دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهجرمني وايي، لا هم تر ټولو ډېر افغانان او سوریه وال ورڅخه...

جرمني وايي، لا هم تر ټولو ډېر افغانان او سوریه وال ورڅخه پناه غواړي

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۱۵ مه) د یورونیوز د معلوماتو د شننې له مخې، په اروپا کې تر ټولو زیات کډوال د اوکراین، سوریې او افغانستان دي.

 خو د پناه تر ټولو ډېره تقاضا سوریه وال او افغانان کوي.

د نړۍ په نورو برخو کې د جګړو او کړکېچونو له زیاتېدو سره په اروپا کې د کډوالو او پناه غوښتونکو شمیر په ۲۰۲۳ کې یو ځل بیا لوړ شوی دی.

په ورته وخت کې، په ټوله اروپا کې هیوادونه د ناقانونه کډوالۍ د زیاتېدو د اندیښنو په ځواب کې امنیتي تدابیر نور هم سختوي.

د جرمني ایتلافي حکومت تېره اوونۍ پرېکړه وکړه چې له هغې وژونکې حملې وروسته، چې مسوولیت یې د داعش په نوم سختدریځې ډلې په غاړه واخیست، د امنیت او پناه غوښتنې پالیسي سخته کړي.

د زولینګن ښار د ۶۵۰ کلن جشن په لړ کې له بریده وروسته، چې په ترڅ کې یې درې تنه ووژل شول او اته ټپیان شول، د پناه غوښتنې او د کډوالو د ایستلو د پالیسیو په اړه ترینګلتیا رامنځته شوې ده.

د یورو نیوز پر اساس په زولینګین کې برید په لومړي ځل افغانانو ته د پناه ورکولو په اړه د جرمني پالیسي بدله کړې ده.

رسمي ارقام ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په جرمني کې د افغان پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی دی.

2 COMMENTS

  1. چې دې کې څه حکمت دی چې د اسلامي نظامدنه خلک کفري نظام ته د تېښتې په حالت کې دي،؟؟؟ههههه

  2. آلمانه زه خو د ښه پېژنم او تاسې ما پېژنی! هیڅوک نشته چه آلمان ته دې ووایي چه دا ورځ او دا حال پر افغانستان تاسې راوست او په اول کې مو خلکو ته سمدستي بهترین هوتلونه او پیسې ورکولې، اوس به زه ورته یو خط ولیکم!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب