پنجشنبه, مې 9, 2024
Home+آریانا قاموس «پښتو - پښتو» چاپ شو

آریانا قاموس «پښتو – پښتو» چاپ شو

د افغانستان علومو اکاډمۍ د یاد شوي قاموس په تړاو خپره کړې اعلامیه کې لیکلي:

د آریانا قاموس «پښتو – پښتو» لومړی ټوک له « آ – ت » توري پورې د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا په ۹۱۸ وزيري سايز مخونو کې چاپ شو.

د دغه قاموس کاري ډله کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوټ او د پښتو څېړنو د بین المللي مرکز علمي غړي دي.

د قاموس په سريزه کې د قاموس د پېژندنې تر څنګ د آریانا قاموس کار دود او کاري ډله معرفي شوې، ورپسې د تلفظ پر لارښود او مخففاتو بحث شوی دی.

دا چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا پخوانی چاپ شوی (پښتو – پښتو تشـريحي قاموس) د ښېګڼو ترڅنګ ځينې نيمګړتياوې هم لرلې، نو له یوې خوا همدغو نیمګړتیاوو ته په کتو او له بله پلوه په ژبه کې د نویو اړتیاوو ته په کتو، د نویو وییونو رامنځته کېدل (نوې لغت جوړونه، له بهرنیو ژبو، پښتو ته د وییونو راتلل) او نورو هغو لاملونه موږ اړ کړو، ترڅو د وخت غوښتنو ته مثبت ځواب ووایو او داسې یو قاموس ولیکو چې له «پښتو ـ پښتو تشریحي قاموس» څخه یو څه متفاوت، د وییونو زېرمه یې هم زیاته او غني وي.

له بلې خوا د قاموس لیکنې د میتودونو له مخې باید په قاموسونو باندې بیا بیا کار وشي او نوې راټولونې په کې وشي، ترڅو نوي کلمات په کې ځای پر ځای شي او لا ښې اسانتیاوې رامنځته کړي.

همدغو او دې ته ورته ملحوظاتو ته په کتو څو کاله دمخه د افغانستان د علومو اکاډمي مشـرتابه پلاوي (علمي شورا) دا تشه درک کړه او پرېکړه یې وکړه چې د «آریانا قاموس» (پښتو – پښتو) په نامه د یوه نوي قاموس د لیکلو چارې پیل شي چې د علمي شورا له پرېکړې سره سم دغه کار پیل شو او له نېکمرغه دا دی لومړی ټوک يې چاپ شو.

په دغه یو ژبیز تشریحي قاموس کې تر ډېره د وخت غوښتنې او اړتیاوې په پام کې نیول شوي دي. هڅه شوې چې د بې ځایه، تکراري، لهجوي او سمتي وییونو مخه په کې ونیول شي او د پښتو ـ پښتو تشـریحي قاموس په څېر د یو ويي څو وریانټه په کې را نشي، بلکې هغه بڼه يې خوندي کړي چې کابو عامه او منل شوې وي. په دغه قاموس کې د ځینو وییونو د سمې سپړنې او تشـریح لپاره د اړتیا پر اساس متلونه، اصطلاحات او بیتونه هم راغلي او دا ترې په ډاګه شوې چې یاد لغت باید څنګه تلفظ شي او کومه معنا ترې واخیستل شي. په دغه قاموس کې تر ټولو مهمه خبره د وییونو د تکرار مخنیوی او له لهجوي مسایلو څخه را وتل دي.
د یادولو ده چې اوسمهال د اریانا قاموس د پاتې کار او نورو ټوکونو د بشپړولو چارې روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب