې شوي او په لړ کې یې د ټي ټي پي ۹۰ غړي وژل شوي دي.

د چودري په وینا، د پاکستان پوځ او نور امنیتي ځواکونه پر خپلو وسله والو مخالفانو د ورځې تر ۱۳۰ ډېر بریدونه کوي او دا بریدونه به تر هغو دوام لري چې د «ترهګرو» ټولې ځالې ورانې شي.

ده یادونه وکړه چې پوځ او نورو امنیتي ځواکونو په وروستۍ یوه میاشت کې ۴۰۲۱ بریدونه کړي دي.

تر دې مخکې د سې شنبې په ورځ د پاکستان د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز، اګست میاشت د ۲۰۱۸ له جولای راوروسته تر ټولو خونړۍ میاشت وبلله.

د دې ادارې، چې د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه راپورونه خپروي، د راپور پر اساس، د اګست په میاشت کې په پاکستان کې ۲۵۴ تنه وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب