دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهازبکستان وايي، باید طالبان د داعش پر ضد په مبارزه کې یوازې...

ازبکستان وايي، باید طالبان د داعش پر ضد په مبارزه کې یوازې پرې نه ښودل شي

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۴ مه) د ازبکستان د دولتي امنیتي خدماتو (استخباارتو) مشر عبدالسلام عزیزوف د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) غونډې ته وویل چې د طالبانو حکومت له نړیوال تروریزم سره پر مبارزې بوخت دی، باید دا هیواد له داعش سره په مبارزه کې یوازې پرې نه ښودل شي.

هغه ټینګار وکړ چې طالبانو هم په دې مبارزه کې لاسته راوړنې لرلي او «له همدې امله، موږ باید له دښمن سره په ګډه جګړه وکړو.»

عزیزوف، چې د شانګهای د همکارۍ سازمان په عمومي غونډه کې خبرې کولې، د داعش پر وړاندې په جګړه کې له افغانستان سره مرسته ډېره مهمه وبلله، زیاته یې کړه چې د داعش په وړاندې د اقداماتو کمزوتیا به سبب شي چې دا ډله غښتلې شي او د دې کار نتیجه دا ده چې داعش ټولې سیمې ته خطر پېښ کړي.

عزیزوف وویل: «یوازې د متقابل باور پراساس په همغږۍ او ګډو هڅو، د معلوماتو او تجربو په منظمې تبادلې له تروریزم او نړیوال افراطیت او له سایبري ګواښونو سره مبارزه کولی شي د غړو هیوادونو ثبات او امنیت ډاډمن کړي.»

داعش د تیرې دوشنبې ورځ په کابل کې د لويې څارنوالۍ د پخوانۍ ودانۍ مخې ته د بريد  مسولیت ومانه چې د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې شپږ تنه په کې ووژل شول او دیارلس نور ټپیان شول.

له دې برید وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت ویل جنرال پټ رايډر وویل چې د اسلامي‌ دولت ډله یا داعش په سیمه کې د یوه ګواښ په توګه فعاله ده او د امریکا متحد ایالتونه به یې په وړاندې اقدامات وکړي.

نوموړي پرون سې شنبه ناوخته د « د سیپټیمبر۳مه» د امریکا په دفاع وزارت کې یوې خبرې ناستې ته ويلي چې امريکا او متحدان به يې د دې ګواښ پر وړاندې جدي او مناسب اقدامات وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب