شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه د تاجیکستان غونډه کې پر قومي او...

د افغانستان په اړه د تاجیکستان غونډه کې پر قومي او ژبني چلند نیوکې

تاند(سې شنبه، د قوس۷ مه) د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د افغانستان په اړه د هرات امنیتي کنفرانس په نوم غونډه نن داسې مهال پای ته ورسېده چې یو شمېر قومي او سمتي بحثونه او چلند پکې له نیوکو سره مخ شوی.

په دې غونډه کې چې بینرونه یې په فارسي ژبه لیکل شوي وو او د افغانستان د ملي سرود پر ځای پکې یوه بله ترانه وغږول شوه، د دویمې ورځې د غونډې پر مهال یې د ایران او تاجیکستان د یو شمېر استازو په ګډون د فارسي ژبې د برترۍ بحثونه وشول.

بي بي سي فارسي د غونډې د یو شمېر ویناوالو له قوله لیکلي چې دوی په سیمه کې تر یو نیم سل کاله مخکې پورې د اوسني نفوذ لس برابره د فارسي ژبې د واکمنۍ خبرې کړي.

معلومه نه ده چې له دې خبرو د غونډې د جوړونکو او ویناوالو هدف څه و او دا بحثونه یې د افغانستان اوسني ناورین سره څنګه تړلي دي.

د غونډې تنظیموونکي داود مرادیان د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان له دې امله اتل بللی چې په وینا یې د غونډې په ترسره کولو کې یې مرسته ورسره کړې ده.

افغان سیاسي فعال نجیب ننګیال د تاجیکستان دغې غونډې ته په اشاره لیکلي: مونږ طالبان ختموو، افغانستان نه ختموو. ځينو د طالبانو د ختمولو په بهانه د افغانستان په ختمولو پسې را اخيستې ده

په تاجیکستان کې د ترسره شوې دغې غونډې سمبالوونکو د خلکو نیوکو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب