Homeخبرونهد پاکستاني پولیسو لخوا په ترهګرۍ د ګلالۍ اسماعیل تورنیدل

د پاکستاني پولیسو لخوا په ترهګرۍ د ګلالۍ اسماعیل تورنیدل

تاند (دوشنبه، د قوس ۱۳ مه) د خیبرپښتونخوا لپاره د پاکستان پولیسو په یوه لېست کې چې د ترهګرۍ د ملاتړو په تړاو یې خپور کړ، د بشري حقونو د مشهورې فعالې ګلالۍ اسماعیل نوم هم شامل کړی.

ګلالۍ اسماعیل چې د صوابۍ اوسیدونکې او د پاکستان له منتقدانو څخه ده، اوس مهال په امریکا متحده ایالاتو کې ژوند کوي.

هغه په ۲۰۱۹ کې د پاکستان د حکومت له پرله پسې مزاحمت وروسته کډوالۍ ته اړ شوې ده.

اوس د هغې نوم د ترهګرۍ په مالي ملاتړ کوونکو کې شامله شوې چې د آغلې ګلالۍ توند غبرګون سره مخ شوې.

ګلالۍ اسماعیل ویلي چې دا د ترهګرۍ له لاسه پاکستان نه وتې او بې ځایه ده چې د ترهګرۍ په ملاتړو کې حساب شي.

پاکستاني پولیسو په دغه لېست کې د مشهور خبریال احسان داوړ نوم هم د ځینو نورو کسانو ترڅنګ د ترهګرو په مالي ملاتړو کې یاد کړی چې فعالانو غندلی او بې اساسه لېست یې بللی.

د پاکستان حکومت او بنسټونه تل تورن شوي چې مشهور پښتانه فعالان تر فشارونو لاندې راولي او له بدنامولو سره یې غواړي د عدالت غوښتنې غږونه غلي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...