شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهچمن کې د منظور پښتن د موټرو پر کاروان برید شوی

چمن کې د منظور پښتن د موټرو پر کاروان برید شوی

تاند (دوشنبه، د قوس ۱۳ مه) د بلوچستان په چمن سیمه کې نن د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له یوه وسله وال بریده روغ وتلی دی.

د راپورونو له مخې، د هغه د موټرو پر کاروان نن په ښار چمن کې ډزې شوي دي.

په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مسول زبیر شا اغا، چې له پښتین سره د لارې ملګری و، رسنیو ته ویلي، د منظور پښتین پر موټر څو مرمۍ لګیدلي چې یو همکار یې ټپي شوی دی.

د نوموړي په خبره په ډزو کې یوه میرمن هم چې لاروۍ وه، ټپي شوې ده.

منظور پښتین په چمن کې د پرلت ګډونوالو ته له وینا وروسته د بلوچستان تربت ښار ته روان و چې برید پرې وشو.

تراوسه امنیتي ادارو په دې اړه څه نه دي ویلي او د ډزو مسولیت هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

ښاغلي پښتین په وروستیو کې بیا د پاکستان پر پوځ او حکومت توندې نیوکې کړې وې او افغان کډوالو، کوزنیو پښتنو او په ټوله کې ټولو خواوو سره په ناوړه چلند او منافقت یې تورن کړی و.

چمن ته د ښاغلي پښتین وروستي سفرونه تر ډېره د دې لپاره وو چې هلته د پاکستان د وروستیو پښتون ضدو سیاستونو خلاف پيل شوی پرلت پنجاب او نورو سیمو ته وغځوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب