ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د قطغن د پخواني اجتماعي ژوند په اړه ځينې یادښتونه ولیکل. هغه مرحوم د دغو یادښتونو د لیکلو په وخت اتیا کلن و او دا یې د ژوند وروستی نثري اثر دی چې په تاند کې برخه برخه خپریږي. څرنګه چې متن شپاړلس کاله پخوا لیکل شوی دی نو که لیکوال مثلا دوه اویا کاله پخوا یادوي، منظور ورنه اوس طبعا اته اتیا کاله پخوا زمانه ده.
د کندز په اوزبکو او ترکمنو کې هم له پخوا راهیسې د روحانیونو احترام کېده. هر څوک چې به دې وپوښته، یو پیر یې درلود چې دوی به اېشان صاحب باله. خو دا پیران اختیاري نه ول، یعنې مرید به په خپله خوښه د چا مریدي نه قبلوله، بلکه د هر چا د کورنۍ او د ټبر پیر معلوم و. پیر ته به مریدان په میراث پاته ول. چې اېشان به وفات شو، میراث خورو به یې مریدان سره ووېشل. بیا به هغه اېشان صاحب په کال کې یو دوه ځله په خپلو مریدانو راګرځېد او خپل نظر یا قلنګ به یې ترلاسه کاوه. نذر یې ټاکلې اندازه نه درلوده، هر چا د خپل وس او اخلاص په اندازه څه ورکول. په لومړیو وختونو کې به د اېشانانو د ژوند اړتیاوې ښه ورباندې پوره کېدې خو وروسته وروسته څه د اېشانانو ډېرښت شو، څه د مریدانو د اخلاص لږېدل، اېشان به مجبور و چې بل کار کسب هم ورسره وکړي.
ځینو اېشانانو به ځانونه سیدان بلل، ځینو به دا ویل چې مونږ د حضرت بهاوالدین نقشبد (چې په بلاګردان مهشور و) له نسله یوو. یو شمېر نور اېشانان د ځینو نورو پخوانیو روحانیونو زوزاد وو.
د اېشانانو او مریدانو راکړه ورکړه صرف دومره وه چې اېشانانو به له موروثي مریدانو خپل قلنګ ټولاوه او دوی به دعا ورته کوله، نور یې څه د اذکارو او اورادو هدایت نه ورته کاوه. د کندز د ایماقو هم دغسې پیران ول او دغه شان رابطه یې ورسره درلوده. یوه کیسه یې مشهوره ده چې وایي یوه لرخابي ایماق خپل پیر ته د هرکلي په وخت وویل: پیرجان خوک واری چنګ باد کده می آمدی، که نزدیک شدی دیدیم که پیرجان تو بودی.
لنډه یې دا چې د دوی تر منځ د پیري او مریدي نور څه نه وو، صرف د یوه پخواني دود له مخې اېشان ته څه برخه ورکول کېدله.
اکثره اېشانان بې سواده ول.د طریقت او شریعت په اړه په څه نه پوهېدل. دوی چې خپله لاره ورکه کړې وه، بل ته یې هم د ښودلو څه نه لرل.
ځینو بې ځایه شویو اېشانانو ته به یوازې د اېشان نوم ورپاته وو. دوی ته به د خپلو میراثي مریدانو ځای ځایګی نه و معلوم، یا به یې په مریدانو باندې چالاکو تربرونو قبضه کړې وه او پخپله به په نورو چارو بوخت وو. کوم اېشانان چې عالمان،شتمن، ملاکان، خوله ور یا چالاک وو، د هغو ډېر احترام کېده او په ولسي چارو کې یې د لاسوهنې مخه چا نه شوای نیولی.