شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهیونیسف: یوازې یوه میاشت کې مو ۸۳۸ زره افغان خوارځواکي ماشومان ثبت...

یونیسف: یوازې یوه میاشت کې مو ۸۳۸ زره افغان خوارځواکي ماشومان ثبت کړي

تاند(سې شنبه، د قوس۷ مه) دد ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف ویلي چې یوازې په تېره اکتوبر میاشت کې یې د افغان ماشومانو د خوارځواکۍ ۸۳۸ زره پېښې تشخیص او ثبت کړې دي.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې دا هم ویلي چې د دغو کسانو له ډلې یې یوازې د ۵۰ زرو شاوخوا د درملنې امکانات لرل او معالجه کړي یې دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په خپل راپور کې زیاته کړې چې د سېپټمبر میاشتې په پرتله په اکټوبر کې له پنځو کلونو څخه په کم عمره ماشومانو کې شدیده خوارځواکي ۲۹ سلنه او د درملنې په پروګرام کې د منل شویو کسانو شمېر ۱۸ سلنه کم شوي و.
یونېسف د دې کمښت لامل موسمي تغیر بللی چې له امله یې د اوړي په پرتله اوس په ماشومانو کې د نس ناستي ناروغي کمه شوې او ورسره مېوې هم پخې شوي چې ماشومانو ته متوازن خواړه دي.
له دې سره، د افغان ماشومانو او نورو وګړو د خوارځواکۍ او خوړو نه امنیت فیصدي لوړه او خطرناکه ګڼل شوې او افغانستان سره د بشري مرستو په هر څومره ژر او ډېروالي ټینګار شوی.
بشري او اقتصادي ناورین، ورځ تربلې د نړیوالو بشري مرستو د بودیجې کمیدل او په دې برخه کې مرستندویانو سره د طالبانو د رژیم ناسم چلند یو شمېر شنونکي د اندېښنې وړ بولي او د فقر او خوارځواکۍ د زیاتېدو وېره څرګندوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب