جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهیوه تر ټولو افراطي طالب وزیر ته د سرمحققۍ اعزازي رتبه ورکړل...

یوه تر ټولو افراطي طالب وزیر ته د سرمحققۍ اعزازي رتبه ورکړل شوه

تاند (دوشنبه، د قوس ۱۳ مه) د افغانستان علومو اکاډمۍ په یوه غونډه کې پرون د طالبانو د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب ته د سرمحققۍ اعزازي علمي رتبه ورکړې ده.

علومو اکاډمۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړي ته یاده رتبه د علومو اکاډمۍ یوه ټاکلي کمیسیون تر هغه وروسته وړاندیز کړې چې د ملا ثاقب اثار یې ارزولي.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د طالبانو د چارو ادارې لوی رئیس شېخ نورالحق انور، د ښار جوړونې وزیر او نورو چارواکو برخه لرله.

ویل شوي چې ملا ثاقب د علمي رتبې د ترلاسه کولو ترڅنګ د علومو اکاډمۍ غړیتوب هم تر لاسه کړی.

ملا ثاقب چې له نوم سره یې دوکتور هم لیکل کیږي، د طالبانو له تر ټولو افراطي وزیرانو او د ملا هبت الله اخوندزاده د نیږدې ډلې له غړو څخه دی.

ویل کیږي چې دی د هبت الله لخوا د نجونو پر زده کړو د بندیز له اصلي پلویانو دی او په نورو برخو کې هم افراطي سیاستونه حاکمیدل غواړي.

یو شمېر فرهنګي فعالانو په علومو اکاډمۍ کې د طالبانو ورځ تربلې ایډیالوژیک چلند او ورته ګومارنې د اندېښنې وړ ګڼلي او ویلي چې علمي- تحقیقي بنسټونه نه باید د داسې کړنو قرباني شي.

6 COMMENTS

  1. الله دی د ده ښځه او لور د بواسیرو پر سخت مرض ګرفتاره کړی. الله دی د ده د ښځی په نس کی تمور دانه پیدا کړی چی د ښځینه ډاکټری قدر ورته معلوم شی ـ

    • ښځي او لور یې کمه ګناه کړې ده خو ده ته شیراوکړه ستا او دده سه فرق وسو په افراط کي

  2. دا جاهلان خو په علم اصلا هېڅ عقیده نه لري او که وي هم صرف د مباح در سطحې پورې ، نو بیا سرمحقق او د دوکتورا علمي رتبې .
    اوښ په ګډېدا او خر په خندا څه پوهیږي .

  3. په افغانستان کې په طبعي علو مو کې نه پرو فیسور نه وو ، او نه شته ! خو خوشې په خیلاتو کې روان او په ګوډ خره سپاره دي !!

  4. مولوي صاحب نور محمد ثاقب
    تر هغه چې ما ته معلومه ده مولوي صاحب نورمحمد ثاقب د اکوړې مدرسې د وفاق المدارس په ازموينه کې چې د ټول پاکستان په کچه يوه لوړه اداره ده له حقانيه څخه په لومړۍ درجه فارغ شوی دی او د ټول پاکستان په کچه يې زياتې نومرې ترلاسه کړې وې او د وفاق لوړ سند يې ترلاسه کړی دی.
    په ۱۹۸۷ او ۱۹۸۸ ز کلونو د باړې په دارالعلوم هاشميه کې مدرس پاتې شوی چې دا هغه کال وو چې ارواښاد باچا خان (عبدالغفار) د ۱۹۸۸ ز کال د جنورۍ په شلمه نېټه وفات شو او جنازه يې جلال اباد ته انتقال شوه. (اروا يې ښاده).
    مولوي صاحب په دغه کلونو کې زما او د مولوي صاحب عبدالکبير او ځينو نورو ګډ استاذ پاتې شوی دی چې هغه وخت طالبان نه وو راپيدا شوي، خو هغه وخت د طالبانو په نوم داسې يو کمپاين روان وو چې که طالب/طالبان له يوې مدرسې بلې او يا له يوځای بل چېرته ځي، نو د لارې په تګ وراتګ کې ورته د لارې کرايه کې رعايت کېده او طالب به د خپل طالبي کارت له لورې نيمايي کرايه ورکوله چې د وخت په تېرېدو سره د طالبانو په نوم يوه ډله او يو حرکت رامينځه ته شو او د وخت په تېرېدو سره نصيرالله بابر يې د خپلو بچيانو او د يو روزونکي دعوه هم وکړله او دا وياړ يې ترلاسه کړ. نصيرالله بابر، حميد ګل، کرنيل امام او داسې نور تر جنرال اختر عبدالرحمن او همداسې مخ پورته ټولو د افغانستان په وېرانۍ کې برخه اخېستې او د افغانستان د وېرانۍ او بېثباتۍ طراحان ياديږي. له علي خاور سره په يوه مرکه کې چې د ((The Five Evils who destroyed Afghanistan)) ياديږي بابر خپله دا منښته کړې ده.

    Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

    مولوي صاحب ته د خپل استاذ په توګه ډېر درناوی لرم، خو دا بايد ووايم چې مولوي صاحب په هغه وخت کې يو منځلاری انسان وو، خو اوس ورته د نجونو د زده کړو د مخالفت ګوتنيونه کيږي. له شک پرته چې مولوي صاحب له علمي اړخه ښه رسېدلی او د لوړ ذکاوت څښتن دی.
    زه خپله يو منځلاری انسان يم او د امارت له دغه نظر سره چې د نجونو د زده کړو سره مخالفت لري او د حجاب، کلتور، ناسمو شرايطو او بېلابېلو پلمو يې د هغوی د زده کړو مخه نيولې ورته نظر نه لرم او تل مې پرې نيوکې کړي دي او اوس پرې هم کوم. امارت دا حق نه لري چې د چا د زده کړو مخه ونيسي او دا د نجونو او مېرمنو او د ښځينه قشر په حق کې زياتی دی او هېڅ دک و دليل ورته نه لري.
    په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب