دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په پوله کې یو ایرانی چارواکی وايي، د ایران ۷۰۰...

د افغانستان په پوله کې یو ایرانی چارواکی وايي، د ایران ۷۰۰ لارۍ په افغانستان کې ایسارې دي

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۱۵ مه) د ایران د تایباد ولسوال اعلان وکړ چې د دغه هېواد ۷۰۰ لارۍ له تېرو ۹ ورځو راهیسي په هرات او اسلام کلا کې درول شوي دي.

مهدي شیردل پرون (چهارشنبې) ایرنا خبري اژانس ته وویل، طالبان هڅه کوي د ایراني لاریو پر تګ راتګ د بندیزونو په لګولو سره د افغان لاریو فعالیت زیات کړي.

د تایباد ولسوال همداراز وویل چې د دغو لاریو چلوونکي او خاوندان د طالبانو د همکارۍ په تمه دي، خو  هغوی تراوسه کوم اقدام نه دی کړی.

مهدي شیردل زیاته کړه: د هرات او اسلام کلا  د ګمرک چارواکو د خپلو ترانسپورتي لاریو له تګ راتګ سره د مرستې په هدف هغو لاریو ته لومړی نوبت ورکوي چې د افغانستان له لوري د ایران د دوغارون بندر ته ځي.

د دغه ایراني چارواکي د معلوماتو له مخې، له دې پولې د افغان لاریو تګ او راتګ له کوم بندیز پرته روان دی.

مهدي شیردل په افغانستان کې د ایراني لاریو درول «اجباري» وبلل او ویې ویل چې د دې ستونزې د حل لپاره د دوغارون په سرحدي ګمرک کې د ایران او افغانستان د اقتصادي فعالانو او اړوندو بنسټونو په حضور کې غونډه جوړه شوې ده.

په ورته وخت کې هغه اعلان وکړ چې طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب