ډاکتر محمد ابراهیم شینواری
انسان له خپل پیدایښت څخه تر اوسنۍ زمانې پورې ستر پرمختګونه کړي دي، خو په دې اوږده سفر کې یې له یو بل سره همکاري (Cooperation) او سیالي (Competition) دواړه ښودلي دي. هغه نه یوازې د کورني، ټولنې او بشریت د پرمختګ په لور ستر ګامونه اخیستي دی، بلکې د واک او منابعو پر سر یې سیالي کړي او په جګړو، اختلافونو، او ویجاړیو کې یې هم برخه اخیستې ده. په دې لیکنه کې به د تاریخ، بیولوژۍ، نیوروساینس، فزیک، ارواپوهنې، انسانپوهنې، ټولنپوهنې، فلسفې، سیاست او دین په رڼا کې د دې پوښتنې ځواب ولټوو چې آیا انسان په فطرت کې سیالي ګر دی که همکار؟
تاریخ:
د بشري تاریخ له مطالعې څرګندېږي چې انسان له خپلو همنوعانو سره هم د همکارۍ غوره مثالونه وړاندې کړي، ټولنې، ښارونه او بنسټونه یې جوړ کړي دي؛ خو له بلې خوا یې د منابعو او واک تر لاسه کولو لپاره تر ټولو بدې جګړې کړي دي، طبیعت او چاپېریال یې ویجاړ کړی او نورو ژوندیو موجوداتو ته یې زیان رسولی دی.
د ښکار او خوړو ټولونې دوره:
په هغه وخت کې چې لا کورونه، کلي، او ښارونه نه وو جوړ شوي، او زراعت نه و رواج شوی، انسانانو د خوړو د موندلو لپاره ښکار کاوه او مېوې او غلې یې ټولولې. په دې دوره کې همکاري د انساني بقا او بریا لپاره ډېره مهمه وه او انسانانو ته یې د ژوند کولو لپاره لازمې زمینې برابرولې.
د کرنې دوره:
کله چې انسان زده کړل چې څنګه پر ځمکه کر وکړی، او له حیواناتو ګټه واخلي، نو کروندګرۍ ته داخل شو. په دې دوره کې، د منابعو د زیات تولید لپاره همکاري ګټوره وه، خو د منابعو پر سر لانجې او جګړې هم رامنځته شوې. پیاوړو ګروپونو پر کمزورو بریدونه کول او د هغوی منابع یې لوټلې.
د لویو ټولنو جوړېدل:
وروسته چې لویې ټولنې جوړې شوې، د متجانسو ګروپونو تر منځ همکاري زیاته شوه ترڅو ګډ ژوند او شریک روایتونه وساتي. خو د مقابلو ټولنو تر منځ د واک، منابعو او جوړو (ازواجو) پر سر جګړې لا شدیدې شوې او د جګړو سطحه پراخه شوه.
د یووال نوح هراري نظریه:
تاریخپوه او فیلسوف یووال نوح هراري وایي چې له نورو ژوندیو ژویو د انسان برتري په دې کې ده چې هغه په لویه کچه همکاري کولی شي او د لویو ټولنو د جوړېدو لپاره مشترک روایت جوړولی شي. نوموړی وایي چې د انسان بل مهم قابلیت دا دی چې تصور او تخیل کولای شي، چې په نتیجه کې کشف، اختراع او زیات تولید ممکنېږي.
د تعاون او سیالۍ په باب ارقام او تاریخي مسیر یې
د بېلابېلو څېړنو پر بنسټ په ټولنو کې له ۴۰ تر ۶۰٪ وګړي په ډله ایزو کارونو کې برخه اخلي، چې د لا زیاتو خلکو د برخه اخیستلو په صورت کې دا سلنه زیاتیږي، خو که نور خلک ګډون نه کوي، نو همکار خلک هم ستړي کېږي. د تعاون پر سطحه د ټولنیزو نورمونو اغیز خورا زیات دی او په هغو ټولنو کې همکاري زیاته وي چې وګړي یې په ګډ ژوند عادت وي.
په ټولنو کې د زورزیاتي کوونکو وګړو سلنه په سل زره کې له یوه نفره نیولي تر ۵۰ نفرو رسیږي. البته د تشدد تاریخي مسیر دا ښيي چې د وخت په تېرېدو سره کم شوی دی. د هیوادونو تر منځ لا هم وسله والې سیالۍ کیږي، چې له ۱۰ تر ۲۰ سلنه هیوادونه په یو وخت کې په یو ډول جګړې ته لاس اچوي.
تاریخي پایله:
تاریخ دا ښیي چې د همکارۍ په نتیجه کې ټولنې، وسایل، تخنیک، او سیستمونه رامنځته شول، خو د زیاتو منابعو او واک پر سر سیالۍ او جګړو سترې تباهۍ رامنځته کړې. له دې ثابتیږي چې انسان د همکارۍ او اعمار وړتیا لري، او د اړتیا پر مهال یې سیال کړې ده له یوې خوا د بقا سبب شوې او له بله اړخه یې تشدد، او ویجاړۍ ته هم لاس اچولی دی.
بیولوژي، جینیتیک او تکامل (Biology, Genetics and Evolution)
د تکامل فشارونه:
انساني سلوک د تکامل په بهیر کې همکاري او تشدد دواړه زده کړي دي. انسانان د فردي او ګروپي بقا، تولید او د منابعو د ساتلو لپاره همکاري کوي، او د ګواښونو په وړاندې د دفاع لپاره تشدد ته مخه کوي.
جینونه او سلوک:
پدې وروستیو کې د “ځان غوښتونکي جن” نظریه هغومره مقبوله نده، او جینونه د همکارۍ او تشدد په برخه کې بې طرفه ګڼل کېږي. د سلوکي جینیتیک له مخې، ځینې ځانګړي جینونه شته چې همکاري او یا تشدد تشویقوي
جګړه مار جین (MAOA):: دا جین د چاپېریالي فشارونو او ګواښونو په صورت کې فعالیږي او انسان د مقابلې لپاره تیاروي.
سوله ایز جین OXTR : دا جین د اوکسیټوسین ریسیپټر کوډ کوي او په ټولنیزو اړیکو او همکارۍ کې دخیل دی او له مختلفو ټولنیزو او همدردانه سلوکونو سره تړاو لري.
د بدن هورموني تغییرات:
په همکارۍ کې بدن د اوکسیټوسین، اندورفین، او انکیفالین په نومونو مواد افرازوي، چې مثبت او خوښونکي احساسات را منځ ته کوي. د دې برعکس په تشدد یا سترس کې بیا اډرینالین، کورتیسول، نارایپی نفرین، ډوپامین، ګلوکوګون، او واسوپریسین افرازیږي، چې بدن راپاروي، اضطراب زیاتوي، او د دفاعي سیستم داخلي برخې کمزورې کوي، ترڅو ټوله توجه د بهرني خطر دفع کولو ته واړوي.
د اوکسیټوسین ځانګړی رول:
اوکسیټوسین، چې د مینې او تړون هورمون په نوم یادېږي، هغه وخت په بدن کې افرازیږي چې انسان له خپلو (موږ) سره په اړیکو او تعامل کې وي. خو په مقابل کې، د نورو (دوی) په حالت کې نه افرازېږي. له دې څخه پوهېدای شو چې د ګروپونو، نژادونو، مذهبونو، ملتونو او تمدنونو تر منځ د “موږ” او “دوی” بیلتون د ټکر او مخالفت سیب کېږي. که غواړو نړیواله سوله او ورورولي رامنځته شي، باید د “موږ” دایره پراخه کړو او ټول انسانیت پکې شامل کړو.
د ډاروین او لامارک رول:
ډاروین انسان د نورو ژوندیو موجوداتو په شان داسې موجود ګڼي چې د بقا لپاره مسابقه کوي، او تر ټولو تکړه موجود بقا کوي. خو لامارک وایي چې د انسان شخصیت د همکارۍ پر لور تمایل لري. د لامارک پیرو، ډاکتر بروس لیپټون، وایي چې د انسان د بدن سل ټریلیونه حجرې په خپلو کې ټینګه همکاري کوي، او همدغه همکاري د دې سبب شوې ده چې انسان، د یو پیچلي او عالي ژوندی موجود په توګه، ژوند او پرمختګ وکړي. له دې نتیجه اخستل کېږي چې د یو موجود په داخل کې همکاري د ژوند د دوام، روغتیا او پیاوړتیا سبب کېږي. له نورو ژوندیو ډولونو سره په ګډو کارونو کې همکاري او د رقابت په صورت کې رقابت او سیالي برخه لري. که ټوله انساني ټولنه یو بدن وګڼل شي، بیا د رقابت ځای نه پاتې کېږي.
د بدن دفاعي میکانیزمونه:
کله چې بدن له داخلي یا بهرني خطر سره مخامخ کېږي، سلګونه میلیونه حجرې مرګ ته تیاریږي، ترڅو انسان د یو روغ او فعال سیستم په توګه پاتې شي. یعنې دغه حجرې د ټول بدن یا سیستم د دوام لپاره کار کوي، نه د ځان لپاره.
د حجرو تر منځ همکاري:
د سل ټریلیونه حجرو تر منځ همکاري موږ ته درس راکوي چې د ځمکې اته بیلیونه شعوري موجودات (انسانان) هم د بشریت د یو بدن په توګه د همکارۍ له لارې پرمختګ کولی شي او د جګړو، ټکرونو، تباهۍ او ورانۍ مخه نیولی شي.
عصبي علوم (Neuroscience)
د (Prefrontal Cortex) دماغي برخه:
پریفرنټل کارټیکس هغه دماغي برخه ده چې د همکارۍ ټولنیز سلوک هم رامنځ ته کوي او د متشدد سلوک او جګړې سیب هم کېدای شي. دا برخه د احساساتو سره تړاو لري او د مربوط احساس په بنسټ متناسب غبرګون څرګندوي.
دماغي لیږدونکي (Neurotransmitters)
د اوکسیټو سین په شان دماغي لیږدونکي، په انسانانو کې د پیوند او همکارۍ سلوک پیاوړی کوي.
د فشار او تاوتریخوالی په وړاندې دماغي غبرګون:
دماغ د اډرینالین او کورتیزول تولید تنبیه کوي چې (د جګړې یا تیښتې هورمون په نوم یادیږي) له فشار او تاوتریخوالي سره اړیکه لري او بدن د دفاعي وضعیت لپاره چمتو کوي.
اروا پوهنه (Psychology)
سلوکي څېړنې:
سلوکي څېړنې ښيي چې انسانان د همکارۍ او تشدد دواړو وړتیا لري.
ټولنیز سلوک:
د ټولنیز سلوک څېړنې، لکه د ګروپ دینامیک او د رواني فشارپه وخت کې فردي چلند ښيي چې انسانان د ګډو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره همکاري کوي او د تهدید په صورت کې تشدد ته مجبوریږي.
پرمختیایي ارواپوهنه:
ماشومان هم د همکارۍ او ګډو لوبو میلان ښيي او هم د تهدید او پارېدنې په حالت کې شخړې ته میلان لري.
د ماشومانو سلوکي تجربې:
په بې طرفه حالت کې، ماشومان عموماً له متشدد سلوک څخه نه، بلکې له مظلوم سره د همدردۍ او خواخوږۍ احساس کوي. دوی حتی د بل ماشوم د ژړا په صورت کې خپل لوبیز وسایل هغه ته ورکوي. په لاندې ویدیو کې یې تر یو کلنۍ کم عمره څو ماشومانو ته د لوبو د سامان په واسطه داسې حالت ښودل شوی دی، چې یوه اله له بلې سره مرسته او یوه بله یې مخنیوی کوي. وروسته ماشومانو هغه د لوبو اله خوښه کړې ده، چې همکاري کوي.
دا تجربه وروسته د هاروارډ پوهنتون څېړونکو لا پراخه کړه، د لوبو د الو رنګونه او شکلونه یې بدل او دا یې یقیني کړه ماشومان د رنګ او شکل په خاطر نه، بلکې د همکارۍ د سلوک په خاطر د لوبو مشخصه اله خوښوي.
چاپېریالي اغېز:
د همکارۍ او تشدد په سلوکونو کې توازن د ټولنیزو، چاپېریالي، او فردي عواملو لخوا اغېزمنېږي. انساني او له محبته ډک چاپېریال، روزنه، مثبت نشرات او د سولې کلتور د همکارۍ د زیاتېدو سبب ګرځي.
فرایډ، اډلر او یونګ:
فرایډ په تشدد او جنسي غریزې تمرکز کاوه، اډلر د همکارۍ او ټولنیزو احساساتو پر اهمیت ټینګار کاوه، او یونګ د فردي ودې، ځان پېژندنې، او جمعي همکارۍ په اړه نظریات وړاندې کول. فرایډ د انساني طبیعت یوه برخه متشدده ګڼله، خو اډلر او یونګ همکاري اصل ګڼله او تشدد یې د دفاع او عکس العمل یو ډول ګاڼه.
په انساني کړنو او اړیکو کې د غریزو (Instincts) او شهودي احساساتو (Intuitions) رول
غریزې او شهودي احساسات د همکارۍ یا سیالۍ پر لور د انسانی سلوک په سوق کولو کې مهمه برخه لري، چې په لاندې کرښو کې په لنډیز سره وړاندې کېږي. غریزې او شهودي احساسات د فزیولوژي او ارواپوهنې سره اړیکي لري:
غریزې
په تعاون کې:
ټولنیز تړاو: غریزې د همکارۍ په رامنځ کېدو له دې امله اغیز کوي چې د افرادو تر منځ د ټولنیز پیوند، همدردۍ، او تړاو سلوکونه هڅوي. په نتیجه کې انسانان اتحادیې جوړوي، د شریکو ګټو لپاره یوځای کار کوي، او د اړتیا پر مهال د یو بل ملاتړ کوي.
متقابل عمل: له دې امله چې له نورو سره مرسته کول د نورو له خوا د متقابلې مرستې احتمال زیاتوي، نو انساني غریزې افراد له نورو سره همکارۍ ته هڅوي.
په سیالۍ کې:
بقا او ژوندي پاتې کېدل: ژوند او منافعو ته د خطر پر مهال د انسان په بدن کې د جګړې یا تیښتې غبرګون فعالیږي چې یا برید او یا تیښته کوي، تر څو ځان وساتي.
برلاسی او د مراتبو سلسله: د برلاسۍ یا ټولنیز مقام ته د رسیدو یا یې د ساتنې غریزه هم انسان سیالۍ ته لار هواروي چې پکې انسانان د ځواک، حیثیت یا منابعو لپاره سیالي کوي.
شهودي احساس:
شهودي احساس د تصمیم نیولو او ټولنیزو نښو، او اشخاصو د نیتو او ارادو په باب انسان ته لار شيي.
چټکه پرېکړه: په پیچليو ټولنیزو حالتونو کې شهودي احساس انسان ته د چټکې پریکړې توان ورکوي، تر څو ژر فیصله او قضاوت وکړي چې حالت د همکارۍ او که د سیالۍ غوښتنه کوي.
ټولنیزې نښې پېژندل: شهودي احساس انسان توانمنوي چې ټولنیزې نښې وپېژني، د نورو نیتونه درک کړي، او پر اساس یې پریکړه وکړي چې حالت همکاري ته برابر دی که سیالي ته.
لنډه دا چې انساني غریزې او شهودي احساسات داسې لارښود ځواکونه دي چې د شرایطو، ګټې یا ګواښ په پام کې نیولو سره زموږ تمایلات د همکارۍ یا سیالۍ پر لور سوقوي. دا غریزې انسان ته د دې لپاره ورکړل شوې دي چې خپله بقا او ټولنیز یووالی داسې ټینګ کړي، چې د همکارۍ د اړتیا او د سیالۍ د واقعیت تر منځ توازن وساتلي شي.
فلسفه (Philosophy)
الف. اخلاقي نظریې:
د انساني فطرت په باب فیلسوفان بېلابېل نظرونه لري:
اسلامي فیلسوفان لکه فارابي او ابن رشد باور لري چې د انسان فطرت د همکارۍ او سیالۍ دواړو ځانګړتیاوېلري. د دوی په نظر، انسانان د همکارۍ له لارې ټولنیز نظم رامنځته کوي، خو سیالي کولای شي د هغوی د لاسته راوړنو او پرمختګ لپاره یوه انګېزه شي.
ژان ژاک روسو: باور لري چې انسانان په فطري ډول ښه دي خو ټولنه یې فاسدوي.
توماس هابز: باور لري چې انسانان په فطري ډول ځان غوښتونکي او متشدد دي او د نظم ساتلو لپاره ټولنیزو تړونونو او انضباط ته اړتیا لري، یعنې قوانین انسانان سمې لارې ته راولي.
ب. د ټولنیز تړون نظریه:
هابز: دلته بیا هم هابز وړاندیز کوي چې همکاري د عقلاني یا ټولنیزو تړونونو څخه رامنځ ته کېږي چې د ځانځانۍ له طبیعي حالت څخه مخنیوی وشي.
جان لاک: وایي چې انسانان په طبیعي حالت کې یو ډول اخلاق او عقل لري چې د خپلو حقونو او د نورو حقونو درناوی کوي، او پر همدې بنسټ دې ټولنیز تړون رامنځ ته شي.
ژان ژاک روسو: دلته هم وایي چې داسې قوانین دې جوړ شي چې د منحرفینو مخه ونیسي او وګړي د خپل سم انساني فطرت له مخې ژوند وکړي او له بل سره همکاري وکړي.
ټولنپوهنه (Sociology)
د ټولنپوهنې له نظره، انسان متنوع شخصیت لري چې د شرایطو او فرهنګي چاپېریال په اساس بدلون مومي.
الف. همکار (Cooperative) اړخ:
ټولنیز ژوند:
انسان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له نورو سره همکاري کوي. د همدې لپاره ټولنیز جوړښتونه، لکه کورنۍ، قبیله، او ټولنې، د همکارۍ پر بنسټ رامنځ ته کېږي.
فرهنګ او اخلاق:
فرهنګي ارزښتونه، اصول، او قوانین همکاري او متقابله مرسته هڅوي.
مشترکې ګټې:په سوداګرۍ، زده کړو، او نورو ټولنیزو چارو کې پرمختګ همکارۍ ته لار هواروي او متقابله ګټه رامنځ ته کوي.
ب. شریر (Violent) اړخ:
د بقا غریزه:
د بقا غریزه انسان خپلې دفاع ته هڅوي، چې دفاعي او یرغلیز تشدد دواړه پکې راڅرګندېږي. د داروین د بقا لپاره د جګړې نظریه ورو ورو په ټولنپوهنه کې هم رواج شوه او د ټولنیز داروینزم تیوري یې رامنځ ته کړه.
سیالي یا رقابت (Competition)د محدودو منابعو (ځمکې، خوړو، اوبو او نورو) لپاره سیالي د شخړو او جګړو سبب کېږي، ځکه انسان د خپل ژوند د تدوام لپاره دغو منابعو ته اړتیا، او ورسره شدیده مینه لري.
د قدرت او واک هڅه:
د بشري ټولنو په تاریخ کې انسانانو اکثراً د قدرت او واک ترلاسه کولو لپاره یو له بل سره جګړې کړي دي، چې په دغو حالاتو کې یې متشدد قوتونه او خویونه فعال شوي دي.
د ټولنپوهنې پلار او اسلامي پوه ابن خلدون نظر: د ابن خلدون په نظر، عصبیه (چې هغه یې د ټولنیز انسجام معادل کاروي) هغه ځواک دی چې قبایل او کورنۍ د همکارۍ لپاره یوځای کوي، چې په نتیجه کې یې دغه ټولنه یو ځواکمن ټولنیز جوړښت رامنځته کوي. دا ډول همکارۍ د سیالۍ په وړاندې د یوه دفاعي مېکانیزم په توګه عمل کوي، چې له خپلې ډلې او ټولنې څخه د بهرنیانو په وړاندې ساتنه وکړي هغه پدې باور دی چې دغسې داخلي انسجام او همکاري د مخالفو ټولنو پر وړاندې په سیالۍ کې د بري لپاره ضرور ده.
ابن خلدون وایي چې که د یوې ټولنې یا ډلې تر منځ د واک او منابعو پر سر داخلي سیالي رامنځ ته شي، نو د دغې ټولنې د زوال سبب کېږي. او دا ډول داخلي سیالۍ هغه وخت رامنځ ته کیږي، چې نوموړې ټولنه د زوال پر لور روانه شوې وي.
د ابن خلدون په نظر، یو قوي او باثباته تمدن هغه دی چې د همکارۍ او سیالۍ ترمنځ یو متوازن حالت وساتي. په داسې حالت کې، همکاري د ټولنیز نظم او پرمختګ لپاره اساسي ده، چې سیالي پکې د ځواک، ابتکار او پرمختګ د انګېزې په توګه عمل کوي.
انسان پېژندنه (Anthropology)
د انسان پېژندنې له مخې، انسانان د بېلابېلو کرکټرونو لرونکي دي. په دې برخه کې لاندې ټولنپوهنیز مسایل مهم دي:
الف. کلتوري انسان پېژندنه:
وایي چې په مختلفو کلتورونو کې د همکارۍ او تشدد دواړه سلوکونه لیدل شوي دي.
تعاون: په انسانانو کې د متقابل ملاتړ لپاره همکاري ضروري ده.
تشدد: د لوړتیا غوښتلو او ساتلو لپاره سیالي او تشدد رامنځ ته کېږي.
ب. لرغون پوهنه:
د لرغونو ټولنو له مطالعې څرګندېږي چې لومړنيو انساني ټولنو د ګډ ښکار او خوړو ټولولو لپاره همکاري کوله، او د دفاع او منابعو لپاره تشدد ته مجبوریدل یا هڅېدل. داسې ښکاري چې زموږ پخواني نیکونه تر موږ ډېر متشدد وو.
فزیک اور ریاضي (Physics and Mathematics)
فزیک: که څه هم فزیک د انساني سلوک په اړه مستقیم معلومات نه شي وړاندې کولی، خو د سیسټمونو د تیوري له مخې پر معلوماتو د پوهېدو موږ ته یو څراغ لګوي. د فزیک له نظره، د انسانانو ترمنځ همکاري او سیالي د انرژۍ د ډاینامیک او سیسټم تیوري د اصولو له مخې تشریح کیدای شي. په فزیکي سیسټمونو کې، عناصر په داسې ډول یو له بل سره تعامل کوي چې یا د سیسټم له عمومي ثبات سره مرسته کوي یا یې ګډوډوي. لکه څنګه چې فزیکي سیسټمونه د توازن په لټه کې دي په همدغه ډول، په انساني ټولنو کې هم، همکاري کولای شي د انرژۍ د ضایع کېدو مخه ونیسي او باثباته او اغیزناک سیسټمونه رامنځته کړي. له بلې خوا، لکه څنګه چې د ترمودینامیک د قانون له مخې انتروپي د وخت په تیریدو سره د بې نظمي د زیاتیدو سبب کیږي، سیالي او رقابت هم ټولنیز سیسټم ته انرژي داخلوي، چې د نوساناتو او بدلون سبب کیږي.
په دې ډول د همکارۍ ځواکونو (چې انرژۍ ساتنې او نظم ته ورته دي) او د سیالي قوتونو (چې د انتروپي او بې نظمي په شان دي) ترمنځ توازن، د طبیعي یا ټولنیزو سیستمونو طبیعي تمایل منعکسوي، چې توازن ته د رسیدو هڅه کوي. فزیک موږ ته یو داسې لید وړاندې کوي چې انسانې تعاملات د طبیعي نړۍ د یوې برخې په توګه پداسې ډول وګورو، چې پر مادې او سلوک دواړو تطبیقیږي.
ریاضي: ریاضیات انسان ته داسې مهم وسایل ورکوي چې پر اساس یې پوهیدای شي چې په ځانګړو حالاتو کې د مشخصو وګړو او ډلو طبیعت تشخیص کړي چې همکارۍ ته ډیر تمایل لري که سیالۍ ته. بېلابېلې ریاضيکي تیوري ګانې د افرادو ترمنځ ستراتیژیک تعاملات څیړي، او هغه حالات روښانه کوي چې همکاري که سیالي پکې ګټوره وي. دا تیوري ګانې څرګندوي چې څنګه په ډلو او ګروپونو کې تعاملات همکارۍ او یا برعکس سیالۍ ته لار هواروي. ریاضیات دا هم روښانه کولی شي چې څنګه کوچني فردي عملونه کولی شي په پراخه سطحه ټولنیزې نتیجې اغیزمنې کړي. په مجموع کې ریاضيکي تیورۍ زموږ سره مرسته کوي چې په انسانانو او ټولنو کې د همکارۍ یا رقابت اساسي محرکات وپېژنو.
دلته مې د دردمن افغان مفکر مرحوم ګل پاچا الفت یوه لیکنه رایاده شوه چې د (حسابي خبرې) تر عنوان لاندې یې کړې وه. الفت صاحب وایي چې که یو تر یو لاندې ولیکئ، مجموعه یې دوه کیږي، خو که څنګ په څنګ یې ولیکئ، یوولس کیږي. په ټولنه کې هم باید افراد یو د بل پر سر نه بلکې ورسره مساوي، څنګ په څنګ او موازي وي. بیا وایي که یو مخکې او دوه وروسته ولیکئ، ۲۱ کېږي خو که د دوو ځای بدل کړئ، بیا ۱۲ کېږي. له دې نتیجه اخلي چې د اشخاصو ځای باید په ټولنه د هغوی د شان او وړتیا له مخې وي. الفت صاحب څو نور ښکلي مثالونه ورکړي دي، چې زما په یاد نه دي پاتې شوي.
له دې څرګندیږي چې د ریاضي او فزیک له قوانینو هم انسانان د ټولنیز عدالت او همکارۍ د ترویج لپاره کار اخیستلای شي.
سیاست (Politics)
د سیاست په نړۍ کې مفکرین او سیاستمداران د انساني فطرت په باب بېلابېل نظرونه لري:
ماکیاولي وایي چې وګړي باغي طبیعت لري او د ټولنې د نظم لپاره باید قانون او حکومت موجود وي. دی باور لري چې واکمن باید د قهر او رحم دواړه مخونه ولري، خو که د قهر او رحم تر منځ یو بدیل انتخابول پکار وي، باید قهر او ویرول انتخاب شي. ماکیاولي همداراز وایي چې حاکم دې پر اخلاقو تظاهر وکړي، خو په عمل کې دې پرې پابندي نه کوي.
توماس هابز وایي چې انسان فطرتاً د خپلې بقا لپاره هر ډول تشدد کوي. پیاوړی مرکزي قدرت باید ټولنه له ګډوډۍ او جګړو وساتي. دی د یو قوي او مطلق حاکمیت پلوی دی، او باور لري چې ویره او زور د حکومت کولو ضروري وسیلې دي، خو د دې تر څنګ باید حاکم عادلانه او منظم حکومت وکړي.
جان لاک د هابز پر خلاف باور لري چې د حکومت مشروعیت د خلکو له رضایت څخه راځي، نه د ویرې او جبر له لارې.
ژان ژاک روسو هم په “ټولنیز تړون” کې وایي چې حکومت باید د خلکو د عمومي ارادې سره سم خدمت وکړي. قهر او جبر مردود دي او حقیقي واک د خلکو د رضایت او ګټو د تأمین مسؤول دی.
کارل مارکس باور لري چې د حکومت رول باید د طبقاتي توپیرونو له منځه وړل وي. نوموړی په عمومي ډول د قهر او ویرې کارول نه تاییدوي، خو باور لري چې د واکمنۍ ساتلو او نوي ټولنیز نظم د بنسټ ایښودلو لپاره ممکن د انقلابي قهر او زور کارولو ته اړتیا پېښه شي.
فریدریش نیچه چې ماکیاولي ته ورته نظریات لري، وایي چې اخلاق او اصول باید د ځواک او قوت له مخې تعریف شي، او پیاوړي کسان باید د ځواکمنو صفتونو او قهر له مخې پر نورو واکمن وي.
انسانِ ټولنو له فرد څخه کورنۍ، قوم، قبیلې او ملت ته انکشاف کړی دی، د دې هر واحد د تنظیم لپاره یې مسؤولیتونه ویشلي دي. یو ملت د خپل ټولنیز انکشاف په تر ټولو لوړه مرحله کې پدې توانمنیږي چې خپل دولت جوړ کړي.
سیاست د دولتونو او هیوادونو چلولو او رهبري کولو هنر او توان دی، چې له یوې خوا د زیاتو ګټو سبب شوي دي، لکه د د ټولنیز نظم تأمین، د بې د نظميو مخنیوی، امنیت راوستل او ساتل، سوله او ثبات ټینګول، اقتصادي پرمختګ راوستل، قانون جوړول، تطبیقول او عدالت تأمینول، او د تعلیم، روغتیا، ترانسپورت، اوبو رسولو او بشري مرستو په شان د ټولنیزو خدمتونو ټولنیزو خدمتونو وړاندې کول.
خو له بل لوري د ځینو زیانونو سبب کېدای هم شي، لکه استبداد، زور، جبر، جګړې، تاوتریخوالی، ظلم، بې عدالتي، اقتصاديتابرابري، بیوروکراسي او فساد.
سیاست او دولت په لویه سطحه تعاون او بشري پرمختګ ته لار هم هواروي، او په لویې تباهۍ هم رامنځ ته کولی شي.
په لاندې جدول کې د دولتونو او سیاسیونو له خوا د لسو مهمو جګړو د تلفاتو شمېر یوه لوري ته او په لسو ساینسي کشفونو کې د انسانانو د ژوند د ژغورلو اندازه په بل اړخ کې ښودل شوې ده.
جګړه/جګړې | تلفات | ساینسي کشف/کشفي | ژغورل شوي |
دوهم نړیوال جنګ | ۵۰ میلیونه | واکسین (پولیو، چیچک، او نور) | نږدې ۵۰۰ میلیونه |
لومړی نړیوال جنګ | ۱۶ میلیونه | انټي بیوټیکونه (لکه پینسلین) | نږدې ۲۰۰ میلیونه |
د چین کورنۍ جګړه | ۸ میلیونه | کلورینشن او پاکې اوبه | نږدې ۳.۵ میلیارده |
د مغولو امپراتورۍ جګړې | ۴۰ میلیونه | د ماشومانو د واکسین پروګرام | نږدې ۲ میلیارده |
د ناپلیون جګړې | ۳.۵ میلیونه | په جراحي کې انټي سیپټیک (میکروب ضد) | نږدې ۵۰میلیونه |
پر افغانانو تحمیلي جګړې | ۲ میلیونه | د زړه ناروغیو درملنه | نږدې ۱۰۰ میلیونه |
د روسیې انقلاب جګړه | ۹ میلیونه | د سرطان درملنې پرمختګونه | نږدې ۷۰ میلیونه |
ویتنام جګړه | ۳ میلیونه | د نري رنځ (Tuberculosis) درملنه | نږدې ۵۰ میلیونه |
کوریا جګړه | ۲. ۵ میلیونه | د ملاریا ضد درملنې پرمختګونه | نږدې ۵۰۰ میلیونه |
د ۳۰ کلونو جګړه | ۸ میلیونه | د ماشومانو د مړینې کموالی | نږدې ۱.۲ میلیارده |
ټول | ۱۴۲ میلیونه | نږدې ۷.۷۲ ملیارده |
یاددښت: دا جدول د انساني کړنو یوه برخه ښيي او ارقام یې په بېلابېلو منابعو کې یو څه توپیر کوي. البته تلفات تر ژغورل شوو ۵۴ چنده کم یا یوازې د هغو څه کم دوه سلنه دي. له دې څرګندیږي چې که د واک لیوني په سوونو میلیونو انسان وژلی شي، عالمان، پوهان او مخترعین د هغوی لسګونه چنده همنوعان ژغورلی شي.
پر عالمانو سربېره د بشریت لومړني خدمتګاران بزګران او ښکاریان دي، چې تر هوا او اوبو وروسته د بشر د دریم مهم ضرورت (خوړو) په تولید کې مرسته کوي. د ژوند د وسایلو جوړونکي او د کسب او مهارت خاوندان هم د ژوند د اسانتیا د برابرولو له لارې د انسانانو ژوند اسانوي. د تجارانو او سوداګرو رول هم تر چا کم نه دی، چې د بزګرانو او مولدینو محصولات او جوړ شوي وسایل ښارونو، کليو، کوڅو او بانډو ته رسوي.
د بشریت خیرخواه خدمتګاران د خپل عمر ټولې شپې او ورځې د نورو د خیر او مرستې لپاره لګوي، خو ځان غوښتونکي د ټولو خلکو د تباهۍ په بیه هم د خپلو ګټو د خوندیتوب په فکر او هڅو بوخت وي. البته د ټولنو رهبري او قومانده د دولتونو او سیاسي مشرانو په لاس کې وي، نو ځکه د دوی رول هم مثبتو کړنو ته د زمینې جوړولو او هم د تباهۍ پر لور د ملتونو په ورټیل وهلو کې تر هر چا مهم دی. ملتونه او ولسونه هم پخپله سطح مسؤولیت لري.
د انسانانو په منځ کې رواني ناروغان، محروم او رټل شوي افراد او قشرونه، په ناسمو کلتورونو کې روزل شوي خلک او سیاستمداران د انساني فاجعو تر ټولو ډېر مسؤول دي. ډاکتر بریان کلاس(Dr. Brian Klaas) پخپل کتاب (فاسدیدونکی: څوک واک نیسي او څنګه موږ بدلوی؟ یا Corruptible: Who Gets Power and How It Changes Us) کې دې نتیجې ته رسېدلی دی چې سیاسي واکمنان له لاندې درې ګروپونو په یوه کې شامل وي:
Psychopaths (د نورو د احساساتو، درد او کړاو په وړاندې بې احساسه)
Machiavellists (د واک ترلاسه کولو لپاره بې رحمه، بې اصوله او دوکه مار)
Narcissists (پر خپل ځان افراطي عاشق، تر نورو ځان لوړ احساسول او د نورو په وړاندې بې تفاوته.
له دې ټولو سره سره سیاست او دولتونو د مشترک روایت او په لویه سطحه د همکارۍ دایره له فرد، کورنۍ، کلي، سیمې، او ښار څخه د هیواد او ملت دایرې ته لویه او د بشر ۷۰۰۰ قامونه یې په څه کم دوه سوه هیوادونو کې سره راټول کړي دي.
دینونه (Religions)
دینونه په عمومي ډول د دې لپاره راغلي دي چې په ټولنو کې تعاون او همکاري رواج کړي، انسان تقوا ته وهڅوي، او د یو لوی ذات او خالق د تصور له مخې یې د خپلو کړنو په مقابل کې مسؤول کړي، تر څو د خدای د رحم او جنت مستحق شي. البته مذهبونه د وخت او زمان د شرایطو، ژبې او محاورې د محدودیتونو او پکې د وروسته اضافه شوو مسایلو له مخې په نظرونو کې یو څه تفاوتونه لري، خو زیاتره لوی پیغامونه یې ورته دي:
د هندوېزم له نظره انسان د “آتمن” په نوم یو الهي روح لري، چې دا روح د خدای (برهم) یوه برخه ده.
بودیزم وایي چې انساني فطرت له “کارما” او “سنساره” (د بیا ژوندون دوران) سره تړاو لري.
یهودیت انسان د خدای په شکل او صورت جوړ شوی ګڼي، چې اخلاقي مسؤلیت لري. د خدای او انسان تر منځ تړون (Covenant) دادی چې انسان د خدای قوانین ومني.
عیسویت انسان د خدای په شکل او صورت جوړ شوی ګڼي، او وایي چې خدایي ځانګړتیاوې لري، لکه اخلاقي شعور، عقل، او آزادي. خدای په انسان کې خپل روح پوکلی او تر نورو مخلوقاتو یې ځانګړی مقام ورکړی دی، خو د انسان فطرت د لومړنۍ ګناه (Original Sin) په نتیجه کې ګناه کولو ته تمایل پیدا کړی دی، او د عیسی مسیح له لارې ورته د نجات لاره برابریږي.
دینونو د انسانانو تر منځ د ګډ روایت او همکاري سطحه او د (موږ) دایره ډېره پراخه کړه. که څه هم اسلام ټولو انسانانو ته د فلاح پیغام او پیغمبر یې عالمونو ته رحمت بلل شوی دی، خو د نړۍ په موجود واقعیت کې انسانان په نهو باوري ګرپونو کې راټول شوي دي.
دین | پیروان | نفوس (په میلیون) | فیصدي (٪) |
عیسویت (Christianity) | عیسویان | 2,382 | 31 |
اسلام (Islam) | مسلمانان | 2,000 | 26 |
هندوئیزم (Hinduism) | هندوان | 1,161 | 15 |
بې باوران (Non-religious/Atheists) | بې باوران/ملحدان | 1,193 | 16 |
بودیزم (Buddhism) | بودایان | 506 | 7 |
عنعنوي افریقایي دینونه (Traditional African Religions) | عنعنوي دینونه | 300 | 4 |
سیکهیزم (Sikhism) | سیکان | 26 | 0.3 |
یهودیت (Judaism) | یهودیان | 14.7 | 0.2 |
بهاییت (Bahá’í Faith) | بهایان | 7 | 0.1 |
ټول | 7,590 | 100 |
ایډیال حالت به دا وي چې ټول بشر د (موږ) یوه دایره او د ځمکې د ښکلې کرې یو مشترک کور ولري.
اسلام
زموږ مسلمانانو په باور اسلام وروستنی الهي دین دی چې د تېرو کتابونو تایید، تصدیق، ساتنه، او اصلاح کوي. په قرآن کې د انساني فطرت په اړه ډېر آیتونه راغلي چې یو څو یې دا دي:
د انساني فطرت مثبت اړخ:
د انسان تر پیدا کېدو مخکې الله تعالی ملایکو ته ویلي وو چې د ځمکې د خلیفه (سرپرست) د پیدا کېدو اراده لري (سورة البقره – ۳۰، سورة یونس – 14، سورة النمل – 62، سورة الأنعام – ۱۶۵)، تر بدني پیدایښت مخکې انسان د یوازني معبود په توګه الله تعالی منلی دی (سورة الأعراف – ۱۷۲)، انسان په بهترین شکل او تقویم جوړ شوی (سورة التین – ۴) او خدایي روح پکې پوکل شوی دی (سورة السجدة – ۹). د ټولو شیانو د نومونو د علم زده کولو وړتیا ورکړل شوې ده (سورة البقره – ۳۱) او د ملایکو لپاره د سجدې وړ ګرځول شوی دی (سورة البقره – ۳۴). په وچه او بحر کرامت ورکړل شوی او په زیاترو موجوداتو باندې لوړ شوی دی (سورة الإسراء – ۷۰). د امانت (ازادې ارادې او قرآن) د وړلو توان ورکړل شوی دی (سورة الأحزاب – ۷۲) پر حنیف دین باور یې فطرت ګڼل شوی دی (سورة الروم – ۳۰)، د انسان په خلقت کې بسط او پراخوالي اچول شوی دی (سورة الأعراف – ۶۹) او د ایمان په صورت کې اعلی ګڼل شوی دی (سورة آل عمران – ۱۳۹).
د انساني فطرت منحرف یا منفي اړخ:
د قرآن له ژورې مطالعې څرګندیږي، چې انسان له خپل مثبت فطرت سره سره وروسته منحرفیدای شي. لاندې څو ایتونه دغه مفهوم ته اشاره کوي:
په بهترین تقویم کې تر پیدا کېدو، او په جنت او نعمت کې د ژوند تر پیل وروسته شیطان ښویولی (بقره ۳۶) او تر ټولو ټیټ حالت ته غورځېدای شي (التین – ۵)، د فساد او وینه تویولو له خطره یې ملایکو تشویش ښودلی دی (بقره – ۳۰)، کمزوری پیدا شوی ( النساء – ٢٨)، روم – ۵۴)، د متلَوِن او بدلېدونکی طبیعت لرونکی دی، چې د تکلیف پر مهال الله ته دعا او په اسانتیا کې غفلت او غرور کوي (يونس – ١٢)، غافل دی (الأعراف – ۱۷۹، (فصلت – ۵۱)، نهیلی کیږي، شکر نه کوي او کفران کوي ( هود – ٩)، ابراهيم – ٣٤، الإسراء ۶۷ ، الحج – ٦٦، الشورى – ۴۸، الزخرف – ۱۵، عبس – ۱۷، العاديات – ۶، دهر ۱۳، او ۳)، د ښکاره دښمن، شیطان د وسوسو او دسیسو ښکار کېږي ( يوسف – ٥، النحل – ۴)، بېړه او تلوار کوي ( الإسراء ، انبیاء – ۳۷)، د ستونزو پر مهال مایوس او نهیلی کیږي ( الإسراء٨٣، فصلت – ۴۹)، ممسک او بخیل کېدای شي (الإسراء١٠٠).
د تعاون کولو او له زیاتي ځان ساتلو امر
د مثبت فطرت لرونکي انسان ته چې د انحراف چانس لري، امر پر همکارۍ او تقوی شوی دی:
وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَنْ صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَنْ تَعْتَدُوا ۘ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ ۖ وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (مایده – ۲).
د یوې ډلې دښمني دې تاسو دې ته اړ نکړي چې تاسو یې له مسجد الحرام څخه منع کړئ او تېرې وکړئ. په نېکۍ او تقوا کې له یو بل سره همکاري او مرسته وکړئ، او په ګناه او ظلم کې له یو بل سره مرسته مه کوئ. او د الله څخه وویرېږئ؛ بېشکه چې الله ډېر سخت سزا ورکونکی دی.
قرآن کریم د داسې انسان د روزنې لید وړاندې کوي، چې فکر او زړه یې د خالق پر لور متوجه وي او اړیکه یې د عبادت او هیلو وي، له نورو انسانانو سره یې اړیکه د تعاون، اصلاح او مرستې وي او له چاپيریال سره اړیکه یې د اعمار ساتنې وي. دغسې انسان پر ایمان، حق منلو، تقوا او ښېګڼه سربېره محسن، عفوه کوونکی، له زړه د کینې پاکوونکی، نورو ته مغفرت غوښتونکی، قهر زغمونکی، باحیا، نیک ګمانه، ایثارګر، پاک زړی، خوږژبی، مطهر، باانصافه، عادل، صابر، ثابت قدم، منفق، مصدق، صادق، تایب، عقل، فکر او تدبر کوونکی، باوجدان، پراخ نظری، داعي، زاهد، پاک نفس، زیارایستونکی، او مسؤول وي، چې په دې صورت کې له ذهني تیارو خلاصون (فوز) او شخصیتي غوړیدا (فلاح) ته رسي او د دنیا او اخیرت د ټولو نعمتونو او رضوان الله مستحق کیږي. (البته انسان په قرآن کریم کې په دې نومونو یا صفتونو نه دی یاد شوی: احسن المخلوقین، خلیفةالهی، اشرف المخلوقات، انسان کامل، متخلق به خلق الله، مظهر صفات الهی، او حیّ متألّه (د الهي صفاتو لرونکی ژوندی موجود).
د انسان تر پیدایښت مخکې د هغه د وینه تویولو او فساد له وړتیاو څخه د ملایکو د تشویش په وړاندې د الله تعالی وینا چې زه پوهېږم او تاسو نه پوهیږئ، هله ملایکو ته ثبوت شوه چې ویې لیدل، انسان ته د ټولو نومونو پوهه ورکړل شوې ده. له دې څرګندېږي، چې انسان که د بقا او دفاع لپاره مشروع او یا د ځان غوښتنې او حرص له مخې د نامشروع سیالۍ په نتیجه کې ورانی کولی شي، خو د علم په نتیجه کې تر دغه ورانۍ څو چنده همکاري کولی او خیر رسولی شي. یعنې د انسان اصل ماموریت ورانی، وینه تویول او فساد نه، بلکې د عمل او علم په زور د همکارۍ او نیکۍ پراخول دي.
اسلامی فقها، پوهان او فیلسوفان،:
اسلامي پوهانو او فیلسوفانو دا مسأله له بېلابېلو اړخونو څېړلې او وایي چې انسان همکارۍ او سیالۍ دواړو ته له تمایل لري، او دا دواړه ځانګړتیاوې د انسان په فطرت کې موجودې دي.
الف. همکارۍ (Cooperation)
اسلامي فقه: همکارۍ ته ډېر ارزښت ورکوي، په ځانګړې توګه په ټولنیزو او اقتصادي چارو کې.
اسلامي اخلاقیات: همکارۍ ته یو اخلاقي ارزښت ګڼي. اسلامي فیلسوفان لکه فارابي او ابن سینا همکاري د انساني فطرت یوه برخه ګڼي او د انسانانو ترمنځ د عدل او انصاف پر بنسټ اړیکې د ټولنیز نظم بنسټ ګڼي.
ب. سیالۍ (Competition)
په اسلام کې سیالي منفي او مثبت اړخونه لري، چې د انسان په پرمختګ په هغه صورت کې هله مثبت وي، چې د اخلاقو او عدل په چوکاټ کې وي. سیالي چې له حسد، بغض، او ظلم سره وي، په اسلام کې غندل شوې ده. د بقرې سورة د ۱۴۸ آیت په رڼا کې سیالي د خیر په چارو کې جایزه ده.
په بازار کې د ښه کیفیت او خدماتو په وړاندې کولو کې سیالي روا ګڼل شوې ده، خو په دې شرط چې د عدالت او انصاف اصول رعایت شي.
نتیجه: په عموم کې، اسلامي پوهان او فیلسوفان انسان د یو همکار موجود په توګه ګڼي، چې سیالي هم د هغه د طبیعت برخه ده، خو دا سیالي باید د اخلاقو او عدالت پر بنسټ ولاړه وي، او که سیالي ګټوره وي، د همکارۍ او سیالۍ ترمنځ باید توازن وساتل شي.
لنډیز او نتیجه
تاریخ دا ښيي چې انسان د ټولنو جوړولو، ګډ کار، او پرمختګ لپاره تعاون کړی او د بقا، منابعو، واک او جوړو پر سر یې سیالۍ ته مخه کړې ده، چې کله مشورع وه او د پرمختګ او انګېزې سبب شوې او کله منفي وه چې د تشدد سبب شوې ده. د زورزیاتي او تشدد مسیر د تاریخ په اوږدو کې ورو ورو کم شوی او د همکارۍ سطحه زیاته او پراخه شوې ده.
د بیولوژي له نظره انساني جینونه د همکارۍ او سیالۍ دواړو استعداد لري، او له حالاتو او اړتیاوو سره سم یې مربوط خواص فعالیږي. ښوونه او روزنه، چاپیریال، دیني او فرهنګي ارزښتونه، د فکر ډول او ټولنیز قراردادونه د دې سبب کیدای شي، چې د انساني جینونو هغه برخې متبارزې شي، چې تعاون، همکاري او مینه غوړوي او د کینې، کرکې، غفلت او تکبر مخه نیسي. د مینې، همکارۍ او مرستې پر مهال هغه هورمونونه فعالیږي چې بدن ښېرازوي او د خوښي احساس تولیدوي، خو د ګواښ او خطر څخه د دفاع او یا تفوق غوښتولو په صورت کې هغه هورمونونه تولیدیږي، چې د بدن له دوامدارې ښېرازۍ او ودې سره مرسته نه کوي. د یو سیستم په توګه د بدن سل ټریلیونه حجرې په پوره همکارۍ کار کوي او د اړتیا پر مهال یې زیات شمېر د سیستم د ژوند او بقا لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي.
عصبي علوم راڅرګندوي چې انسان د همکارۍ او سیالي دواړه ډوله استعدادونه لري، چې د دماغ په مخکنۍ برخه کې یې مرکزونه واقع دي.
ارواپوهنه وایي چې ټولنیز سلوک، د ټولنو جوړول، په ګډه د منابعو لاس ته راوړل او ساتل انسانان همکارۍ ته هڅوي او د بقا اړتیا، له خطر او ضرر سره مقابله او کله کله لوړتیا غوښتنه یې سیالۍ ته مجبوروي. همکارۍ له سکون سره، او سیالي زیاتره له اضطراب سره مله وي. انساني غرایز او شهودي احساس هم د بقا او ټولنیز تړون لپاره همکاري تشویقوي، خو د بقا او ګټو د خطر په صورت کې سیالي ګر قوتونه راپاروي.
په فلسفه او سیاست کې هابز، نیچه، ماکیاولي او تر یوه بریده مارکس باور لري چې دسپلین او ټینګ قوانین باید د انسان سرکش طبیعت بغاوت ته پرې نږدي، خو ژان ژاک روسو او جان لاک وایي چې انساني طبیعت خیرخواه او همکار دی، باید د قوانینو د جوړولو او تعمیل له لارې له ضرر او خطر څخه وساتل شي. اسلامي فیلسوفان لکه ابن سینا او فارابي هم انساني فطرت تعاون کوونکی ګڼي او سیالي یوازې د ضرورت او ښو کارونو لپاره توصیه کوي.
ټولنپوهنه هم وایي چې ټولنیز پیوند، ټولنیزتوب، مشترک فرهنګ، ګډ روایت، او ګډې ګټې انسان همکارۍ ته سوقوي، خو د (موږ) او (دوی) تر منځ واټن او تفاوت یې سیالۍ او دفاع او کله کله تیرې ته ورکاږي. ابن خلدون وایي چې کله په ټولنو کې انسجام او اتحاد ټینګ وي، همکاري پکې لوړو سطحو ته رسیږي او د تمدن جوړېدو سبب کیږي،چې له مقابلو ټولنو په سیالۍ کې مخکې کېږي، خو کله چې یو تمدن یا یوه ټولنه فاسده شي، داخلي سیالي پکې رواجیږي او مخ په زوال درومي.
انسان پېژندنه وایي چې انسان د متقابل ملاتړ لپاره همکاري کوي، خو اړتیاو د پوره کولو او دفاع لپاره سیالۍ ته هم محبوریږي. لرغونپوهنه تاییدوي چې انسان د حالاتو او اړتیاوو سره سم هم همکاري کړې ده او سیالۍ یې کله د د فاع کله د زور زیاتي شکل نیولی دی.
فزیک او ریاضي په مستقیم ډول د انساني سلوک په باب څه نه وایي خو قوانین یې په ټولنه کې هم د تطبیق او تطابق وړ دي. مثلاً د طبیعي سیستمونو انسجام د انرژۍ د زیاتوالي او سم مصرف سبب کیږي، همدغه ډول په ټولنه کې هم انسجام او همکاري د تداوم او بقا سبب کېږي.
دینونه انساني فطرت او طبیعت پاک ګڼي، چې الهي روح پکې پوکل شوی دی، خو د شیطاني وسوسو، غفلت او بې پروایۍ په صورت کې انحراف کوي. دینونه بېرته خپل اصلي حالت ته د انسان د ورګرځېدا لپاره د تقوا، ښېګڼې او تعاون لارښوونې کوي. قرآن د نورو الهي کتابونو د تصدیقونکي، ساتونکي او بشپړونکي په توګه انسان د ځمکې خلیفه (سرپرست) ګڼي چې په بهترین شکل پیدا شوی، الهي روح پکې پوکل شوی، اعلی او د ملایکو مسجود دی او د ټولو شیانو د نومونو علم ورکړل شوی دی. انسان همدا راز د کرامت خاوند او تر زیاترو مخلوقاتو لوړ ګڼل شوی دی. او د همدې خواصو لرلو له امله ورته امر شوی دی چې په ښیګڼه او تقوی کې یو له بله تعاون وکړي او په تنګ نظرۍ او سرکشۍ کې تعاون ونه کړي، او حتی له دښمن سره هم د عدالت حدود وساتي.
د پورته توضیحاتو په رڼا کې زما برداشت دا دی چې همکاري او تعاون د انسان فطري میلان دی چې مثبتې نتیجې لري. له بل لوري د سیالۍ استعداد هم د انسان په جوړښت کې شته خو د دفاع او بقاء لپاره. خو که د دفاع او بقا لپاره دا ورکړل شوی استعداد انحراف وکړي، او د منابعو، واک او برترۍ تر لاسه کولو لپاره په منفي شکل وکارول شي، هم ټولنو او هم فرد ته د زیان سبب کېږي.
وړاندیزونه:
الف: د تعاون او همکارۍ زیاتولو لارې چارې
د انسان د زده کړې، تربیې، ارتقاء او بدلون استعداد، او همدارنګه د تعاون او همکارۍ ګټې موږ ته هیله راکوي، چې په انساني ټولنو کې به تشدد کم شي، سیالي به معقول شکل ونیسي او همکاري به لا پراخه او زیاته شي. لاندې لارې کولی شي، موږ دغه شریف ایډیال ته ورسوي:
- د ژوند په لومړیو ۲۰۰۰ ورځو کې ځانګړې توجه (د ایډیال نسل او نړیوالې سولې لارنقشه): د ژوند په لومړیو ۲۰۰۰ ورځو کې د ماشومانو لپاره ځانګړې روزنه او پالنه باید ترسره شي. ځکه د ماشوم د بدن، دماغو، شخصیت، ذهنیت او باوري سیستم تر ټولو زیاته برخه په همدې عمر کې جوړیږي، له بلې خوا ماشوم په دې موده کې له تسمماتو، سوء تغذي، ولادي زیانونو، ناسمو باوري ارزښتونو او زیانونو سره مخ کېدای شي. نو دا پړاو د ماشومانو د ذهن، شخصیت، او ټولنیزو مهارتونو د ودې لپاره حیاتي دی. پدې دوره کې باید ماشوم او مور ته یې د منسجمو او جامع روغتیايي، تغذیوي، تعلیمي او روزنیزو پروګرامونو یوه ټولګه جوړه او عملي شي. که په دې موده کې ماشومانو ته د همکارۍ، احترام، او مثبتو اړیکو ارزښتونه ورزده کړل شي، نو دغه معلومات یې په تحت الشعور کې د تل لپآره پاتې کېږي او د ژوند په وروستیو کلونو کې د یو کمپیوټري پروګرام په شان د فرد کړنو ته مثبته قومانده ورکوي. دغه ډول ماشومان به په راتلونکې کې همکار، مهربانه، او د سولې لپاره هڅاند انسانان وي. د والدینو او روزونکو لپاره د د دغسې روزنیزو پروګرامونو تدارک، او په تعلیمي نصابونو کې د همکارۍ او یووالي ارزښتونو ته لومړیتوب ورکول د یو ایډیال نسل په روزنه کې مهم رول لري. د دې عالي انسان د روزلو اساسي اتله مور ده، نو راتلونکو میندو ته باید د هغوی له زیږیدو او بیا له بلوغ، حمل، زیږون، پالنې او مورتوب په ټولو مرحلو کې ځانګړې توجه وشي.
- مثبت او قابلیت جوړونکی تعلیم او پوهاوی عامول: په تعلیم کې باید د انسانانو ترمنځ د همکارۍ، متقابل احترام، او مشترکو انساني ارزښتونو په اړه پوهاوی زیات شي. د ښوونیزو پروګرامونو له لارې باید په ښوونځیو او پوهنتونونو کې داسې نصاب جوړ شي چې د همکارۍ، مهربانۍ، او متقابلې مرستې په ارزښتونو ټینګار وکړي. د زدکړې له لارې باید زده کوونکي توانمن شي چې څنګه په ګډو ګټو او ټولنیزو اهدافو تمرکز وکړي او د ځان غوښتنې پر ځای، د ټولنیزو ګټو لپاره هڅې وکړي. همدا راز، د والدینو او ښوونکو پوهاوی باید لوړ شي تر څو دوی د خپلو ماشومانو په روزنه کې د همکارۍ او مثبتو اړیکو پر ارزښتونو ټینګار وکړي.
د نوي نسل فکري سیستم باید د مور په نس او تر زیږېدو وروسته څو لومړیو کلونو کې د مثبتو پیغامونو او ارزښتونو په تلقین او ورښودلو سره د لوړو انساني ایډیالونو او سترو بریاوو د حصول لپاره تیار شي.
- مثبتې اړیکې جوړول: په ټولنه کې د خلکو تر منځ د باور او همکارۍ اړیکې جوړول باید د لومړیتوبونو په سر کې وي. دا اړیکې باید د صداقت، احترام، او متقابلې همکارۍ پر بنسټ جوړې شي. د خلکو تر منځ د اړیکو پیاوړتیا په کورنیو، ښوونځیو، کارځایونو، او ټولنیزو ډلو کې د همکارۍ په زیاتیدو کې مرسته کوي. د کورنیو اړیکو، ښوونځیو، او ټولنیزو بنسټونو تقویه کول د همکارۍ لپاره ښه شرایط برابروي.
- علمي څېړنې هڅول: د همکاري د زیاتولو لپاره باید د انساني ارواپوهنې، ټولنپوهنې، بشرپوهنې، سیاست، اقتصاد او نورو مربوطو علومو په برخه کې څېړنې وشي، چې څنګه د انسانانو او ټولنې هغه قوانین او خاصتونه تشخیص او تقویه شي، چې د همکارۍ، سولې او هماهنګۍ پر لور د بشریت له ارتقایي مزل سره مرسته کوي.
- ټولنیز نورمونه ترویجول: په ټولنه کې د همکارۍ او یو بل سره د مرستې نورمونه او اصول باید ترویج شي. د مطبوعاتو، ټولنیزو رسنیو، او فرهنګي پروګرامونو له لارې باید د مثبتو اخلاقو او همکارۍ اهمیت په ټولنه کې پراخ شي. فرهنګي مشران، دینی عالمان، او نور اغېزمن شخصیتونه باید په خپلو پیغامونو کې د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړي او خلک وهڅوي چې په خپلو ورځنیو چارو کې د یو بل مرسته وکړي.
- صحي چاپیریال جوړول: یو روغتیا بخښونکی چاپیریال چې په کې د ژوند او کار کولو مناسب شرایط موجود وي، د همکارۍ او مثبتو اړیکو د پرمختګ لپاره ډېر مهم دی. په ټولنه کې د عادلانه قوانینو تطبیق، د بشري حقونو درناوی، او د ټولنیزو بنسټونو تقویه کول هغه عوامل دي چې د همکارۍ د زیاتیدو سبب کیږي. د غریبو او بې وزلو خلکو لپاره د مرستې او پرمختګ فرصتونه برابرول، د بې عدالتۍ او ظلم مخنیوی، او په عمومي ډول د ټولنیز عدالت تامینول د همکارۍ لپاره ښه او مناسب شرایط برابروي.
- مدني ګډون هڅول: د مدني او په رضاکارو فعالیتونو کې د ګډون کلتور باید وده ومومي. د ټولنیزو بنسټونو، غیر دولتي سازمانونو، او مدني ټولنو په مرسته، باید خلک وهڅول شي چې په عامه چارو کې ګډون وکړي. په مدني ګډون سره نه یوازې د ټولنیز عدالت لپاره کار وکړي، بلکې د همکارۍ او یو بل سره د مرستې فضا رامنځته کړي.
- د سولې کلتور خپرول: د سولې کلتور باید په ټولنه کې ترویج شي تر څو د جګړو او شخړو مخه ونیول شي او د همکارۍ فضا رامنځته شي. د سولې د کلتور ترویج د مطبوعاتو، ټولنیزو رسنیو، فرهنګي پروګرامونو، او تعلیمي نصابونو له لارې ممکن دی. د سولې په اړه د خلکو پوهاوی لوړول او هغوی ته د سولې د ارزښتونو په اړه پوهه ورکول د همکارۍ او یووالي لپاره مهم دي.
- په ملي او دولتي پالیسیو او قوانینو کې اصلاحات: سیاسي نظام او حکومت د ټولنې د آمر او قوماندان په توګه د مثبتو ارزښتونو په تعمیل او تعمیم کې تر بل هر ټولنیز بنسټ ډېره، ژوره او ټول شموله برخه اخیستلای شي. دولتونه او حکومتونه باید انساني نسل د مضرو او خطرناکو فکرونو، کړنو، شیانو او پدیدو څخه وساتي او د تعاون، همکارۍ او سوله ایز تفاهم لارې ورته خلاصې او تقویه کړي. که قوانین اصلاح شي، د سولې او تعاون پر لور به د انسانانو پرمختګ تر ټولو عالي حالت ته ورسیږي، ځکه حکومتونه د پالیسیو او قوانینو د تطبیق لپاره هم وسایل او امکانات لري، هم پرسونل او روزل شوی کادر او هم مکلفیت او صلاحیت.
- سیمه ایزې او نړیوالې همکارۍ زیاتول: نړیوال مسؤول او بااعتباره بنسټونه او هیوادونه دې د هیوادونو او ملتونو تر منځ او همدا راز د نړیوالو ستونزو د حل لپاره د ټول بشریت د ګټو او بقا په پام کې نیولو سره داسې توافقات او د هغو د حل لپاره میکانیزمونه او بنسټونه جوړ کړي، چې د جګړو، تیریو او یرغلونو مخه ونیول شي، او ځای یې همکاري، تعاون او پوهاوی ونیسي.
ب. سم مسیر ته د سیالۍ د سوقولو لپاره
- اخلاقي معیارونه ټاکل او د عادلانه لوبې هڅول: که سیالۍ د انسانیت د بهترینو ګټو پر لوري سوق شي، اخلاقي معیارونه او د عادلانه اصول ورته وضع شي. د اخلاقي سلوکونو، صداقت او عدالت مراعاتولو په صورت کې انعامونه ورکړل شي، د سیالۍ نتیجې د ټولنې په ګټه تمامېدای شي.
- د نوښت او خلاقیت هڅول: د پرمختګونو په هڅولو او د همکارانه او ګډې سیالۍ (Co-opetition) د کلتور په رامنځته کولو سره باید نوښت او خلاقیت پیاوړي کیدای شي، چې ګډونوال د نوښت او متقابلې همکارۍ پر لور وهڅول شي.
- د ټولنیز تعاون هڅول: د مشترک ټولنیز مسؤلیت (Corporate – Social Responsibility CSR) او د اغیزو د بررسۍ له لارې سیالي د همکارۍ پرلور سوقیدای شي. شرکتونه او پانګوال کولی شي د ټولنیز مسؤولیت په داد کې د مثبتې سیالۍ له لارې پر ټولنه مثبت اغیز وکړي؛ ټولنیزې ستونزې حل، او په عین وخت کې مالي ګټه ترلاسه کړي.
- زده کړه او د مهارتونو وده: د تعلیمي سیستمونو او د ټولعمري زده کړو فرصتونه باید داسې ډیزاین شي چې سیالي پکې داسې وکارول شي چې د مهارتونو د پیاوړتیا سبب شي. په زده کړو کې د سیالۍ لپاره باید یو مرستندویه چاپیریال جوړ شی، تر څو افراد هڅوي تر څو داسې ښو نتیجو ته ورسیږي چې په ورته وخت کې د ټولنیز پرمختګ سره هم مرسته وکړي.
- د سیالۍ او همکارۍ تر منځ توازن: د دوامداره پرمختګ لپاره د سیالۍ او همکارۍ تر منځ توازن حیاتي دی. د سیالۍ د عادلانه کېدو تنظیمونکي چوکاټونه باید په داسې ډول جوړ او پلي شي، چې د نړیوالو ستونزو د حل کولو لپارخ نړیواله همکاري او د ګډو حل لارو میندلو ته لار خلاصه کړي.
- د عامه پوهاوي او حق غوښتنې هڅول: په ټولنیزو ګټو باندې د سیالي د بدلولو لپاره د عامه پوهاوي لوړول او د ټولنو دخېلول حیاتي ارزښت لري. پدې سره ډاډ حاصلیږي چې سیالي د ټولنې د پرمختګ پر مسیر برابره شي.
- د ناروغیو او بې سوادۍ سره مبارزه: د نوو درملو په جوړښت، بیو ټیکنالوژيکي صنعتونو په وده، نړیوالې روغتیا په ساتنه، له ناروغیو سره په مبارزه او د سواد سطحې په لوړولو کې باید د ټولنو او ملتونو تر منځ مثبته سیالي ترویج او حمایه شي. د دې ډول سیالیو د هڅونې له لارې د بشري ټولو د روغتیا او زده کړې په برخو کې ښو حل لارو ته رسېدای شو.
- د چاپیریال د ککړتیا په وړاندې همکاري: د چاپیریال ساتنې لپاره باید د شنې ټیکنالوژۍ په پراختیا، د پایښت په نوښتونو، او د اقلیمي بدلون په وړاندې د مبارزې په برخو کې داسې نوښتیزې هڅې او مثبتې سیالۍ وهڅول شي چې د نړیوال چاپیریال په ساتله کې ګټورې نتیجې رامنځته کړي.
- د نورو سیارو څخه د خطرونو سره مقابله: د اسټرایډ د مخنیونکې ټیکنالوژۍ په شمول باید د فضایي څېړنو او دفاع د پراختیا په برخه کې باید شتمن او پرمختللي هېوادونه د مثبتو سیالیو له لارې د ټول بشریت او زموږ د مشترکې کرې د ساتنې او ښېرازۍ لپاره کار وکړي.
- نړیواله همکاري: نړیوالې ائتلافونه او عامه او خصوصي مشارکتونه کولی شي، سیالي د همکاري په ګډو هڅو بدله کړي ترڅو نړیوالې ستونزې حل او د ملتونو او سازمانونو ترمنځ ګډ کار ممکن کړي.
محترم ډاکتر صاحب شینواری د انسان همکاری او سیالی په فراخه کچه سپړلی،مګر که داسی سوال مطرح شی چي کومه همکاری او سیالی ګټوره او د ښه انسان سره ښایی چي باید وی لری؟
زه دوه د نظام حیات قرآنی هدایات په لنډو کی بیانوم:
۱ ـ تعاونوا علی البر والتقوی و لا تعاونوا علی الاثم والعدوان
یعنی تعاون او همکاری وکړی په نیکیو او تقوی کی او همکار مه اوسی په ګناه او ظلم کی.
که نن ورځ حکام تصمیم ونیسی او پدی اصل عمل وکړی نور به ،نه ظالم وی او نه مظلوم او نه تباهی او وحشت ؛ صلح به حاکم وی او د جنګونو مصارف به په رفاه د بشریت لګیږی،لوږه ،بیسوادی او امراض په نړۍ کی ختمیدی شی.
۲ ـ د سیالۍ لپاره دا نظام حیات وایی:
فاستبقوا الخیرات ـ صدق الله العظیم
په نیکو کارونو کی سیالي او مسابقه وکړی ،څه معنی؟
مثلا: د امت کارونه او امانات بهترین او اهلترین خلکو ته وسپاری.
تولیداتو کی :مفید مشروبات ،مفید خواړه ،لباس او نور انسانی ما یحتاج ټول باید مفید وی.
همداسی بیان او لیکنه کی هم دا اصل تعمیم لری یعنی ښه بیان او ښه لیکنه د وقت د غوښتنو او اصلاح لپاره.
اوس راځو دی ته، دا همکاری او سیالی په ژوند کی څنګه راتلی شی؟
د دی اهم مقصد لپاره داسی نظام تعلیم او تربیت ته ضروت لرو چي ټولنی ته همکار او سیال انسان وړاندی کړی کوم چي د بشریت سالم اهداف تعقیب کړی شی او دا د متخصصینو کار دی
که امراء او علماء اهل وی دا کار شونۍ دی ورنه کما فی الحال به دوام لری.