دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهایراني پوله ساتو له یوه افغان سره ۹ کیلو سره زر ونیول

ایراني پوله ساتو له یوه افغان سره ۹ کیلو سره زر ونیول

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۱۴ مه) د ایران د رضوي خراسنان ولایت یوه امنیتي چارواکي نن وویل، د دغه ولایت پوله ساتو د یوه افغان تبعه په موټر د سروزرو خښتې، چې وزن یې ۹ کیلوګرامه وو، موندلي دي.

د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور به مخې، د رضوي خراسان د سرحدی ځواکونو قوماندان وویل چې د افغانستان پولې ته څېرمه په تایباد کې ایراني پوله ساتو د موټر د تلاشۍ په ترڅ کې د سرزرو ۱۲ خښتې کشف کړې. د دغه قوماندان په وینا د دغو خښتو وزن ۹ کیلوګر او ۳۶۰ ګرامه دی.

د پولیسو دغه چارواکی ایرنا ته وویل، پوله ساتو چې د تایباد سرحدي ځواکونو په پوسته کې ایران ته د راتلونکو کسانو د تلاشي په مهال په یوه سپین واګون موټر کې، چې چلوونکی یې یو افغان و، دا سره زر وموندل.

هغه زیاته کړه چې موټر ضبط شوی او تورن قضایي چارواکو ته وسپارل شوی دی.

تایباد د مشهد د جنوب ختیځ په ۲۲۵ کیلومترۍ کې موقعیت لری.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب