دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهستانکزی، افغانستان به هیڅکله ونه وېشل شی

ستانکزی، افغانستان به هیڅکله ونه وېشل شی

تاند (جمعه، د سنبلې ۱۶ مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، د افغانستان اوسنی واکمن نظام د قوم او مذهب پر بنسټ نه، بلکې د اسلامي شریعت پر بنسټ ولاړ دی.

هغه وويل، د دې نظام ساتنه د هر چا دنده ده او افغانستان به هېڅکله ونه وېشل شي.

ستانکزي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د هېواد پر یووالي او بشپړتیا خبرې وکړې او ویې ویل، له څو کلونو راهیسې د افغانستان د قومونو او ولایتونو د وېش هڅې روانې دي، خو دا هڅې ناکامې شوې او افغانستان نه بېلېدونکې دی.

هغه زیاته کړه، افغانستان سیاسي او نظامي ازادي لري، خو دښمن یې کرار ناست نه دی او په استخباراتي، اقتصادي او تبلیغاتي حربو د اسلامي امارت پر وړاندې جنګېږي.

ستانکزي څرګنده کړه چې اوس په هېواد کې جګړه نشته، افغانستان په سیاسي، اقتصادي او تعلیمي برخو کې پرمختګ ته اړتیا لري.

ستانکزي تر دې وړاندې د نجونو د تعلیم ننګه کړې او ویلي چې افغانستان د نجونو له زده کړو پرته پرمختګ نه شي کولی خو د پنجشنبې په ورځ یې په دې اړه څه ونه ویل.

د ستانکزي په شمول نورو طالب چارواکو هم د نجونو د تعلیم په برخه کې زغرد او ښکاره انتقادونه وروسته له هغه درولي چې مشر یې ملا هبة الله اخوندزاده له دوی وغوښتل چې د ده د اوامرو خلاف په رسنیو کې څه ونه وايي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب