شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد طالبانو رژیم د نسکوریدو له غوښتنو سره د کرزي او حزب...

د طالبانو رژیم د نسکوریدو له غوښتنو سره د کرزي او حزب اسلامي مخالفت

تاند(سې شنبه، د قوس۷ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم د نسکورېدو د غوښتنو مخالفت کړی.

ښاغلي کرزي له یوې جاپاني رسنۍ سره په مرکې کې ویلي چې د طالبانو د نسکوریدو پر ځای، په دوی کې د اصلاحاتو پلوی دی.

د هغه په باور، د نجونو د ښوونځیو پرانیستل کولای شي د طالبانو د رژیم د مشروعیت لاره هواره کړي.

حامد کرزي په هېواد کې د جګړې او وینه توییدو له مخالفت سره ټینګار کړی چې بین الافغاني خبرې دې پيل او یو پیاوړی دولت دې رامنځته شي.

نوموړي په افغانستان کې د دیموکراسۍ د ماتې ملامتي پر مخکیني دولت او نړیوالې ټولنې اچولې، خو له خپله اړخه یې کوم مسوولیت او ملامتي نه ده منلې.

په ورته وخت کې، د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي ګوند یوه مشر کریم امین د تاجیکستان په پلازمېن دوشنبې کې د افغانستان په اړه د هرات امنیتي کنفرانس غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې دوی هم د طالبانو د رژیم د نسکوریدو خلاف دي.

هغه ویلي، تېرو دوو کلونو کې ډېر داسې څه شوي چې  دوی غوښتل.

د طالبانو یو شمېر مخالفانو په وروستیو کې دوی تورن کړل چې د سولې خبرو ته غاړه نه ږدي او مجبور کړي یې دي چې د جګړې له لارې ورسره مخامخ او رژیم یې نسکور کړي.

یو شمېر شنونکي بیا طالبان او د دوی هغه مخالفان چې پخواني جنګسالاران دي او د جګړې خبرې کوي، دواړه د بهرنیانو په اشاره په افغانستان کې جګړې او بې ثباتۍ ته په لمن وهلو تورنوي.

د دوی په باور، که طالبان واک انحصاري نه کړي او د یوه اساسي قانون په چوکاټ کې منتخب نظام او د خلکو حقونه ومني، مخالفو جنګسالارانو ته به یې بیا د پردیو په اشاره د جګړې خبرې ممکنې نه وي.

3 COMMENTS

  1. طالبانو خپله د خپأ رژيم د ورانولو پسې راخېستې ده. دا ټوله دنيا او دا ټ،ل ولس ورته چاپېره دی چې ولسي لويه جرګه راوغواړي. همداسې اساسي قانون جوړ کړي. د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي. مېرمنو ته په حکومت کې ځای ورکړي. حکومت پراخ شموله کړي، خو دوی قسم خوړلی چې دا يو کار هم ونه کړي او زور يې ټول په امر بالمعروف او نهی عن المنکر اچولی.
    دوی اول له دنيا رسميت او مشروعيت غواړي، خو خپله په کور دننه مشروعيت ته لار نه هواروي. او داسې نور.
    دوی که د ولسمشر غني حکومت نړولی نه وای، نو نن به دا خبرې نه راپورته کېدې. همدې کرزي، حکمتيار، ډاکټر عبدالله او د شمال ټلوالې تر محقق و پدرام او داسې نورو پورې ټولو د ولسمشر غني حکومت نړول غوښتل او دا د پاکستان او ايران غوښتنه وه او طالبانو هم همدا يوه خبره کوله چې د ولسمشر محمد اشرف غني په شتون کې سوله نه راځي او موږ ورسره سوله نه کوو، نو نن به دغسې خبرې ورته راپورته کيږي.
    هېڅوک دا نه غواړي چې په افغانستان کې دې نور هر ځل نظام او حکومت او حکومتي سيستم ونړوي او دا د همسايه ګانو غوښتنه وه او همدغسې يې غوښتل چې حکومتي سيستم ونړوي چې بيا يې په اسانه ونه شي رغولی.
    پنجاب اموخته د مجاهدينو له وخته په دغسې لوبو اموخته شوی او تل يې په افغانستان کې زموږ له خپله نظامونه نړولي دي.

  2. ملامت په خپله طالبان دی دا غله او لندغر چی اوس داسی لوړ غګیزی دا د طالب د لیونتوب نتیجه ده
    دوهم دا پک کرزی باید په دار وزړول شی همدغه احمق افغانستان دغی سرحد ته راوست غله او لندغر یې پر پښتنو حاکمان کړل او بلاخره هماغه لندغر فهیم په ارګ کښی داسی سپیړه ورکړه چی قرقل یې دومتره لری ولوید او ورته وویل که کونته شور نتی که در کونت چوب میزنم ریس جمهور خودم هستم اوس دا بیغیرته دا حق نلری چی دافغانستان په باره کښې خبری وکړی

  3. زه خپله د میرویس خان نیکه او احمد شاه بابا او تر یو ځایه د امان الله خان پرته بل هیڅ راغلو او تللو او ناستو سیاسی مشرانو ته هیڅ اخلاص نلرم ( البته ځانته خپل دلائل لرم ضمناً د نسبیت اصل می له پامه نه دی لیری) خو پدی عقیده یم چی د سلو وروستیو کلونو په اوږدو کی راغلی او تللی ښاغلی د خپلو افکارو او کړنو تام واک نه درلود بلکه د واک جِلو ئی لږ او ډیر د نړیوالو او سیمه ایزو قدرتونو پلاس کی ؤ او دی.
    نو خبره می دا ده چی:
    ۱ – په تاجکستان یا مسکو کی د طالب د مخالفینو غونډی او یا د ایران څرګندونی یو ډیر پیچلی بحث دی چی د ډیرو پښتنو یا غیر پښتنو د درک او تحلیل له دائری بهر دی.
    زما په باور د فارسی ژبو ګاونډیانو لوی تشویش د فرهنګی او ژبنی نفوذ ایساریدل او محدودیت دی که نی اقتصادی ګټی ئی ممکن په خطر کی نه وی. له بلی خوا د لندن او احتمالاً واشنګټن لخوا د پښتون طالب د راوستلو او قدرت ور سپارلو د سناریو شا ته هم ممکن د فارسی فرهنګ کمزوری کول او د صهیونیزم او انګلوساکسون او اروپا او ناټو او اسلامی نړی لوی او تود مشتری ( تُرک او تُرکی فرهنګی جغرافیا ) د نفوذ زیاتیدل وی البته دا تریخ واقعیت باید ومنل سی چی د پښتون طالب د حاکمیت په سیوری کی د پښتو ژبی خدمت ته هیله به یوه حُبابی هیله وی.
    ۲ – کرزی ساب او ګلب الدین ساب هم خوشی ریاکاری کوی ( که دی دواړو بِجلو د طالب په وړاندی د خپلو پلویانو د وسله والی مبارزی نتیجی ته هیله او اُمید درلودای نو هیڅکله ئی دا خبره نه کوله).
    ۳ – پر طالب باندی د وسله والی حملی توان او د هغوی پرځیده به بیله ناټو څخه بل هیڅ ډله او ګوند او سیمه ایز هیواد ونلری البته هیڅ افغان هم د بیا وینی توئیدو طرفدار نه دی ضمناً طالب هم باید د غلطی واکداری د ناوړو پایلو وضعیت درک او د عام وولس نارضائتی جدّی وګڼی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب