یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهایران: افغانستان کې ټول ګډونه حکومت غواړو؛ طالبان: لاسوهنه بس کړئ

ایران: افغانستان کې ټول ګډونه حکومت غواړو؛ طالبان: لاسوهنه بس کړئ

تاند(سې شنبه، د قوس۷ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصرکنعاني یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت غوښتنه وکړه.

نوموړي ویلي: « د افغانستان امنیت د ایران د اسلامي جمهوریت امنیت دی. په دې چوکاټ کې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره  د سیمه ییزو هڅو او میکانیزونو په ګټو باور لرو. د افغانستان په اړه زموږ اساسي تګلاره د داسې حکومت جوړول دي چې د افغانستان د ټول ملت استازیتوب وکړي.»

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم بیا د ایران دغې غوښتنې ته غبرګون ښودلی او د افغانستان په چارو کې لاسوهنه یې ګڼلې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د دوی رژیم ټول ګډونه دی او نور هېوادونه نه باید د افغانستان د نظام د څرنګوالي په اړه د غوښتنو له کولو سره، د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

ورته غوښتنې د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ ګڼو افغانانو هم کړي، خو طالبانو منفي ځواب ورکړی.

2 COMMENTS

  1. وایی یوه بلا ، بلې بلا ته وایي چې بو!
    که د افغانستان خلک او یا کوم مقام له ایران نه وغواړي چې په ایران کې ټول ګډونه دولت جوړ کړي ، آیا دوی به عکس العمل ونه ښیي .
    د ایران اوسنی دولت یوازې د پارسانو له قوم نه جوړ دی ، هلته سني مذهبو خلکو ته هېڅ ډول حقوق نه دي ورکړل شوي . په ټول تهران ښار کې د سنیانو لپاره یو جامع جومات نه شته . اما د ایران د نفوس 40 سلنه وګړي سني مذهبه مسلمانان دي .
    همدا شان د ژبو په اساس هلته آذریانو ، بلوچانو ، کردانو ، ترکمنانو ، لور ، عربانو او نورو ته هېڅ قانوني حق نه دی ورکړل شوی .
    خو ټالبان هم باید داسې کار ونکړي چې د امام علی رحمانوف او ظاهر اغبروف په شان خلکو ته د غونډو جوړولو پلمه په لاس ورکړي .
    له ملاکراسي او تندلاريتوب نه تېر او یو معتدل ، ټولو ته نسبي منل شوی اساسي قانون او حکومت جوړ کړي ، نجونو او ټولو هېوادوالو ته د کار او تحصیل زمینه برابره کړي . اما جنګ سالارانو او هغوی ته چې ظلم ، قتل ، فساد ، غلا او خیانت یې کړی ، په هېڅ وخت کې د بیا واکمنۍ چانس ورنکړي .

  2. ایران دی دخپل حکومت طرح طالب ته ورکړی او ورته وړاندیز وکړی چی زمونږ غوندی حکومت جوړ کړی سو فیصده سنی او سو فیصده بلوڅ پکی برخه لری په هماغه اندازه دی طالب هم کولابی چړوانو ته حصه ورکړی ولی همجنسګرایانو ته په افغانستان کښی ځایې نشته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب