یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد ناکامورا د وژل کېدو څلورم تلین او افغانستان سره د جاپان...

د ناکامورا د وژل کېدو څلورم تلین او افغانستان سره د جاپان د نوې مرستې اعلان

تاند (دوشنبه، د قوس ۱۳ مه) نن په افغانستان کې د جاپاني الاصله بشرپال ډاکټر تیتڅو ناکامورا د وژل کېدو څلورم تلین داسې مهال پوره کیږي چې جاپان له افغانستان سره د اته پنځوس اعشاریه څلور میلیونه ډالرو نوې مرستې ژمنه کړې ده.

په کابل کې د جاپان سفارت ویلي چې دغه مرستې به د ملګرو ملتونو، نړیوالو سازمانونو او غیر دولتي موسسو له لارې اړمنو افغانانو ته ورسیږي.

ناکامورا د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۴مه په ننګرهار کې د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو ټپي او بیا یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د جاپان سفارت ویلي، ناکامورا اوس نشته، خو د هغه پروژې د هغه د جاپاني او افغان همکارانو له خوا دوام لري.

جاپاني چارواکي وایي، د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یې له افغانستان سره د ټولو مرستو اندازه ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته رسیږي.

ناکامورا د افغانستان په ختیځ کې د اوبو د مدیریت یو شمېر پروژې په بریالیتوب عملي کړي او زرګونه جریبه ډاګ ځمکه یې په شنو باغونو او کروندو بدله کړې وه.

د هغه د وژل کېدو اصلي دلیل د نورو داسې پروژو مخنیوی ښودل شوی او مخامخ یې پاکستان د وژل کېدو عامل ګڼل شوی.

د ناکامورا د وژل کېدو پر مهال د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ویلي وو چې د ناکامورا د وژلو په تور یې څو افغان او پاکستاني طالبان نیولي.

میاخېل د جمهوري نظام له سقوط وروسته وویل چې د ناکامورا قاتلان د افغانستان له زندانونو خوشې شوي او د ده په وینا، دا کار د هغه په وژلو کې د طالب حاکمانو لاس لرل څرګندوي.

طالب چارواکو د نوموړي په وژلو کې د لاس لرلو یا نه لرلو په تړاو څه نه وو ویلي، خو اوس د ناکامورا کړنې ستایي او د پروژو پر دوام یې ټنیګار لري.

3 COMMENTS

  1. د ناکامورا قاتلین د میاخیل په مخ کي ایله سوه بیغیرته هیڅ هم وه نه ویل.
    د جاپان څخه غواړو چي مرستي په خپل لاس د ناکامورا پر پاته کارو وه لګوي

  2. د تیتڅو ناکامورا وژل د طالبانو په لمن تور داغ دۍ.طبعی خبره ده چی هغه مهال طالبان ټول د پآکستان لخوا ترینینګ او تمویل کیدل.د افغانستان د اوبو د شرقی حوزی نه مدیریت کول د پاکستان د اثر رسوخ له کبله وو. د جنرال نصیرالله بابر هغه مقاله چی د پیښور په پرل کانتینیتال هوټل کی یی لوستلی وه نوموړی د هغی مقالی په ترځ کی په څرګندو ټکو د دی خبری سپیناوۍ کړۍ وو چی سردار محمد داوود خان ته د پیغام لیږلو په دود یی په پنجشیر او جلال آباد کی د احمدشاه مسعود او ګلبدین حکمتیار په وسیله تروریستی حملی کړی وی. اوس هم دافغانستان اړوند د پاکستان ستراتیژیک عمق تیوری پخپل ځای پاتی ده. او له بده مرغه ناکامورا دهمدی پټو سترایژیکو ناولو موخو ښکار شو. پاکستان خپل کار په افغانی مزدور طالبانو باندی کړیدۍ. او په پآی کی هغه پښتو متل دلته ډیر پځای بریښی کوم چی وایی: وني ویلی وو که د تبر لاستی زما څخه نه وۍ زه یی نشواۍ پری کولۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب