شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهپر امریکا د محقق نیوکې او له روسیې څخه د افغانستان د...

پر امریکا د محقق نیوکې او له روسیې څخه د افغانستان د قضیې حلولو غوښتنې

تاند(چارشنبه، د قوس۸ مه) د حزب وحدت مردم افغانستان په نوم د هزاره ګانو د یوه ګوند مشر حاجي محقق په یوه تازه مرکه کې پر امریکا متحده ایالاتو توندې نیوکې کړې او د روسیې د ستاینې ترڅنګ یې له دغه هېواده غوښتي چې د خپلو سیمه ییزو متحدینو په ملتیا د افغانستان قضیه حل کړي.

محقق د روسیې سپوتنیک خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي چې امریکا افغانستان په یوه معامله کې طالبانو ته وسپاره او تراوسه د دوی رژیم ته د بشري مرستو او نورو نومونو باندې ډالري کڅوړې استوي.

هغه د دغې مرکې پر مهال روسیه د افغانستان له تر ټولو ښو ملګرو هېوادونو څخه بللې او ترې غوښتي یې دي چې د چین او نورو سیمه ییزو هېوادونو په ملتیا طالبان د ده په ګډون نورو پخوانیو جنګسالارانو سره خبرو ته مجبور کړي.

محقق دغه راز ویلي چې طالبان پر خبرو باور نه لري او د جګړې له لارې باید له واکه وغورځول شي.

هغه د دغې مرکې پر مهال په افغانستان کې د دیموکراسۍ، بشري حقونو او قوانینو د تامین غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې دی او ورسره ملګري یو شمېر جنګسالاران د طالبانو د ډلې له زېږیدو لا وړاندې د بشري حقونو او قوانینو په نقض تورن دي.

په وروستیو کې محقق او د طالبانو یو شمېر نور مخالفان روسیې ته په یوه غونډه کې ګډون ته بلل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان بیا د امریکا په محوري همکارۍ، د ملګرو ملتونو د یوه پلان له لوري د مشروطې رسمیت پېژندنې له طرحې سره مخامخ دي.

یو شمېر شنونکي باور لري چې هم طالبان او هم یې مخالفان د شرق او غرب بلاکونو ترمنځ لوبول کیږي او هر کله چې طالبان له یوه لوري سره ډېر نیږدې شي؛ بل لوری یې مخالفان ځانته نیږدې کوي او د دوی پر وړاندې استفاده ورڅخه کوي.

پر طالبانو د یو شمېر افغانانو نیوکه دا ده چې په دغه وضعیت کې یې د ملت څنګ پرېښی، واک یې انحصار کړی، د نجونو او ښځو حقونه یې نقض کړي او د اساسي قانون، ملي بیرغ او نورو اساسي ارزښتونو څخه لیرې دي، کنه پخواني جنګسالاران به یې پر وړاندې د بیا پورته کیدو او مطرح کیدو چانس ونه لري.

2 COMMENTS

  1. عجیبه ده نن د روسیی د افغانستان او افغانانو یا د دوی جنګسالارانو ملګری یادوی مګر له نن څخه پخوا ۴۵ یا ۴۳ کاله همدې محقق ، کریم خلیلی او مزاری د ایران او پآکستان په مالی او نظامی مرسته د داودخان، نورمحمد ترکی، حفیظ الله امین، ببرک کارمل او داکتر نجیب الله په وړاندې چې ګومان يي کاوو چې روسیی په مرسته قدرت ته رسیدلی په وړاندې نظامی اوسیاسی مبارزه وکړه کله چې شورویان لاړل بیا همدا جنګسالاران پخپل مینځ کې د پنجاب او ایران په سیاسی حمایت کورني جګړه شروع کړه
    چې محقق او ډله یی آن د خلکو په سرونو میخونه ټکوهل، رقص مرده، د ښځو سیني پری کولي، دوستم د خلکو له کورونو ټول شته چور کول، جمعیت یا شورای نظار ډلی بیا هغه جنایتونه کول چې مکرویان قضیه چې یوه انجلی له څلورم منزل ځان وغورځوو یو بیلګه ده
    ګلبدین بیا د دې هیواد ټول شته نظامی او تخنیکی وسایل کباړ په شکل پآکستان ته لیلام کړل او هلته په کم ارزښته پیسو ولیږل چی نن ټول تیر جنګسالاران ډیر مفشن کورونه، تجارت او قوی اقتصاد لری مګر نن بیا هم د کابل په شمول په ټولو ولایتونو کې ولس د خوراکي توکو ته سم لاسرسی نلری او په تیر ۲۰ کلن نظام کې همدوی د کرزی او غنی خلاف وو کچیری دوی په رښتیا دیمکراسی غوښته نو ولی یی د کرزی او غنی خلاف لاریونونه او کانفرانسونه کول ځکه دوی د ملی پروژو مخه نیوله چې په دهمزنګ کې برق پروژه خلاف لاریون وکړ چې زیاتره هزاره ګان پدې لاریون کې ځانونه لاسه ورکړل (جنبش آزادي)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب