Homeخبرونهکابل کې د چرګانو د ۵ ټنه خرابې شوې غوښې نیول کیدل

کابل کې د چرګانو د ۵ ټنه خرابې شوې غوښې نیول کیدل

تاند(سې شنبه، د قوس۷ مه) د کابل ښاروالۍ لپاره د طالبانو چارواکو ویلي چې په دغه ښار کې یې د چرګانو ۵ ټنه خرابه شوې غوښه کشف او له منځه وړې ده.

سرچینه زیاتوي چې دا غوښه د نهمې ناحیې د چرګانو په یوه ګودام کې د پلټنو پر مهال کشف شوې .

ویل شوي چې دا غوښه د کرنې او مالدارۍ وزارت لابراتوار کې خرابه ثابت شوې او بیا له منځه وړل شوې ده.

د افغانستان په بازارونو کې د خرابو ، بې کیفیته او تاریخ تېرو توکیو موجودیت له پخوا راهیسې یوه جدي ستونزه ده چې ډېر ځله د خلکو د ناروغۍ سبب شوې.

یو شمېر خلک د دغو توکیو پر وړاندې د طالبانو د رژیم اقدامات ستایي او عاملینو سره یې د جدي چلند غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...