شنبه, جولای 27, 2024
Home+د لوحو اړتيا | محمد نعمان دوست

د لوحو اړتيا | محمد نعمان دوست

هغه وخت ماشوم وم، د ښکار دومره شوقي وم چې د هيڅ ښکلي مرغه په وژلو مې زړه نه خوږيده.
کله به مې چې کوم ښايسته مرغه وويشت او د حلالو په وخت به يې راته په لاسونو کوچنۍ منګولې‌ ولګولې نو زړه به مې لږ څه نرم شو، خو ډير ژر به رانه دغه احساس کډه وکړه ، چاقو به مې راکش کړ ، د مرغه پنجې به سستې شوې ، باڼه به يې سره ورغلل او څو څاکي وينه به تويه شوه.
صله رحمي مې هغه وخت زړه ته لاره ومونده کله چې مې څو لوحې وليدلې.
که پاکستان مو ليدلي وي نو دا لوحې به تا سو هم ليدلي وي.

زموږ کور هريپور کمپ کې و او چې کله به له پيښوره روان شوم نو چيرته چې به ځنګلونه مخې ته راغلل ، ځان سره به مې ويل کاش چې لينده يا ټوپک راسره وى.

خو چې د سړک د غاړو په لوحو به مې نظر ولګيد، نو زړه به مې ولړزيد ټوپک نه به مې کرکه وشوه.
پر دغو لوحو به ليکل شوي وو: ((جنګلے جناورو پر رحم کرى) يانې: پر ځنګلي ځناورو ورحمېږئ!
دا لوحې مې، هلته نورو لويو لارو باندې هم ليدلې او په هرځل ليدلو به يې دومره اغيزمن کړم، چې د نه ښکار سوګند به مې وکړ.

زه خو وايم دا لوحې دلته هم په کار دي، چيرته چي دوه درې کورونه هم وي نو دا لوحې دي ورته ولګول شي او پرې ودې ليکل شئ: ((د خداي په حسين مخلوق (انسان) رحم وکړئ!))

خو دا لوحې يوازې په پښتو او دري نه دي په کار ، په انګريزي، اردو ، عربي او … دي هم وليکل شي ، دلته خو د هر هيواد ښکاريان ګرځي کنه !!!
د زمري درېيمه ، ٩٠ کال

1 COMMENT

  1. دوست صاحب سلام
    دپښتو ژبې جمال او کمال تاسره ملګری دی ما مخکې ویلی وه اوس بیا وایم ما دپښتو ژبې دعلو مو اکادمې مشرتابه تاته سپاره ځکه داګاڼه ته له هرچا سمه پېژنی.
    ستا کیسه کې لوی رمز پروت دی الله دې مه کموه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب