یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپاکستان د طالبانو شارژدافیر احضار کړی

پاکستان د طالبانو شارژدافیر احضار کړی

تاند(چارشنبه، د قوس۸ مه) پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو د رژیم شارژدافیر سردار احمد شکېب، په بنو کې د وروستي ځانمرګي برید په پلمه اجضار کړی.

اېکسپریس تربیون ورځپاڼې لیکلي چې پاکستان له نوموړي غوښتي څو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د یوه مشر حافظ ګل بهادر خلاف اقدام وکړي چې د پاکستان په ادعا، په افغانستان کې موجود دی.

پاکستان له طالب استازي غوښتي چې نوموړی باید ونیول شي او پاکستان ته وسپارل شي.

پاکستاني لوري دغه راز یو ځل بیا ویلي چې د طالبانو رژیم دې د افغانستان خاوره د دوی خلاف کارول کېدو ته نه پرېږدي.

طالبانو په دې اړه مخکې د پاکستان ادعاوې بیا- بیا رد کړي، خو اوس یې د خپل شارژدافیر د احضار خبر ته غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستاني چارواکو څو ورځې مخکې، په بنو کې د ترسره شوي ځانمرګي برید ملامتي پر افغانستان واچوله او ویې ویل چې ترسره کوونکی یې افغان و.

2 COMMENTS

  1. د افغانستان جعلي تذکرې به پېښور کې جوړیږي . ستاسو سرپرست صدراعظم کاکړ هم دا ډول جعلي افغاني پاسپورت او تذکره جوړ کړي او د هغو په وسیله په لندن کې اوسېده .
    پنجابیان دا ادعا د دې لپاره کړېده چې افغان کډوال په دې سره ژمي کې وځوروي ، کورونه یې وران کړي او د هغوی مال چور کړي .
    دوی فکر کوي چې نړیوال ټول ړانده او کاڼه دي . د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي . د الله تعالی لعنت دي وي پرتاسو درواغجنو او منافقینو وي .
    ځانمرګی د خپل هویت پېژندلو لپاره تذکره له ځان سره نه وړي .

  2. اسماعيل غرنی :
    تاسې وګورئ همدا اوس پرون په پېښور کې تاسې د طالبانو د کونسل خبرې واورېدې. دا زموږ نماينده دی په پېښور کې وايی چې د دوی حق دی چې هر څه کوي او بل دا پاکستان ما ته دومره ګران دی چې حتی بيخي د/له افغانستان نه هم راته ډېر ګران دی، نوتاسې چې په دې پوزېشن کې نماينده ولرئ، نو ولې به له تاسې سره دا کار ونه شي؟
    بل په دې خاطر باندې ده چې دلته به سره څراغونه ښکاره شوي وي چې دغسې کار کيږي. په دې سوړ ژمي کې په دغه رقم وحشيانه او رذيلانه عمل باندې چې بيا هم يو شمېر کسان د جاسوس او د يو رذيل انسانانو په شکل باندې بيا هم پاکستان خپل کور ګڼي ، نو تاسې فکر وکړئ چې په دې حالت کې به نو په دا پاتې خلکو باندې به څه ويل کيږي؟
    ګورئ دغه بد ورځ مو روان ده. تاسې هم خبر ياست. زه هم خبر يم او دغه طالب چارواکي هم خبر دي چې د ګڼ شمېر طالب چارواکو کورونه همدا اوس په پاکستان کې دي.
    https://www.youtube.com/watch?v=ZL_CNxzAsF4
    Saar: Afghan refugees deportation deadline from Pakistan | ضرب‌الاجل خروج مهاجرین افغان از پاکستان
    طالبان بايد پوه او هوښيار اوسي چې مردار او ناولی پاکستان اوس په دوی باندې نړۍ ته ثبوت پيدا کوي او طالبان بايد هېڅکله دا تېروتنه ونه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب