ممکن کله کله مو ذهن ته درغلي وي چې خوب څۀ ډول جریان دی او ولې خوب وینو؟ خوبونه تعبیر کیدلی شي او د جنسیت په لحاظ توپیر لرلی شي؛ په دې مرکه کې مو هڅه کړي چې د لوی ارواپوه زېګمونډ فرویډ له نظره دغو پوښتنو ځواب ومومو؛ فرویډ د خوب په اړه کتاب هم لیکلی، چې خورا مشهور دی.
که مرکه مو تر پایه ولوسته نو د هیپنوټېزم په اړه به هم پوه شئ.
د مرکې میلمه مې ارواپوه ښاغلی عمران انګېز دی.
طارق وزیر: فرویډ خوب څۀ ډول جریان بولي؟
عمران انګېز: فرویډ د خوب په اړه ډېر ځانګړي نظریات لري ، چې تر ټولو مشهور او مهم هغه یې دا دی چې د سرکوب شوې هیلې او د عشق امیال چې انسان یې په ویښه نه شي کولی نو د لاشعور فعالیت (خوب) کې یې ابرازوي.
طارق وزیر: د فرویډ له نظره ولې انسان خوب ویني؟
عمران انګېز: تقریباً یوه پېړۍ مخکې فرویډ د خوبونو تعبیر په نوم یو کتاب نشر کړ چې هغه کې یې ویلي وو چې خوب لیدل زمونږ هغه هیلې دي چې په بیدارۍ یا په ویښه یې د پوره کولو په هڅه کې یو چې ځیني هیلې یې بې ضرره دي ځکه یې هماغه رقم انځور په خوب کې وینو څنګه چې دي خو ځیني هیلې بیا داسې دي چې د منلو نه دي یا د ټولنې سره په ټکر کې دي لکه جنسي ټکانونه یا ځیني جنوني حالتونه چې مونږ ته هم د منلو نه دي او نه شو کولی چې عملي یې کړو نو له دې امله دغه ډول مضرې هیلې زمونږ په خوبونو کې سانسور کیږي.
فرویډ به د خپلو ناروغانو درملنه د خوبونو له لارې کوله چې دوی څه ډول خوبونه ګوري؛ فرویډ به ویل چې انسانان هغه څه په خوب کې ګوري چې په ویښه یې نادیده نیسي. نو ویلی شو چې د فرویډ هدف د خوب له لیدلو دا دی چې مونږ ځکه خوب وینو چې په ویښه هغه څه نه شو کولی یا یې نه شو لیدلی کوم څه چې خوب کې ګورو یا کوو.
د فرویډ له نظره هر خوب معنادار دی که هغه هر څومره مزخرف او یا کم هم وي. نو د فرویډ له نظره خوب د انسان د رواني تعادل د ساتلو ضامن دی.
طارق وزیر: ددۀ له نظره هیپنوټېزم او خوب څۀ توپیر لري؟
عمران انګېز: فرویډ هیپنوټېزم نه خوب ګڼي او نه بیداري بلکه ذهني ارامش ته ورته یو نوم ورته اخلي؛ ده به لاشعور ته د ننوتو لار هیپنوټېرم باله؛ فرویډ وو چې د هیپنوټېزم په واسطه یې د رواني ناروغانو درملنه کوله خو په وروستیو کې دی خپله هم له هیپنوټېزم سره راحت نه وو ددې ناراحتۍ دلیل یې مشخص وو یعنې کله به چې ده کوم ناروغ هیپنوټایز کړ په دې کې به ځیني داسې ناروغان وو چې بېرته به په حال نه راتلل ضعف کیدل به؛ همغه وو چې وروستیو کې ورسره راحته نه وو.
طارق وزیر: ځینې خلک د خوبونو له لارې پېشبیني کوي، په دې اړه فرویډ څۀ نظر لري؟
عمران انګېز: فکر نه کوم چې فرویډ دې د خوبونو له لارې د وړاندوینې څه خبره کړي وي اما دومره یې حتماً ویلي چې مونږ کولی شو د خوبونو له لارې د یو انسان لاشعور یا ناخود آګاه ضمیر ته لار وکړو تر څو هغه ناویلې او پټې کیسې وګورو چې ناروغ یې په هوش یا شعور کې نه شي ویلی؛ چې دا رواني تحلیل یې د انساني پلوه مکتب لخوا سخت نقد شو ځکه چې انساني پلوه مکتب دا جبر ګڼلو او ویل یې چې انسان باید په یو کار مجبور نه شي او لومړنی مکتب وو چې د فرویډ د رواني تحلیل Psycho analysis په مقابل کې منځ ته راغی.
دا چې ځیني خلک د خوبونو له لارې وړاندوینې کوي دا به ډېر علمي او اکاډمیک بحث نه وي؛ پخوا د خلکو خوبونه ښه وو کافي خوب یې درلود اوس خلک د بې خوبۍ ناروغي لري نو څنګه خوب وویني بیا یې څنګه یې پیش بیني وکړي هههه په هر حال د فرویډ له نظره خوب لیدل یوازې د لاشعور فعالیت دی او د هغو جنسي او تهاجمي انګېزو بېرته راګرځیدل یا لیدل دي چې سرکوب شوي دي.
طارق وزیر: د فرویډ له نظره د انسانانو په خوبونو کې د عمر او جنس په لحاظ توپیر شته که د ټولو خوب یو ډول دی؟
عمران انګېز: ما مخکې وویل چې فرویډ لپاره خوب د لاشعور فعالیت وو او ددې په واسطه به یې د ناروغانو درملنه کوله یعنې د دوی خوبونه به یې تفسیرول بیا به یې د ناروغ ناروغي تشخیصوله خو په دې برخه کې ډاکټر ګري ونک په خپل کتاب ( د ښځې او نارینه د خوبونو د توپیر محتوا) کې یادونه کړې هغه وایي چې د انسان خوب د هغه د عمر او جنس تر اغېز لاندې دی چې په اغلب ګومان اکثره ښځې په خوبونو کې روښانه رنګونه ګوري،
ګزارش ډېر کوي چې دوی دا ډول خوبونه زیاتره د میاشتنۍ ناروغۍ (پریوډ) مرحله کې ویني. د ونګ په وینا ښځې حتا د افرادو هویت تشخیصوي اما د نارینه د ښځې له خوبونو سره برعکس دی؛ خو فرویډ د ماشومانو د خوبونو په هکله په یوه مقاله کې چې یوې فارسي مجلې په ۱۳۸۲ کې نشر کړې وه، ویلي وو چې د ماشومانو خوبونه د لویانو هغو سره توپیر لري دی وایي چې د ماشومانو خوبونه د هغوی واقعي هیلې دي چې بیا خپلو دې افکارو او خوبونو ته د باصره حس شکل ورکوي او په ځینو مواردو کې یې تفسیر ته اړتیا نه وي؛ اصلاً که ووایو چې د فرویډ هدف دا دی چې ماشومان همغه هیلې او تمایلات په خوب ویني چې په ویښه کې یې په اړه فکر کوي.
طارق وزیر: ایا فرويډ د خوب پر ګټو او زیانونو بحث کړی دی او که کړی یې دی څۀ ډول؟
عمران انګېز: بلې! فرویډ په همدې مقاله کې لیکلي چې خوب ناروغي نه ده، بلکه د سرکوب شوو هیلو او تمایلاتو د شکل تغیر دی او له ذهني ښادۍ څخه یو فرد برخمن کوي.
طارق وزیر: په خوب کې د جنسي اړیکو لرل به هم ممکن د تمایلاتو د سرکوب له وجې وي، کنه هغه حالت طبیعي دی؟
عمران انګېز: دا ښکاره ده چې هغه امیال (چې په دې کې جنسي امیال هم شامل دي) چې له ټولنې سره په ټکر کې وي یا خطر او ریسک ولري نو دا چې په ویښه یې انسان نه شي اشباع کولی نو دوی خوب کې اشباع ته رسیږي. که وایو چې طبیعي دی نو طبیعیت د انسان داسې دی چې جنسي اشباع ته اړتیا لري؛ کله ادم ع پیدا شو هغه ولې مستقیم د همسفر غوښتنه وکړه؟ نو ویلی شو چې دا جنسي تمایلات له انسان سره له ازل څخه ملګري دي. څوک چې جنسي اشباع ته په ویښه رسیږي هغه اشباع شو مسله یې ختمه شوه له رواني او جنسي اړخه سالم دی او څوک چې په ویښه جنسي تمایلات نه شي ابرازولی یا نه اشباع کیږي یا د ټولنې او فرهنګ له امله یا د نورو محرومیتونو له امله نو دی بیا خوب کې جنسي اشباع ته رسیږي، هغه اشباع شو مسله یې ختمه شوه له رواني او جنسي اړخه سالم دی او څوک چې په ویښه جنسي تمایلات نه شي ابرازولی یا نه اشباع کیږي یا د ټولنې او فرهنګ له امله یا د نورو محرومیتونو له امله نو دی بیا خوب کې جنسي اشباع ته رسیږي. هغه اشباع شو مسله یې ختمه شوه له رواني او جنسي اړخه سالم دی او څوک چې په ویښه جنسي تمایلات نه شي ابرازولی یا نه اشباع کیږي یا د ټولنې او فرهنګ له امله یا د نورو محرومیتونو له امله نو دی بیا خوب کې جنسي اشباع ته رسیږي.
هغه اشباع شو مسله یې ختمه شوه له رواني او جنسي اړخه سالم دی او څوک چې په ویښه جنسي تمایلات نه شي ابرازولی یا نه اشباع کیږي یا د ټولنې او فرهنګ له امله یا د نورو محرومیتونو له امله نو دی بیا خوب کې جنسي اشباع ته رسیږي.