Homeخبرونهطالبانو په بدخشان کې د حزب تحریر ګڼ غړي نیولي

طالبانو په بدخشان کې د حزب تحریر ګڼ غړي نیولي

تاند(چارشنبه، د قوس۸ مه) راپورونه وایی چې د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې د حزب تحریر ګڼ غړي نیولي او بندیان کړي.

د نیول شویو دغو کسانو شمېر ۴۵ تنه ښودل شوی او ویل شوي چې دوی له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د جلا- جلا عملیاتو پر مهال نیول شوي.

حزب تحریر ډله چې د داعش په شان په نړۍ کې د اسلامي خلافت د ټینګولو ادعا لري، له اوږدو کلونو راهیسې د افغانستان په یو شمېر مرکزي او شمالي ولایتونو کې رېښې لري.

طالبانو په رسمي ډول د دغې ډلې د کسانو د نیولو په تړاو څه نه دي ویلي.

یو شمېر شنونکي د یادې ډلې خلاف عملیات د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو د امنیتي اندېښنو د حلولو لپاره مهم بولي او ټینګار کوي چې که طالبان په رېښتیا د نړیوال تروریزم له ډلو سره په اړیکو پرې کولو وتوانیږي، له نړیوالو سره د اړیکو په ښه کیدو کې به یې ډېره ګټه ولري.

د یادونې وړ ده چې حزب تحریر ډلې په دوحه کې د طالبانو او امریکا د سولې تړون له لاسلیک وروسته، د طالبانو خلاف توندې اعلامیې ورکړې وې او دا یې امریکا ته د طالبانو تسېلمي او د نیابتي جنګیالیو په رول کې یې څرګندیدل بللي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...