Homeخبرونهسرمنشي په افغانستان کې د یوناما لپاره نوې مرستیاله وټاکله

سرمنشي په افغانستان کې د یوناما لپاره نوې مرستیاله وټاکله

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۱۴ مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتیریش کاناډایي ډيپلوماته جورجیت ګانون (Georgette Gagnon) په افغانستان کې د خپلې استازې د مرستیالې په توګه وګومارله.

میرمن ګانون به د جرمن ډيپلومات مارکس پوتزل ځای ونیسي.

ملګرو ملتونو نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نوې ټاکل شوې استازې یې د سولې د ملاتړ، د بشري حقونو په برخه کې د ستراتیژیکو نوښتونو د لارښوونې او د جګړې او له جګړې وروسته وضعیت په اقداماتو کې ۲۸ کلنه کاري تجربه لري.

ګانون له ۲۰۲۱ کال را په دې خوا په لیبیا کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله استازې پاتې شوې ده.

ملګرو ملتونو د افغانستان د سیاسي ماموریت یا یوناما د مشرتابه په جوړښت کې دغه بدلون وروسته تر هغه اعلان کړی چې طالبانو تېره میاشت کابل ته د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر ریچارد بېنیټ پر سفر بندیز ولګوه.

بینیټ ویلي، دی به له لرې د خپلو چاینلونو له لارې په افغانستان کې د بشري حقونو ارزونې ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...